شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمه
بيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمه
نن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وي
نن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمه
بيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونه
تياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمه
اوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځي
نن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمه
اغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزل
سروشه څومره فاصله ده، بيا يوازې يمه
۵/ ۲/ ۲۰۰۸ شپه
09.02.2008
- sorosh
ډېرو درنو دوستانو سلامونه او ښې چارې ! لکه تاسو ، چې خبر ياست سږ کال د يونېسکو له خوا د ژبو کال او د فبرورۍ 21 مه ( د کب دويمه ) نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومول شوې . څرنګه چې له بده مرغه لاتر اوسه هم په مېليونو پښتانه ماشومان نه شي کولی په خپل هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او څرنګه...
01.04.2008
- sorosh
بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاىښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې سروش خوشال يم ډېر او ډ...