دا د هغو ځوانانو د تصويرونو البوم دى، چې ډيرې ښې ځانګړنې لري که چيرې يې همداسې ورځ اوشپه خواري کول يو وخت به زموږ وياړونه وي، دوى ته که هر څومره د ژوند ستونزې ور تر غاړې دي خو بيا يې هم هنر پاللى، خپلې ژبې او خلکو ته يې کار کړى.

 

 

رحيم نثار، انځورګر، ليکګر او ژباړن، نوموړى خيال لري چې په نژدې راتلونکې کې د خپلو اثارو يو نندارتون جوړ کړي.

 

مسعود احمد قريشي، د کندهار د فرهنګي بهير ځوان ملګرى، چې هر وخت د مېلمنو لپاره منډې ترړې وهي، خو زياتره وخت په فکر کوي خداى خبر ولې؟

 

اجمل سوله مل، زوړ وياند خو ځوان شاعر، له هر چا سره ډېره په مينه خبرې کوي، اوس يې د څاروان په نوم د جنوب لويديځې سيمي د ځوانانو لپاره يو غورځنګ هم پيل کړى.

 

هارون حکيمي، تاند شاعر او ليکوال، وياندويي هم کوي، په راډيو کې هم کار کوي، پخوا د ليسې مجلې مرستيال و اوس يې نور هم پرمختګ کړى د شنې پاڼې په نوم يې خپله مجله پيل کړې، تر ډېرو تکړه دى.

 

عمر واحديار، د څو کتابونو ژباړن، د بېنوا فرهنګي ټولنې، ښکلامجلې او بېنوا ويبپاڼې روح روان، هر وخت کار کوي خو وايي يې نه.

 

عزت الله اميد، ځوان ژورناليست او شاعر، اميد جان د خپل درانه شخصيت او ښو اخلاقو له امله په خپلو ملګرو کې ځانګړى ځاى لري، مشر ورور يې هم شاعر دى.

 

احمد ولي عسکرزاده، ليکګر، انځورګر او د اعلاناتو د کمپنۍ څښتن دى، په دې کم سن کې په کاروبار او اداره ډېر ښه پوهيږي، په يوه بله کيسه يې يوازې زه خبر يم.

 

انجينرمشتاق ريدى، هر وخت يې خوله له خندا ډکه وي، د ملګرو ورسره ښه ساعت تېر وي، ژباړې هم کوي. يوه بله خبره دا چې شاعر هم دى خو خپل شعرونه چا ته نه ښيي.