څه موده وړاندې (۱۵ـ۱۶ اکتوبرـ ۲۰۰۸) د ميسور په مهاجانا کالج کې د (conflux) تر سرليک لاندې د نني او راتلونکي ژورناليزم یو دوه ورځنی پيسټیوال جوړ شوی و، چې د کارناټکا ايالت د ډېرو پوهنتونو زده کوونکو په کې ګډون کړی و، همدا رنګه  پيسټیوال ته د دې ايالت د ښوونې او روزنې وزير هم راغلی و.
د دې غونډې يوه برخه کلتوري پروګرام و چې پر هند سربېره د افغانستان د زده کوونکو په ګډون د نورو ډېرو هېوادونو زده کوونکو خپلې کلتوري جامې وښودې او هم يې د خپلې سيمې نڅاوې وکړې، چې د افغانستان زده کوونکو په دې برخه کې ملي اتڼ وکړ، چې د غونډې د سلګونو ګډونوالو پام یې ځانته ور واړاوه.
د دې غونډې څو عکسونه وګورئ!