هنر
د وياړ د ورځې خاطره
پرون شپه خوب نه راتلی، د خوښۍ او اندېښنې ګډو احساساتو پر سر اخیستی وم. د ټولټاکنو، احساساتو، خوشبینیو، بدبینیو، امیدونو، قربانیو، بمونو، ځانمرګو... په اړه مې تر ناوخته فکر کاوه. سهار تر لمانځه او دعا وروسته سمدستي د رایې اچونې په موخه راووتم، او د رایې اچونې یوه نژدې خو لوی مرکز ته روان شوم، موسم خوندور و، میده میده باران و، هوا یخه او خوږه لګېده، چاپیریال کټ مټ د اختر د لومړي سهار غوندې و. مرکز ته راورسېدم، تر دروازې چې ور تېر شوم، د
د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته د شاعرانو د ملكې تاج ور پرسر شو
كيرل اين ډفي نه يوازې د برتانيې د شاعرانو لومړۍ ملكه ده بلكې لومړۍ اسكاټلنډۍ ده چې د وياړ دا چوكۍ وركول كيږي.
هارون باچا د پښتونخوا پر حالاتو ژاړي
د انساني ابادۍ د ګڼ ځنګله يانې نيويارک په يوه سيمه کې د يوه زاړه امريکايي کور کوچنۍ او وړې زېرخانې ته د دې مينوال له مينې نه د (مينې کور) وایي، د پښتونخوا د ډبرينو غرو څخه راوتلي څو خواږه ږغونه نن سبا يوازې په همدې وړه کوټه کې اورېدل کېږي. د هندوستان د يوه هندو دا کور نن سبا په پښتونخوا کې د ترهګرو له وېرې د مجبور مسافرو پښتنو سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو دويم کور دی، دلته نژدې د هرې اونۍ په پای کې محفل جوړيږي او پښتانه موس
په conflux کې ملي اتڼ
څه موده وړاندې (۱۵ـ۱۶ اکتوبرـ ۲۰۰۸) د ميسور په مهاجانا کالج کې د (conflux) تر سرليک لاندې د نني او راتلونکي ژورناليزم یو دوه ورځنی پيسټیوال جوړ شوی و، چې د کارناټکا ايالت د ډېرو پوهنتونو زده کوونکو په کې ګډون کړی و، همدا رنګه پيسټیوال ته د دې ايالت د ښوونې او روزنې وزير هم راغلی و.د دې غونډې يوه برخه کلتوري پروګرام و چې پر هند سربېره د افغانستان د زده کوونکو په ګډون د نورو ډېرو هېوادونو زده کوونکو خپلې کلتوري جامې وښودې او هم يې د خپلې سيمې نڅاوې وکړې، چې د افغانستان
موسيقي پيداييشي وي، يوازې رياضت غواړي
د هند مشهور سندرغاړى کيلاش خېر وايي چې سندرې د ده د ژوند انځورګري کوي، دى وايي ما ته چې ژوند څه راکړي د هغو تجربو مغز په خپلو سندرو کې ټولنې ته وړاندې کوم.د بي بي سي د اردو څانګې خبريال سنجيو له نوموړي سره په دې ورځو کې يوه مرکه کړې دا چې د کيلاش خېر سندرې نن نه يوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو پر ژبو دي د همدې ارزښت له مخې مو دا مرکه پښتو ته واړوله هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي._ کله چې ستاو ږغ اورو نو داسې ښکاري چې دا د يوه پاک زړه او سپېڅلې
"یاهو" فرهاد دریا
دفرهاد دریا البوم په هېواد کې دسولې ،ورور ولۍ، اویوالي په موخه د"یاهو" په نامه په وړیا توګه مینه والوته راووت په افغانستان کې دملګرو ملتونود سولې اوښه نیت سفیر، اودهیواد دملی یوالی سندر غاړ ي فرهاد دریا، د"یاهو" په نامه نوې سندرېزه ګېدۍ چې د سولې او یوالي ولولې غږ خپروي ، ښاغلي فرهاد دریا د"یاهو" سندریزه ګېدۍ دهېواد دتکړه او غښتلي شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال له شعرونو اوهمداسې دنورو شاعرانو له شعرونو څخه جوړه شوې ده، د"یاهو" البوم چې یوولس سندرې په دري او پښتو ژبه لري دملي
چوپان
چوپان چي څه موده مخکښي د کوم بل سايټ له لاري انلاين وو له همهغه ځايه نور له منځه وړل سوی دی. خو دلراوبر له برکته او ددوی څخه په مننه دلراوبر دبلاګونو په ليست کښي ورته ځای ورکول سوو. چوپان مو و لوستلو ته درابللو ترڅنګ ستاسو غورو مشورو، نيوکو او نظرونو ته همېش سترګي په لاره دی. ستاسو مشورې او نظرونه چي بې له ځنډه به عملې بڼه غوره کوي دچوپان دپرمختګ په معنی دي
احمدفراز سترګې پټې کړې
نوميالى شاعر احمدفراز چي د کوزې پښتونخوا د نوښار سيمې اوسېدونکى او اصلاً پښتون و، د دوشنبې په ماښام د پاکستان د پايه تخت اسلام اباد په يوۀ روغتون کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. نوموړي په اردو ژبه ګڼ شمېر شعرونه ليکلي وو، چي له هغوى څخه يې څو ټولګې خپرې شوې هم دي.
ارواښاد څېړنمل ژواک او پښتو هنري ـــ داستاني نثر
د ارواښاد محمد دين ژواک نوم د پښتو هنري نثر او د معاصرو داستاني ادبياتو په مطالعه کې خپل ځای لري .هغه په افغانستان کې د پښتو د نوي هنري ـــ داستاني نثر او په عامه توګه د افغان معاصر ادبي بهير د دويم نسل له کتاره دی چې د استادانو له تجربو د زده کړې او راتلونکي نوي هنري ـــ داستاني ځوان نسل ته د ورزده کړې منځنی ليکوال نسل يې ګڼلی شو .په تېره بيا د شلمې پېړۍ د شپېتمو ميلادي کلونو په اوږدو کې د هغه ادبي نثرونه ، داستاني طرحې او کيسې د پاملرنې وړ دي . د ارو
د صاحب شاه صابر شاعرانه فکر او تخيل
د کلاسيکي ادب پوهانو او په خصوصي توګه د لانجائنس دا وېنا چې د نۀ مړکېدونکي فن د تخليق دپاره د تخيل لوړتيا د لازمي عنصر حېثيت لري، نن هم د لوړ فن د پېژندګلو تر ډېره حده يو حتمي پېمانه ده. دا ځکه چې فن او ارټ د ژوند د حقيقتونو تصويرونه راکاږي.دا د ژوند Image تخليق کوي او د دې دپاره د لوړ تخېل Sublime imagination وجود ضروري دى. له دې کبله د فن جاج اخستونکي دپاره د تکنيکي عواملو کتو سره سره د تخيل څېړنه د فنپارې قدر و قيمت معلومولو دپاره بېخي ضروري ده.په دې بنياد کۀ د صاحب
ويليم شكسپېر (د حكمت سروش ژباړه)
ويليم شكسپېر د 1564م كال د اپريل په مياشت كي، د يوې بزګري طبقې اړوند، د لندن په اسټراټفورډ نومي ښار كي زېږېدلى دى. د هغه پلار ژان شكسپېر په وار ويشكاير (WarR Wickshire) كي د مالونو او باغونو يوې ساتونكي كورنۍ سره تړاو درلود. د ويليم شكسپېر د پلرونو او نيكونو لړۍ تر څوارلسمي عيسوي پېړۍ پوري معلومه سوې ده. د شاعر (ويليم شكسپېر) پلار ژان شكسپېر د خوراكي شيانو پلورونكى و، چي د اسټراټفورډ په ښار كي د ادن نومي درياب پر غاړه د خوراكي شيانو لكه، غوښو او داسي نورو موادو پ
د موسكا اغيزې
خندرويه، موسكه او تر و تازه څېره موږ ته څونه ارزښت لري، دا هغه وخت ښه احساسولاى سو، كله چي غمجني، ستومانه او لوېدلي څېرې ووينو. تر ټولو لومړى بايد وګورو، چي يوازي موسكه څېره ولي زموږ ارزښتمنه سرمايه ده او موږ د موسكا په مرسته څه ډول جسماني كشيش، ذهني ارامتيا، ټولنيز وقار او په نجونو كي محبوبيت تر لاسه كولاى سو.د اسټراليا د ملي پوهنتون، د طب د څا
ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي
ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي د ۱۸۲۱ ز كال د نومبر د مياشتې پر يوولسمه نېټه په ماسكو كې، له دربار سره د يوه تړلي رنځپوه په كور كې وزېږېدى.د مور تر مړينې وروسته يې كورنۍ سينټ پيټرز برگ ته كډه شوله، كه څه هم غريبې وه خو بيايې هم پلار پخپلو بچيانو ډېرې ښې زدكړې وكړې. پيودر دستايوسكي انجينري ولوسته او څه موده يې د ډيزايننګ انجينر په توګه كار هم كاوه، خو د ناروغۍ له امله يې كار ته استعفا وركړه او په ادبي چارو بوخت شو.د نوموړې لومړى ناول ( خوارۍ ځپلي خلك) ډېر وستا
د بربنډې انځورګرۍ بنسټګر، پيکاسو (حکمت سروش)
زېږېدنه: ١٨٨١مړينه: ١٩٧٣د نوې نړۍ تر ټولو لوى انځور ګر او د بربنډې انځورګرۍ بنسټ اېښودونکى پيکاسو د هسپانيې په ملاګا ښار کې زېږېدلى دى. ځواني يې په بارسلونا کې تېره شوې، او هلته د هنرونو په اکاډمۍ کې پروفيسر و.پيکاسو په ١٨٩٦ کې په اکاډمۍکې داخل شو، او له خپل پلار څخه يې د انځورګرۍ بنسټيز اصول زده کړل. په دې بل کال ميډرډ ته ولاړى،او په ١٩٠٣ کال يې فرانسې ته سفر وکړ ، هلته نوموړي د (شين پړاو) انځورګرۍ پيل کړې. دې پړاو ته ځکه شين وايي چې پيکاسو په کې د مايوسو
د نړۍ ښكلې پېغله وټاكل شوه (انځوريز راپور)
چينايې جينۍ زانګ زي لين د ۲۰۰۷ كال د نړۍ د پېغلې (ښكلې جينۍ) سيالۍ وګټله. دغه سيالۍ د چين په سانيا ښار كې تر سره شوې چې په كې په لومړي ځل د مشرقي اسيا يوه جينۍ د نړۍ د پېغلې په نوم نازول كيږي.نوموړې سيالۍ د هينان جزيرې په بيوټي كراون تالار كې جوړه شوې وه چې دوه زره نندارچيانو په كې ګډون كړى و، كله چې د چين د ۲۳ كلنې ښكلې برياليتوب اعلان شو نو تالار د چكچكو په ږغونو ولړزېدى.زانګ زي لين د بيجينګ ده، نوموړې د سيكرټرۍ دنده لري، اوډېرو ورته ويلې وو چې دا به لوبه ګټي.
د هنر معجزه، د شونډو نښه
يوه ښځه چې وايي په نندارتون كې له يوه انځور څخه دومره متاثره شوه چې ونه توانېده بېله ښكلولو يې پرېږدي اوس انځور ته د زيان ورا اړولو په جرم آن تر محكمې ورسېده.دا د امريكايي انځورګر ټومبلې هغه انځور دى چې نژدې دوه ميليونه ډالره ارزښت لري، د دې انځور ښكلي سپينوالي مېرمن سيم رينډي دومره اغېزمنه كړه چې انځور يې ښكل كړ او د خپلو شونډو د رنګ نښه يې پر پرېښوده، په زړه پورې دا ده چې رينډي خپله يوه انځورګره ده.رينډي تر دې وروسته روانه و چې د فرانسې د ل
سيند په منګي كې
هر هغه فكر چې ما له دې راګرځوي چې په خبرو كې څرګند كړم، ښايي چې په خپل عمل كې وښيم.+++كېداى شي د سپېڅلي غره نوم به دې اورېدلى وي، ځكه چې دا د نړۍ تر ټولو دنګ غر دى. كه چيرې د دې غره هغه لوړې څوكې ته وخېژې، نو بس په زړه كې به دې دا يوه هيله در پيدا شي چې له دې غره كښته شې او د لاندې درو په تل كې له خوارو او غريبو سره واوسېږې.په همدې خاطر يې سپېڅلى غر بولي.+++زموږ د عيسى (ع) درې عجيبه خبرې چې تر اوسه په كتابونو كې نه دې راغلي:_ دا چې هغه زموږ او
د نړۍ نوې اوه عجيبې وټاكل شوې
د يوې نړيوالې سيالۍ له لارې د نوي دور د اوو عجايبو په ليكه كې تاج محل هم ځاى پيدا كړ.څو ورځې وړاندې د پرتګال په پلازمېنه لزبين كې د يوې غونډې په ترڅ كې د هالي وډ مشهور ستوري بين كنگسلي او د هندي سېنما مشهوري ستورۍ بيپاشاباسو د نوي دور د اوو عجايبو نومونه اعلان كړل. د غونډې په پاى كې اعلان شو او د هند وستان په استازيتوب داګرې ښاوال انجولا سينګ د تاج محل سند تر لاسه كړ.تاج محل په اوولسمه پېړۍ كې مغل پاچا شاه جهان د خپلې مېرمنې ممتاز په ياد جوړ كړى، په محل كې د ممتاز ق