څه مې چې زړه غواړي هغه نه کيږي
څه وکړمه خدايه دا به څه کيږي
بيا راغونډوم ذرې ذرې د زړه
بيا مې د اشنا ديدن ته زړه کيږي
کار د ژبې نه دی ځکه ګونګه شي
مينه کې خبرې په لېمه کيږي
نه يمه خپه په نه راتلو د يار
وژني مې دا غم چې اوس به څه کيږي
ګرانه ده اسرار چې به يو شو مونږ
څو چې مو تر منځه زه او ته کيږي
23.11.2008
- sorosh
دا د هند د میسور ښار يوه ښکلی هوټل يا د دوی په ژبه کافي ډې ده، ډېره ښکلې او شاعرانه جوړه شوې ده، شاوخوا په هندارو او خامو څراغونو پوښل شوې.ډېره ارامه انګليسي موسيقي ږغيږي زه ډېر پرې نه پوهېږم خو په کوم نيم ټکي چې پوه شم، ډېرې عادي خبرې وي.د کافي ډې کارکوونکي ډېر مهذب او پاک دي، د هر څه پوښتنه په ډېر احترام کوي، زما پر مېز انګليسي مجلې او اخبارونه پراته دي چې پر ټولو يې د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما عکسونه دي، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره ډېر خوشال...
29.11.2008
- sorosh
وخته پرون کۀ تا ويشلی کۀ وژلی پښتوننن ئې منې کۀ نۀ منې خو زيږيدلی پښتون
ټول به لؤ نۀ کړي دا همه جهان به ستړی شي پرېمونږه څۀ داسې په هر غر او سم کرلی پښتون
هغه تختۍ چه پرې ليک شوي د نړۍ قامونهپکښې په سرو وينو په زور دی ځان ليکلی پښتون
منم چه بام ته د شعور به رسيدلی نۀ ويخو هم په دغې پوړۍ څو پاټکى ختلی پښتون
وي به نالوستی خو دا چا ته چه نالوستی ښکاريدغې لوستلو خلکو هم نۀ دی لوستلی پښتون...