څه وړې وړې سلګۍ وهي رپيږي
نه پوهېږم چې ژړېږي که خنديږي
بيا د اوښکو په سېلاب به يې لاهو شم
له ژړا يې سترګې ډکې ډکې کيږي
تور زلفان يې له هېبته سا وتلي
د پلو په ښويېدلو لا ځوريږي
راته وايي لېونيه خدای دې مړ کړه
ستا د لاسه مې زړګی هر وخت رپېږي
ستا په غېږ کې دې زه مړه شم پروا نشته
که دنيا واړه رغيږي که ورانيږي
اوښکې وچې زلفې سمې کړه راپاڅه
چې احساس دې شونډو سره ته نه صبريږي
03.12.2008
- sorosh
زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كېاوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخليد اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړينو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كې ستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې دا سروش به څه پخپله خوښه وكړي؟ګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې
&nbs...
13.12.2008
- sorosh
کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو
دلته هم په وېره او په ډار کې زندګي کوو
اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي دي
موږ به په چاودنو او بمبار کې زندګي کوو
ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سوله
سم...