خندرويه، موسكه او تر و تازه څېره موږ ته څونه ارزښت لري، دا هغه وخت ښه احساسولاى سو، كله چي غمجني، ستومانه او لوېدلي څېرې ووينو. تر ټولو لومړى بايد وګورو، چي يوازي موسكه څېره ولي زموږ ارزښتمنه سرمايه ده او موږ د موسكا په مرسته څه ډول جسماني كشيش، ذهني ارامتيا، ټولنيز وقار او په نجونو كي محبوبيت تر لاسه كولاى سو.
د اسټراليا د ملي پوهنتون، د طب د څانګي پروفيسر، ډيويډ بورن په خپله كتاب ”د سيكس اروپايي ډول“ كي ليكي: ”موسكا د دوستۍ او اړيكو ټينګولو يو ښه پاسپوټ دى، كه چېري تاسي برياليو او پر خلكو ګرانو كسانو ته وګورئ، نو درمعلومه به سي، چي زياتره هغه خلك دي، چي تل موسك او پر شونډو يې تبسم غوړېدلى وي“.
موسكا د انساني شخصيت يو اختياري صفت دى، په موسكاوو د انسان په جېبه هېڅ هم نه ځي، خو له دې كاره يې هغه رويه څرګندېږي، چي دى يې د ژوند او نورو خلكو په وړاندي لري. موسكا پر څېره ښكاري، خو اصلي سرچينه يې د زړه په تل كي ده.
موسكا د انساني شخصيت هينداره ده، پر څېره د موسكا، د غوړولو لپاره له شعوري هڅي څخه كار اخيستل كېږي. د موسكا لومړى ښايسته تاثر پر څېره كېږي. تاسي د هينداري مخته ودرېږئ او خپلي څېرې ته وګورئ، نو بېله خفګانه او سختۍ به بل څه ونه وينئ. اوس يوه اوږده ساه واخلئ او پر څېره يوه پراخه او رښتينې موسكا پيدا كړئ، سختي اوخفګان به يو دم ليري سي، پر خپله صفا څېره به مو د حس او غوړېدو رنگ وځلېږي او په ساده كرښو كي به هم كشيش او جذابيت پيدا سي.
ويل كېږي چي په دنيا كي د موسكا ځواب، په موسكا وركول كېږي. خو له هغه چا سره چي ژاړي، هېڅوك ورسره نه ژاړي، خو له خندېدونكي سره هر څوك خاندي.
د موسكا اغېزي:
د دوستۍ او كركي؛ دواړو ښكاره كولو لپاره د څېرې كرښي مهم روللري. د دوستۍ اظهار په موسكا كېږي او د كركي په ښوولو كي بيا د شونډو كونجونه كښته راځړېږي او پر څېره تريووالى احساسېږي. د دې برعكس په موسكا، د څېرې ګونجي وركي او پر تندي د تريووالي پر ځاى، د سترګو په شا و خوا كي موسكي كرښي ښكاره كېږي. دا خو ظاهري بدلونونه دي، خو د موسكا اغېزي تر دې ډېري دي.
د پوهانو له نظره، د موسكا اغېزي:
۱. په خپل غېږ كي د دوا او علاج غوندي ګټه او اغېزه لري.
۲. انساني د كركي، سپكوالي او مظلوميت له زهرجن احساس څخه ژغوري.
۳. انسان ته ژوند وركوي او ورسره نسبتاً تر ډېره وخته په ژوندي پاته كېدو كي مرسته كوي.
۴. انسان د زړه او نورو ناروغيو څخه ساتي.
۵. انسان له بېځايه فكرونو او پرېشانيو څخه ژغوري.
۶. د عصبي ناروغيو مخه نيسي.
۷. د انسان پر ذهن ښكلې اغېزه لري.
۸. موسكا انسان له ذهني ګډوډيو څخه ژغوري.
۹. موسكا انسان ته د يوې بې ساري خوښۍ احساس وركوي.
۱۰. په ټولنيز ډول هم د موسكا اهميتونه او ګټي لږ نه دي، موسكا د دوستۍ او خلوص ښكارندويه ده او تل د مخاطب په زړه كي دوستانه احساسات زېږوي.
يو ځل موسكى سه!
يو ځل موسكى سه اى جانانه، ستا به څه لاړ شي!
خو زما له زړه نه به كړې ليري، د غمونو پېټي
هغه څوك چي تل موسك وي، په ټولنه كي له خلكو سره د اړيكو په پيدا كولو كي هېڅ مشكل نه ويني. د مقابل لوري موسكا، په خپلي موسكا سره تبادله كوي، زړه يې ډاډه كېږي او د مخته تللو حوصله ورسره پيدا كېږي.
موسكا د خوښوني نښه ده او زموږ ټولو څخه هر څوك په فطري ډول د دې خبري غوښتونكى دى، چي خلك يې خوښ كړي، كار يې وستايي او پر استعداد يې اعتراف وكړي. د ورځني ژوند، د بدو او ترخو پېښو زيانمن شدت هم د موسكا په مرسته كمېدلاى سي، كه چېري موسكا زموږ شعار وګرځي، نو نه يوازي دا چي زموږ په ژوند كي به رنګيني او ګرمي پيدا سي، بلكي هغه خلك، چي موږ اړيكي ورسره لرو، هم يوه تازه او نوې ولوله وركوو او د هغوى خپګان او ستوماني به هم ليري وي.
دا خبره هم يقنيي ده، چي د روغتيا لپاره موسكا همومره اړينه او ضروري ده، لكه څومره چي غذا ده. په دې اړه د ارواپوهانو نظر دا دى، چي كله موږ خاندو او يا موسكي كېږو، نو زموږ د بدن بې شمېره غړي حركت كوي او د دې غړو همېشنى حركت د روغتيا له اصولو سره سم سر خوري.
په موسكا سره بدني ستړيا او ذهني سستيا ليري كېږي او سړى خپل ځان روغ او خوښ احساسوي.
نجونو ته هم موسكي څېرې ښه خوند وركوي، كه چېري تاسي كوم وخت پر يوې نجلۍ، د خپلو موسكاوو ګلان وشيندئ، نو يقيناً به هغه هم په موسكا ځواب دركړي. دا به د دې په مانا وي، چي هغه تا خوښوي.