زېږېدنه: ١٨٨١
مړينه: ١٩٧٣
د نوې نړۍ تر ټولو لوى انځور ګر او د بربنډې انځورګرۍ بنسټ اېښودونکى پيکاسو د هسپانيې په ملاګا ښار کې زېږېدلى دى. ځواني يې په بارسلونا کې تېره شوې، او هلته د هنرونو په اکاډمۍ کې پروفيسر و.
پيکاسو په ١٨٩٦ کې په اکاډمۍکې داخل شو، او له خپل پلار څخه يې د انځورګرۍ بنسټيز اصول زده کړل.
په دې بل کال ميډرډ ته ولاړى،او په ١٩٠٣ کال يې فرانسې ته سفر وکړ ، هلته نوموړي د (شين پړاو) انځورګرۍ پيل کړې. دې پړاو ته ځکه شين وايي چې پيکاسو په کې د مايوسو، خپه او ناروغو خلکو او د سرکس د لوبغاړو انځورونه يوازې په شنه رنګ انځور کړل.
تر دې وروسته د ده د هنر ګلابي يا کلاسيک پړاو راځي.
نوموړي پس له دې د انځورګرۍ ټولې کيسې پرېښودې او دوه کاله يې د افريقې د حبشيانو د پخوانيو انځورګريو او سنګ تراشۍ ژوره مطالعه وکړه. بيا يې د دوو کالو لپاره د لويو انځورګرانو څخه د (زاني) د شهکارونو پرله پسې زده کړه او مطالعه وکړه.
له دې دوو سرچينو څخه تر الهام اخيستو وروسته په ١٩٠٩ کال کې د هغه د (کيوبزم) پړاو پيل شو.
په ١٩٢٠ کال د هغه په هنر کې يو بل بدلون راغى، چې په کلاسيک طرز کې به يې د رښتيني ژوند انځورونه جوړول.
تر دې وروسته يې د بربنډو انځورونو سره ډېر شوق پيدا شو، تر نړيوالې جګړې وروسته يې کلالي پيل کړه او په ويلارس کې يې د کلالۍ يو ستر کارځاى جوړ کړ.
پيکاسو د امن لاروى و، د نوموړي په لاس جوړ شوي هنري اثار تر ډېره د امن لويې نښې وې.
د پيکاسو د هنر څو بيلګې:
ستاسو په دې انځورونو کې کوم يو ډېر خوښ شو؟
او ولې؟