ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي د ۱۸۲۱ ز كال د نومبر د مياشتې پر يوولسمه نېټه په ماسكو كې، له دربار سره د يوه تړلي رنځپوه په كور كې وزېږېدى.
د مور تر مړينې وروسته يې كورنۍ سينټ پيټرز برگ ته كډه شوله، كه څه هم غريبې وه خو بيايې هم پلار پخپلو بچيانو ډېرې ښې زدكړې وكړې.
پيودر دستايوسكي انجينري ولوسته او څه موده يې د ډيزايننګ انجينر په توګه كار هم كاوه، خو د ناروغۍ له امله يې كار ته استعفا وركړه او په ادبي چارو بوخت شو.
د نوموړې لومړى ناول ( خوارۍ ځپلي خلك) ډېر وستايل شو او دا ورك نومى ځوان يې يو دم مشهور كړ. په سينټ پيټرز كې د اوسېدو له امله يوسكي د بې پيسو اوغريبو خلكو له خواريو اوستونزو ډك ژوند له نژدې وكتى، د غريبو مامورينو حالات يې وڅارل د غريبۍ اوخانۍ تر منځ توپيرونه خو يې وړاندې په پلازمېنه کې هم ښه ليدلي او پېژندلي وو.
نوموړي په ټولنيز ژوند كې د غريبو خلكو د ژوند حالات وليكل، او همدرانګه يې د انسانيت ځپل او ټيټول انځور كړل.
ليكوال په كراره كراره د ټولنيز عدالت د نظريې په لور روان شو، د پيټرز بورګ د غريبو او وږو خلكو د ژوند په ليدلو سره يې پرېكړه وكړه چې نه يوازې به د دې غريبو خلكو د ژوند د حالاتو په اړه ليكنې كوي بلكې په يوه نه يوه ډول به يې مرسته هم كوي.
دستايوسكي په يوه خفيه ټولنه كې هم كار پيل كړ چې زياتره يې زده كړي ځوانان وو، نوموړي په دې ټولنه كې هلې ځلې كولې تر څو روسيه په يوه جمهوري نظام واړوي، خو په خپلو دې موخو كې بريالي نه شول. دى او ملګري يې ونيول شول، او د مرګ سزا ورته واورول شوه، خو وروسته يې سزا بدله شوه او د سايبريا زندانونه ته ولېږل شول.
په سايبريا لس کاله جسماني او اخلاقي ځورونې ورکول شوې، خو په هغه کې يې پر انسان باور او له ژوند سره مينه و نه وژلاى شوه بلکې د انساني ستونزو په اړه يې د هغه نظر نور هم تېز کړ او د ټولنيز عدالت د راوړلو لپاره يې د هغه جوش نور هم ډېر کړ.
په دې کلونو کې ليکوال په روحاني مسايلو هم ننوت او د سوشلزم په برخه کې ښه پوره پوى شو.
نوموړي د روسيې پر حالاتو سختې نيوکې کولې او ويل به يې چې د روسيې د پرمختګ خپله ځانګړې لار ده، هغه لار نه ده چې په اروپا کې يې د غيرانساني سرمايه دارۍ لپاره لارې پرانيستې.
په دې ورځو کې پيودردستايوسکي هغه پياوړي ناولونه (ګناه اوسزا، بې عقل، ځوان او د کارمازو ورونه) وليکل چې نه يوازې په روسي بلکې په نړيوال ادب کې مهم او ځانګړى ځاى لري.
د دستايوسکي د هنر منځپانګه انساني ستونزې او ناخوالې دي، چې ده په هيڅ ډول نه شوې هيرولاى.
نوموړي د اروايي څېړنې په مټ دا وښوده چې څه ډول پرله پسې انساني ستونزې او ظلم د انسان د اروا له ماتې سره مخ کوي. د انسانيت د زرينو پېړيو په اړه فکر او يادونه د ده په ليکنو کې زيات تر سترګو کيږي.
د ليکوال د خوښي او ايډيال انسان انځور د هغه په (بې عقل) ناول کې ليدلاى شو دى وايي چې د نړۍ د چلولو لپاره ظالم او تېرى نه بلکې زړه سوى او زغم په کار دى. عاجز او سم خلک په رښتيني ژوند کې د ستونزو او ناخوالو سره مخ کيږي او خپلو نژدې خلکو ته هم څه نه شي ورکولاى. نوموړى زياتوي په نړۍ کې هيڅ کار هم دومره ستونزمن او ګران نه دى لکه د يوه ښه او ګټور انسان انځور ايستل او څرګندول.
د ژوند ستونزو او ناوړو حالاتو د نوموړي روغتيا ډېره زيانمنه کړه او تر وخت وړاندې يې په ١٨٨١ کال له نړۍ سترګې پټې کړې او په پيټرز بورګ کې خاورو ته وسپارل شوز
د پيودردستايوسکي اثار د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوي دي او نن سبا يې هم خلک په ډېر شوق او مينه لولي.