انار ګل نه خاندي اوس
اوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږي
اوس د پخوا په شانې موږ ته په خندا نه ګوري
ځكه له موږ څخه اوس ډېر خپه دى
دې ته حيران دى چې دا ولې د دې سيمې خلك
دا څو كلونه كېږي
زما راتګ نه په سندرو نه خوښيو لمانځي
بس چې زه وغوړېږم
د ښه راغلي خاطر مې داسې وكړي
چې د خپل ورور په وينو
زما وجود ووينځي
١٣٨٣ کندهار
12.04.2008
- sorosh
دا د هغو ځوانانو د تصويرونو البوم دى، چې ډيرې ښې ځانګړنې لري که چيرې يې همداسې ورځ اوشپه خواري کول يو وخت به زموږ وياړونه وي، دوى ته که هر څومره د ژوند ستونزې ور تر غاړې دي خو بيا يې هم هنر پاللى، خپلې ژبې او خلکو ته يې کار کړى.
رحيم نثار، انځورګر،...
17.04.2008
- sorosh
د لوى پوه، ستر څېړونکي، متبحر عالم، غيرتمن شخصيت ارواښاد استاد اکاډميسن پوهاند عبدالشکور شاد لس عکسونه، هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي.د علامه بابا نور عکسونه به هم انشالله د رنګ له لارې پر ليکه شي.
علامه رشاد په کندهار کې په (کندهار د تاريخ په اوږدو کې) سيمينار له ګډون ک...