نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړي
ستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړي
څومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړى
زړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړي
جوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شي
زما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړي
دار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې وي
ستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړي
تا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه
دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي