ګپ شپ


Karzai & Obama

         

29.11.2008 sorosh

آيسکريم

    دا د هند د میسور ښار يوه ښکلی هوټل يا د دوی په ژبه کافي ډې ده، ډېره ښکلې او شاعرانه جوړه شوې ده، شاوخوا په هندارو او خامو څراغونو پوښل شوې.ډېره ارامه انګليسي موسيقي ږغيږي زه ډېر پرې نه پوهېږم خو په کوم نيم ټکي چې پوه شم، ډېرې عادي خبرې وي.د کافي ډې کارکوونکي ډېر مهذب او پاک دي، د هر څه پوښتنه په ډېر احترام کوي، زما پر مېز انګليسي مجلې او اخبارونه پراته دي چې پر ټولو يې د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما عکسونه دي، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره ډېر خوشال

23.11.2008 sorosh

د كونړ ازاده سينده مست خراب يې

  په ماشومتوب کې مې يو کتاب لوستى و، ډېره په زړه پورې کيسه په کې راغلې وه، چې يو هلک له کونړ نه په مېلمستيا کابل ته راځي، او د خپل ملګري سره په کابل کې له عجيبه ښاري پېښو سره مخ کېږي، څه موده وروسته همدا ملګرى يې کونړ ته ځي هلته يې هماغه ملګرى د کونړ په ښکليو سيندونو، باغونو، ځنګلونو او نورو ګرځوي، همدې کيسې تر اوسه زما په ذهن کې خپل جوړ شوي تصويرونه ټينګ ساتلي، خو ما به فکر کاوه چي دا کونړ به څنګه ګورو. خداى ډېر مهربانه دى چې څو ورځې مخکې مې په کونړ کې د (کونړ سيندمشاعرې) جوړېدو

11.05.2008 sorosh

د نړۍ تر ټولو نرى لپ ټاپ

  د اېپل كمپيوټر كمپنۍ څښتن سټيو جابز د نړۍ تر ټولو نرى او نازك ليپ ټاپ (ميك بك اير) نړۍ ته ورپېژانده.د دې كمپيوټر پلنوالى نژدې دوه سانتي متره دى، او يو اشاريه درې كيلو وزن لري چې په سان فرانسسكو كې يې له مخه پرده لرې شوه، بايد ووايو چې دا ليپ ټاپ په يوه لفافه كې هم ايښودل كېداى شي.د سټيو جابز په وينا چې دا د انجينرۍ يوه حيرانوونكې كارنامه ده، ټيټ بيې كمپنۍ ايپل د اينټل كمپنۍ سره يو ځاى د دې ليپ ټاپ لپاره يو ځانګړى پريسوسور تيار كړى دى.د كمپيوټر  غټوالي د مخنيوي

30.01.2008 sorosh

د اسامه بن لادن برتانوۍ مږور

له برتانوي رسنيو سره سم يوې برتانوۍ ښځې د اسامه بن لادن له زوى سره واده وكړ، نوموړې به ډېر ژر د خپل څښتن لپاره د برتانوۍ ويزې وړانديز وكړي.يو پنځوس كلنه جين فيليكس براون د برتانيې د چيشائر ښار ده او د اسامه له اوه ويشت كلن زوى عمر اسامه بن لادن سره يې په مصر كې د خپلو رخصتيو پر مهال لېدلې و، نوموړې پر آس سپره وه چې له عمر سره مخ شوې وه.جين فيليكس ملسمانه شوې ده او د مسلمانۍ نوم يې (زينا محمد) دى، د عمر اسامه بن لادن سره تر مينې وروسته نوموړې په مصر او سعودي عربستان كې په اسلامي انداز&nbs

18.07.2007 sorosh

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more