ډېرو درنو دوستانو سلامونه او ښې چارې !
لکه تاسو ، چې خبر ياست سږ کال د يونېسکو له خوا د ژبو کال او د فبرورۍ 21 مه ( د کب دويمه ) نېټه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نومول شوې . څرنګه چې له بده مرغه لاتر اوسه هم په مېليونو پښتانه ماشومان نه شي کولی په خپل هېواد کې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او څرنګه چې حکومتي چارواکي له بيا بيا ژمنو سره سره نه غواړي پښتنو ماشومانو ته د دوی انساني او قانوني حق ورکړي .
ستاسو په نظر:
په مورنۍ ژبه زده كړه څومره مهمه ده؟
د نشتوالي په وخت كې يې كومې ستونزې رامنځته كيږي.
موږ ته څه كول په كار دي؟
31.01.2008
- sorosh
نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړيستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړيڅومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړىزړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړيجوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شيزما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړيدار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې ويستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړيتا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي
...
08.02.2008
- sorosh
شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمهبيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمهنن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وينن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمهبيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونهتياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمهاوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځينن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمهاغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزلسروشه څومره فاصله ده، بيا يوازې يمه...