ستا هره خندا کنه
وژني مې اشنا کنه
ستا د لېونۍ مينې
نشته انتها کنه
شپه ډېره اوږده شوله
خداې دې کړي رڼا کنه
ټوکې نه دي عشق کول
ژاړي په ژړا کنه
ګرانې د ژوند لارې دي
سا دې شي بې سا کنه
بيا دې غلي وخندل
بيا دې وکړه غلا کنه
بيا به نوى لوظ کړې
بيا به وې چې بيا کنه
خوله که، را  له ،را نه کړې
جام خو ،را له، را کنه
تا چې وې چې، ستا يمه
خداى دې کړه زما کنه
غلي به نغمې نه کړم
وايي دې ملا کنه
لاړ شي ترې بس يو سړى
ورانه شي دنيا کنه
شمېر کړم په پوهانو کې
خپلې لېونتيا کنه
يه امجده! ستا غزل
واه کنه، وا_وا کنه