د لوى پوه، ستر څېړونکي، متبحر عالم، غيرتمن شخصيت ارواښاد استاد اکاډميسن پوهاند عبدالشکور شاد لس عکسونه، هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي.د علامه بابا نور عکسونه به هم انشالله د رنګ له لارې پر ليکه شي.
علامه رشاد په کندهار کې په (کندهار د تاريخ په اوږدو کې) سيمينار له ګډون کوونکو سره، ښاغلي حمد الله صحاف او نعيم ازاد هم ليدل کيږي.
علامه رشاد، په (کندهار د تاريخ په اوږد کې) سيمينار د مشرۍ پر مهال، د سيمينار ټول ګډون کوونکي د علامه بابا عالمانه څرګندونو او غښتلې حافظې ته ګوته په غاښ وو.
علامه رشاد ته د کندهار پخوانى والي يوسف پښتون ډالۍ ورکوي، علامه بابا د خپل درانه شخصيت او سترې پوهې له امله د هر چا په زړه کې دى او تل به وي.
علامه بابا به هر وخت له خلکو سره په ډېره مينه خبرې کولې، درنې خبرې يې د ډېرو د تيارو لارو ډيوې دي.
علامه بابا ځوانانو ته ځانګړى ارزښت ورکاوه اوډېر به يې هڅول، او ټول به يې خپل بلل، د خپلوۍ دا احساس يې ډېر خوند کاوه.
ښکلى سندرغاړى خالق عزيز د علامه بابا سره د هغوى په کور کې، خالق عزيز د علامه بابا ځينې شعرونه په سندرو کې ويلي چې ډېر په زړه پورې دي.
ارواښاد سليمي صيب له علامه بابا سره د هغوى په کور کې، ارواښاد علامه رشاد په مېلمه پالنې او پراخ تندي هم ډېر مشهور دى.
د هغوى کور ته به چې هر څوک ورغى، علامه بابا به يې ډېره ښه مېلمه پالنه کوله او د خداى پامانۍ پر مهال به د کور تر وره پورې ورسره تلى.
د علامه بابا محترم زوى شېرشاه رشاد، او دروند شاګرد يې استاد معصوم هوتک د بابا د درنو اثارو د تيارولو او چاپولو لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې، د دوى دا ستړياوې ډېرې د قدر او ستاينې وړ دي.
علامه رشاد بابا د يوه کتابتون د پرانيستنې پر مهال، بابا به هر وخت ځوانانو ته ويل چې مطالعه وکړئ او په همدې کې ستاسو د بري راز دى.