دا د هند د میسور ښار يوه ښکلی هوټل يا د دوی په ژبه کافي ډې ده، ډېره ښکلې او شاعرانه جوړه شوې ده، شاوخوا په هندارو او خامو څراغونو پوښل شوې.
ډېره ارامه انګليسي موسيقي ږغيږي زه ډېر پرې نه پوهېږم خو په کوم نيم ټکي چې پوه شم، ډېرې عادي خبرې وي.
د کافي ډې کارکوونکي ډېر مهذب او پاک دي، د هر څه پوښتنه په ډېر احترام کوي، زما پر مېز انګليسي مجلې او اخبارونه پراته دي چې پر ټولو يې د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما عکسونه دي، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره ډېر خوشاله ولاړ دی.
 شا او خوا پر ټولو مېزونو هلکان او نيمه بربنډې نجونې ناستې دي، ځينې يې په زوره- زوره خاندي، نجونې يې په ډېر ناز خبرې کوي، او هر ګړی د نغمې غوندې وېښته ورانوي راجوړوي.
ځينې په ټيلفون کې خبرې کوي، هاخوا ته يو هلک او نجلۍ ناست دي، داسې ښکاري چې نجلۍ ځينې خپه ده، او هلک يې د پخلا کولو هڅه کوي.
په ټول هوټل کې همدا زه يوازې ناست يم، کله کله کوم هلک يا جينۍ راوګوري او بېرته خپلو ملګرو ته مخ ور واړوي او کرار وخاندي.
خامخا به همدا فکر کوي چې دې ته وګوره په یوېشتمه پېړۍ کې يو ځوان هلک په داسې يو عاشقانه ماحول کې بېله ملګرې يا د کابليانو په اصطلاح بې نفري ناست دی.
زه چې هر وخت دلته راځم د هوټل د مېنیو تر ټولو ګران بيه آيسکريم راغواړم.
د آيسکريم د دې غټ ګيلاس پر سر یو سايوان ډوله ګل وي، په ګيلاس کې د شيانو د رنګونو ترکيب ډېر په زړه پوري دی، نور نو په دې کې هر څه وي  په سر کې  وچه مېوه، ورپسې لنده مېوه، بيا یو څه فالوده او په پای کې ايسکريم.
زه په خوړلو پېل کوم، وچه مېوه، ميده میده لنده مېوه، فالوده خورم خو کله چې آيسکريم ته را رسېږم، ساه اخلم او يوه ټوټه خولې ته اچوم، د دې آيسکريم خوند څه عجيبه دی.
د آيسکريم دامزه يو دم، ما له دې هوټله باسي، ډهلي ته مې بيايي، له هغه نه کابل، له کابل نه کندهار له کندهار نه کوټې ته او په کوټه کې د ګولمنډۍ چوک د ملاصاحب دوکان ته.
 د آيسکريم دا خوند مې پوره پنځلس کاله شا ته بيايي، هغه وخت چې موږ په کوټه کې د کډوالۍ ژوند تېراوه، زموږ له کوره د ملا صاحب تر دوکانه ډېرې تنګې کوڅې وې.
هغه وخت مې پلار ډېر سخت کارونه کول، ماښام چې به کور ته راغی سخت به ستړی ښکارېده، زه به ورته سخت خواشينی کېدم.
کله کله به يې مازيګر مهال تر لاس ونيولم، تر تنګو کوڅو به راتېر شوو، او د ګولمنډۍ چوک له شوره ډک ماحول ته به راغلو.
پلار به مې پر دې چوک له يو درملتون والا سره ستړې مشې وکړه، له هغه ځايه به د ملاصاحب دوکان ته راغلو، ملاصاحب سخت غسه ناک سړی و، زوی يې سخت ترې ډارېدی.
بس دلته به و چې پلار به مې د ملاصاحب زوی ته اشاره وکړه، هغه به لوی يخچال خلاص کړ چې له ډول ډول آيسکريمونو به ډک و، له هغه نه به يې ما ته يو راکړ.
خدای خبر چې هغه به په څو و؟ ما به په بېړه پلاسټيک ترېنه لرې کړ، او په يوه سا به مې وخوړی، زه اوس هم نه پوهېږم چې هغه آيسکريم د څه شي خوند کاوه، خو اوس دومره پوهېږم چې د دې کافي ډې د آيسکريم مزه هماغه آيسکريم ته ورته ده.
زه د دې آيسکريم نه چې يوه ښکلې جينۍ يې په ډېر ادب راوړي او زما مخې ته يې ږدي هومره خوند نه اخلم چې پنځلس کاله وړاندې مې د ملاصاحب په ګډوډ دوکان کې له هغه څو روپو والا نه اخيستی.
خو بس په دې کې دومره خوند دی چې ما د دې نني ستړي او پرېشانه ژوند څخه د يو څو شېبو لپاره ډېر لرې د ماشومتوب ښکلې او بې غمه دنيا ته بيايي...
زما شاوخوا ناست هلکان او جینکۍ تللي دي ، د هغوی پر ځايو نور ناست دي زما مخې ته آيسکريم هم نور ويلي شوی دی، پر مېز د پرتو مجلو او اخبارونو پر مخ اوباما له خپلې مېرمن او بچو سره هماغسې خوشاله ولاړ دی.
ساعت ته ګورم  د خپلو ملګرو غوسه را ياده شوه چې هره ورځ په غوسه وي او وايي  ګوره موږ ستا مزدوران نه يو چې تر نيمو شپو به ستا په خاطر ډوډۍ نه رااخلو، له لوږې دې مړه کړو...