بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه
له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه
نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم
نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه
درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي
څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه
اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاى
ښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه
اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې
سروش خوشال يم ډېر او ډېر په اندېښنه كي يمه
08.02.2008
- sorosh
شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمهبيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمهنن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وينن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمهبيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونهتياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمهاوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځينن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمهاغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزلسروشه څومره فاصله ده، بيا يوازې يمه...
10.04.2008
- sorosh
زېږېدنه: ١٨٨١مړينه: ١٩٧٣د نوې نړۍ تر ټولو لوى انځور ګر او د بربنډې انځورګرۍ بنسټ اېښودونکى پيکاسو د هسپانيې په ملاګا ښار کې زېږېدلى دى. ځواني يې په بارسلونا کې تېره شوې، او هلته د هنرونو په اکاډمۍ کې پروفيسر و.پيکاسو په ١٨٩٦ کې په اکاډمۍکې داخل شو، او له خپل پلار څخه يې د انځورګرۍ بنسټيز اصول زده کړل. په دې بل کال ميډرډ ته ولاړى،او په ١٩٠٣ کال يې فرانسې ته سفر وکړ ، هلته نوموړي د (شين پړاو) انځورګرۍ پيل کړې. دې پړاو ته ځکه شين وايي چې پيکاسو په کې د مايوسو...