موږ چې له چا سره ياري كړې ده
بس دا مو هسې يو خواري كړې ده
د ژوند له سترو ننګونو وروسته
بيا مو هم وچه بې لاري كړې ده
درد يې هوا غوندې بلا راوړى
زما سره ژوند داسې ځواني کړې ده
نور لېوني يو، خو يو تا پېژنو
جانانه دا مو هوښياري كړې ده
موږ خو د مينې د مذهب خلك يو
تل مو رنګينه شاعري كړې ده
07.04.2008
- sorosh
د رنګ درنو لوستونکو! ستاسو د لا خوښۍ لپاره مو، د (جينکيو خبرې) يوه بله لړۍ هم پېل کړه، چې په کې به د پښتنو خويند خبرې، شعرونه، ليکنې او تصويرونه خپريږي. هيله ده په دې برخه کې مو تاسو هم ملا وتړئ، د دې لړۍ په پيل کې د يوې ځوانې شاعرې او ژورناليستې مرکه درته وړاندې کوو، چې څه موده وړاندې مو د ښکلا مجلې لپاره کړې وه، که چيرې مو هلته نه وي لوستې، دلته يې ولولئ!
په ډېره مينهسروش
۱_ خاطره جانې كه په پيل كې د ښ...
12.04.2008
- sorosh
دا د هغو ځوانانو د تصويرونو البوم دى، چې ډيرې ښې ځانګړنې لري که چيرې يې همداسې ورځ اوشپه خواري کول يو وخت به زموږ وياړونه وي، دوى ته که هر څومره د ژوند ستونزې ور تر غاړې دي خو بيا يې هم هنر پاللى، خپلې ژبې او خلکو ته يې کار کړى.
رحيم نثار، انځورګر،...