د رنګ درنو لوستونکو! ستاسو د لا خوښۍ لپاره مو، د (جينکيو خبرې) يوه بله لړۍ هم پېل کړه، چې په کې به د پښتنو خويند خبرې، شعرونه، ليکنې او تصويرونه خپريږي.
هيله ده په دې برخه کې مو تاسو هم ملا وتړئ، د دې لړۍ په پيل کې د يوې ځوانې شاعرې او ژورناليستې مرکه درته وړاندې کوو، چې څه موده وړاندې مو د ښکلا مجلې لپاره کړې وه، که چيرې مو هلته نه وي لوستې، دلته يې ولولئ!
په ډېره مينه
سروش
۱_ خاطره جانې كه په پيل كې د ښكلا لوستونكو ته ځان ور وپېژنئ!
ځواب - ډيره مننه لومړى د ښکلا مجلې ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم او بيابه ستاسو د سوال په ځواب کې ووايم زه خاطره اسحاقزۍ نوميږم ، د څلرويشتو کالو يم ،ښونځی مې دلې په کابل کې لوستی، او اوس په لمر ټلويزيون کې کار کوم ، مخکې له دي مې بل ځاې کار ندي کړي او پلرنی ځاى مې هم ښکلى کندهار دى او تر اوسه درې ځلې ورغلې يمه.
۲_ څونه وخت كېږي چې د ژورناليزم ډګر ته راغلي ياست؟
ځواب- تقريبا يو کال او شپږ مياشتې کيږي چې ما دي ډګر ته مخ کړې ده.
3-آيا تاسو يوازې د خبرونو پريزينټ كوئ، كه خپله هم راپورونه ليكئ، يا راپورونو پسې ځئ؟
ځواب-دخبرونو پريزينټ کوم ، خبرونه ژباړم ، او ددې تر څنګ يوه خپرونه هم پريديوس او هم پريزينټ وم، راپورنه هم ليکم او د اړتيا په صورت کې په راپورونو پسي هم ځم ،ځکه چې غواړم د ژورناليزم په هر اړخ پوه شم.
۴_په خپل كار كې ځان څونه بريالى احساسوئ؟
ځواب- دا زه نسمه ويلاې دا قضاوت به تاسو ته پريږدم.
۵_ په عمومي توګه په افغاني كورنيو كې د ښځو د كار او زده كړو مخه نيول كيږي، آيا ستاسو مخه چا نه ده نيولې او كه چا درسره مرسته كړې وي نو هغه څوك دى؟
ځواب- بلې، له بده مرغه چې زموږ ډيرې خويندې له دا ډول ستونزو سره مخ دي، او هغوی نشي کولاي چې له کور څخه بهر کار او يا زده کړې وکړې، خو له نيکه مرغه زما مخه چا نه ده نيولې او د کورنۍ ټولو غړو زه هڅولې يمه .
6- ستاسو په اند د ښځو كار او زده كړې څومره مهمې دې ځينې خلك وايي چې ښځې زده كړې او كار ته اړتيا نه لري؟
ځواب- زده کړه خو پر هر مسلمان مومن فرض ده که ښځه وي او که نر او زما په اند ښځه بايد زده کړه، ولري ځکه چې همدا ښځه مور هم ده او که يو مور زده کړه ونه لري نو خپل د ورځنيو چارو ستونزې او د اولادونو د ښوونځي ستونزې به څنګه اوارې کړي او زمونږ راتلونکى نسل به څه زده کړې.
۷_ ستاسو په اند بايد څه وشي چې زموږ په ټولنه كې ښځې وكولاى شي زده كړې او كار وكړي؟
ځواب- په لومړي سر کې بايد د هغوی امنيت خوندي وي او د ښوونځيو زمينه برابره شي څو ميندې او پلرونه وکړای شي خپل نجونې په ډاډه زړه ښوونځي ته پريږدي او د زده کړې له نعمت څخه برخمنې شي او کار خو بيا وروستۍ خبرې دې .
۸_ زموږ په ټولنه كې نن سبا ښځې له كومو ستونزو سره مخ دي، چې بايد اواري ته يې پام وشي؟
ځواب- نن سبا زمونږ خويندې مېندې له بېلا بيلو ستونزو سره مخ دي، خو د بيلګې په توګه به زه دا يوه ستره ستونزه ياده کړم، چې هغه اجباري ودونه دي اوبايد په دې اړه رغنده ګامونه پورته شي.
۹_ كله_ كله چې خپل ځان خپله پر ټي وي ګورې څه احساس كوې؟
ځواب- په زړه پورې پوښتنه ده کله چې زه خپل ځان د ټي وي پر مخ ګورم نو ضرور د خوښۍ احساس کوم.
۱۰_ ځېنې عامې نجونې وايي، هغه نجونې چې په تلوېزونونو او راډيو ګانو كې كار كوي، ډېرې مغرورې وي آيا دا خبره رښتيا ده؟
ځواب – دا نه منم ځکه چې هيڅ انسان له بل انسان څخه برتري يا توپير نه لري او که يوازې هم برتري لري نو هغه هم په اخلاقو کې ده او غرور خو هم يوازي له خداي سره ښايي .
۱۱_ موږ لږ_ لږ خبر يو چې ته شعرونه هم ليكې، شاعرۍ ته مو بيا څه پام شو؟ څونه وخت كيږي چې شعرونه ليكې؟ او څونه شعرونه به مو تر اوسه ليكلې وي؟
ځواب-زما د زړه پوښتنه مو وکړه يو کال کيږي چې د شعر نړۍ ته مې مخه کړې او زما په اند شاعري يو احساس دى کله چې موږ وغواړو خپل احساس بيان کړو نو ارو مرو مونږ يې نشو ويلى، نو هغه خپل احساس په شعر کې بيانوو او تر اوسه مې څه ناڅه يوه ټولګه شعرونه ويلي دي .
۱۲_ خپل كوم شعر دې تر ټولو خوښ دى كه يې لوستونكو ته ووايې خوشال به شو؟
ځواب- زه خپل ټولو شعرونو سره مينه لرم ځکه چې په هر يوه کې زما احساس او زما شتمنې نغښتې خو دا يو نظم به درنو لوستونکو ته وړاندې کړم.
نجلۍ او سپوږمۍ
يو نجلۍ وه ښاپېرۍ وه
بس د حسن دنياګۍ وه
د ښكلا سارى يې نه و
بس ګلاب وه بس هيلۍ وه
د هغې د مخ ښکلاته
وه حيرانه دنيا پاته
يوه شپه په بام شوه پورته
كړ يې مخ د سپوږمۍ لور ته
سپوږمۍ تته شوه پيكه شوه
د نجلۍ د ښكلا زور و
سره لمبه وه خو ايره شوه
سپوږمۍ ږغ وكړ نجلۍ ته
ها د حسن دنياګۍ ته
دا دې څه را باندې وكړه
سپينه ورځ دې راتياره كړه
ژر شه ژر شه وايه وايه
چې ته څوك او څه بلا يې
او تر ما ولې بالا يې
نجلۍ ږغ كړ، زه ښكلا يم
زه يو تالنده برېښنا يم
دا زما د حسن زور و
چې شوې خړه اوپيكه شوې
دا زما د حسن زور و
سره لمبه وې خو ايره شوې
سپوږمۍ چوپه يو شيبه شوه
بيا يو دم له غوسې سره شوه
ښكلې زه يم څو مره ښه يم
چې د هر سړي په زړه يم
په هر شعر كې زه يادېږم
ټوله شپه ګوره ځلېږم
ما ته ګوره ځان ته ګوره
ته زما په مخ كې هيڅ يې
نجلۍ وويل په كبر
ته زماپه مخ كې هيڅ يې
ما ته ګوره ځان ته ګوره
لږ دې ځير شه و څېرې ته
د خپل مخ و دايرې ته
دې خپل داغ ته دې اوس پام شو
سپين سهار در ته ماښام شو
خو زما و مخ ته ګوره
هيڅ يو داغ به پيدا نه كړې
اوس نو وايه
ښكلې ته يې او ښه ته يې ؟
ته د هر سړي پر زړه يې ؟
نجلۍ وخندل ښايسته شوه
خوسپوږمۍ له ژړا شنه شوه
۱۳_ ستاسو خپله څه ډول شعر خوښيږي؟ او ستاسو په اند اوس مهال په پښتو كې د چا شعرونه ښه دي؟
ځواب- زما هغه شعر خوښيږي چې ژوندی احساس پکې وي، ژوندی احساس په دې مانا کله چې زه هغه شعر ولولم او خوند ترې واخلم هغه شعر مې خوښيږي او موږ له نېکه مرغه په پښتو ژبه کې ډېر ښه او وتلې شاعران لرو د هر يوه شعرونه ښکلي دي،ما مخکې هم وويل چې هغه شعرونه ښکلي وي چې احساس ولرې که د هر چا وې.
۱۴_ تاسو څه فكر كوئ، چې د شعر او ژورناليزم دوه ډګرونه خو ډېر سره بېل دي څنګه مو دواړه پر يوه وخت ټاكلي؟
ځواب- په دي اړه څه نشمه ويلاى ځکه چې هغه متل خو به تاسو اوريدلى وي، وايې زړه چې مين شو ښايست نه غواړي ، خوب چې درغی بالښت نه غواړي.
۱۵_ كه تاسو ته څوك ووايي چې غواړې ښه ژورناليسته شئ، كه ښه شاعره كوم يو به وټاكئ؟
ځواب – دواړه ، ځکه ژورناليزم مې مسلک دى او له شعر سره مينه لرم.
۱۶_ وايي د شاعر زړه ډېر نازك وي، آيا كله دې داسې دردوونكى خبر لوستى يا جوړ كړى چې خپله دې ورته ژړلي وې؟
ځواب- نه يوازې د شاعر بلکې پر دردونکې خبر خو د هر مومن ژړا راځي، خو زه تر اوسه د داسي يو خبر سره نه يمه مخ شوی .
۱۷_ د خبرونو لوستلو په اړه كه دې يوه جالبه خاطره راته وواياست؟
17- هره ورځ او هر يو ساعت يوه خاطره ده ځکه چې د نن ورځ په سبا کې نشته او د خبرونو يوه خاطره به مې تاسو ته ووايم کله چې د ژورناليزم نړۍ ته مې نوې مخه کړې وه، نو لايف خبرونه مې نه وه ويلي او يوه ورځ يوه پيښه وه او ماته يې وويل چې دا بريکينګ نيوز او نور خبرونه ژر په راډيو کې ووايه او زه هم ولاړم خبرونه مې ولوستل کله چې خبرونه خلاص شول ددې پر ځاى چې ووايم خبرونه پاى ته ورسېدل ستاسو له پاملرنې څخه مننه نو ما وويل دا و ددې ساعت خبرونه ستاسو له پاملرنې څخه (مممه )، دا ماته ډېره جالبه وه.
۱۸_ څه مو خوښ دي او له څه مو ډېر بد راځي؟
ځواب- په هر ځای او هر شي کې مې يووالی او يوموټيتوب خوښيږي خو د نفاق څخه ډيره کرکه لرم.
۱۹_ په كورنۍ كې تر ټولو څوك ډېر در باندې ګران دى؟
ځواب- ټوله کورنۍ زښته زياته راباندې ګرانه ده په ځانګړې توګه مور جانه او پلار جان مې.
۲۰_ په مركو كې زياتره وخت دا پوښتنه كيږي چې لوستونكو ته څه پيغام لرې، زه به هم د هغو چم وكړم او همدا پوښتنه به وكړم چې لوستونكو ته څه پيغام لرئ؟
ځواب – لوستونکيو ته مې پيغام دا دى چې راځئ په ګډه سره خپل وطن او ژبې ته كار وکړو خپل د نيکونو ميراث په پرديو داړمارانو ونه خورو او څو چې زمونږ په توان وي خپل هيواد او ژبې ته خدمت وکړو څو لکه چې موږ ته د نيکونو تاريخي ميراثونه پاته دي ، زمونږ راتلونکى نسل هم زمونږ د کړنو له ميراث څخه برخمن شي.