وخته پرون کۀ تا ويشلی کۀ وژلی پښتون
نن ئې منې کۀ نۀ منې خو زيږيدلی پښتون
ټول به لؤ نۀ کړي دا همه جهان به ستړی شي پرې
مونږه څۀ داسې په هر غر او سم کرلی پښتون
هغه تختۍ چه پرې ليک شوي د نړۍ قامونه
پکښې په سرو وينو په زور دی ځان ليکلی پښتون
منم چه بام ته د شعور به رسيدلی نۀ وي
خو هم په دغې پوړۍ څو پاټکى ختلی پښتون
وي به نالوستی خو دا چا ته چه نالوستی ښکاري
دغې لوستلو خلکو هم نۀ دی لوستلی پښتون
وينو ئې شونډې ګواهۍ له د تاريخ سرې کړي
لکه د ګل په خپل پرهر کښې خنديدلی پښتون
نمر د مرام به ئې تندی په پلوشو اووينځي
ځان د سرو وينو په سيلاب کښې رانيولی پښتون
حالاتو څۀ په بې دردئۍ کۀ په مخ مخ نوکارې
ولې په داسې حال کې هم دی بلا ښکلی پښتون
د غيريت پردې شلوي لکه فنکار په هنر
د پردي کلي نه خپل کلي ته راغلی پښتون
په خپلو سترګو کښې ئې بلې دي اوس خپلې ډيوې
پخپلو سترګو دی پردي عالم ليدلی پښتون
پښتون په خپلو لاسو، خپلو مټو، خپلو ګوتو
لکه د سوال قطره پردي اور ته نيولی پښتون
پښتون پښتون دی خپله خاوره خپل وطن ئې نۀ خوري
دا خو څو خپلو په پردو خلکو خوړلی پښتون
چې پريوزي يو سر وي چې پاڅي وي زرها سرونه
داسې پريوتی پښتون داسې پاڅيدلی پښتون
دنيا د دۀ تماشې کړې، دۀ دنيا تماشې
په دې دنيا پورې دنيا ده خندولی پښتون
په هر حالت کښې ئې لرلی په سرتاج د وطن
په هر حالت کښې د عظمت دولت لرلی پښتون
د خوشال خان د ننګ او پت د مستو مئيو خمار
د باچاخان د تصور په کنډول څکلی پښتون
ورته د هر دور تاريخ څومره درانۀ کتلي
دنيا په څومره سپکو کاڼو و تللی پښتون
پښتون زمری و دا زمری پردو وژلی نۀ شو
کۀ ورته خپلو نۀ وای بند په بند تړلی پښتون
څنګ ئې د هر بازاره خپل سر سلامت راوړی
خپلې انا لکه جانان نيازبين ساتلی پښتون
هغوی په پتو کښې د لاس شو کۀ بايللی پښتون
مونږ د خپل لاس پتو کښې اوښودو ګټلی پښتون
هغوى نارې کړې ورک شو ،مونږ وې خبردار موجود دی
هغه مغرور پښتون دی، هغه نازولی پښتون
پرون ئې ؤ، نن ئې هم شته، سبا به هم ولري
کۀ ژړيدلی، دړديدلی، تزنيدلی پښتون
د پردې شاته دې په خولۀ ئې پروت دی لاس سائله
پخپل وطن کښې ورک دی، نۀ دی چرته تلی پښتون
رحمت شاه سائل