29.11.2008
- sorosh
وخته پرون کۀ تا ويشلی کۀ وژلی پښتوننن ئې منې کۀ نۀ منې خو زيږيدلی پښتون
ټول به لؤ نۀ کړي دا همه جهان به ستړی شي پرېمونږه څۀ داسې په هر غر او سم کرلی پښتون
هغه تختۍ چه پرې ليک شوي د نړۍ قامونهپکښې په سرو وينو په زور دی ځان ليکلی پښتون
منم چه بام ته د شعور به رسيدلی نۀ ويخو هم په دغې پوړۍ څو پاټکى ختلی پښتون
وي به نالوستی خو دا چا ته چه نالوستی ښکاريدغې لوستلو خلکو هم نۀ دی لوستلی پښتون...
03.12.2008
- sorosh
زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كېاوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخليد اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړينو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كې ستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې دا سروش به څه پخپله خوښه وكړي؟ګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې
&nbs...