کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو
دلته هم په وېره او په ډار کې زندګي کوو
اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي دي
موږ به په چاودنو او بمبار کې زندګي کوو
ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سوله
سمدم په زخمونو او پرهار کې زندګي کوو
کله دې تر شونډو رسو کله هم تر منځ پاته
داسي په نشه او په خمار کې زندګي کوو
ښه د سپوږمۍ شپه او د سيند غاړه مينه پال اشنا
تش اوس د خيالونو په ديار کې زندګي کوو
04.12.2008
- sorosh
څه وړې وړې سلګۍ وهي رپيږينه پوهېږم چې ژړېږي که خنديږيبيا د اوښکو په سېلاب به يې لاهو شمله ژړا يې سترګې ډکې ډکې کيږيتور زلفان يې له هېبته سا وتليد پلو په ښويېدلو لا ځوريږيراته وايي لېونيه خدای دې مړ کړهستا د لاسه مې زړګی هر وخت رپېږيستا په غېږ کې دې زه مړه شم پروا نشتهکه دنيا واړه رغيږي که ورانيږياوښکې وچې زلفې سمې کړه راپاڅهچې احساس دې شونډو سره ته نه صبريږي...
22.12.2008
- sorosh
ومه لېونی خو دومره نه ومه زه د عشق نه مخکې څومره ښه ومهما ته به هم چا خواږه خواږه کتلزه د يوې ښکلې لکه زړه ومه ته چې څنګه وې هغسې پاته يېزه چې څنګه يمه داسې نه ومه ګل که ومه ستا به په اور بل کې ومخاورې که وم، هم به ستا د وره ومهنن مې ټکی هم سبق و نه وايهخدای خبر چې بيا خپه په څه ومه
...