غزل
له تا نه لرې طريقه د زندګۍ نه راځي
دلته هر څه راځي جانانه خو خوښۍ نه راځي
اوس د هر سوال کولو وروسته پرېشانه ناست يم
اوس له کابله جوابونه د جینۍ نه راځي
ما ته وفا راځي، و ما ته قرباني ياده ده
له دې نه زياته راته لاره د يارۍ نه راځي
د دغه ښار مازیګري بېله جانانه راځي
له دې دښتونو آوزونه د شپېلۍ نه راځي
څه موده وشوه چې له ځانه څه خپه غوندې يم
څه موده وشوه چې سروش د شاعرۍ نه راځي
24.10.2008
- sorosh
څه موده وړاندې (۱۵ـ۱۶ اکتوبرـ ۲۰۰۸) د ميسور په مهاجانا کالج کې د (conflux) تر سرليک لاندې د نني او راتلونکي ژورناليزم یو دوه ورځنی پيسټیوال جوړ شوی و، چې د کارناټکا ايالت د ډېرو پوهنتونو زده کوونکو په کې ګډون کړی و، همدا رنګه پيسټیوال ته د دې ايالت د ښوونې او روزنې وزير هم راغلی و.د دې غونډې يوه برخه کلتوري پروګرام و چې پر هند سربېره د افغانستان د زده کوونکو په ګډون د نورو ډېرو هېوادونو زده کوونکو خپلې کلتوري جامې وښودې او هم يې د خپلې سيمې نڅاوې وکړې، چې د افغانستان...
23.11.2008
- sorosh
دا د هند د میسور ښار يوه ښکلی هوټل يا د دوی په ژبه کافي ډې ده، ډېره ښکلې او شاعرانه جوړه شوې ده، شاوخوا په هندارو او خامو څراغونو پوښل شوې.ډېره ارامه انګليسي موسيقي ږغيږي زه ډېر پرې نه پوهېږم خو په کوم نيم ټکي چې پوه شم، ډېرې عادي خبرې وي.د کافي ډې کارکوونکي ډېر مهذب او پاک دي، د هر څه پوښتنه په ډېر احترام کوي، زما پر مېز انګليسي مجلې او اخبارونه پراته دي چې پر ټولو يې د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما عکسونه دي، چې له خپلې مېرمن او بچيانو سره ډېر خوشال...