د اېپل كمپيوټر كمپنۍ څښتن سټيو جابز د نړۍ تر ټولو نرى او نازك ليپ ټاپ (ميك بك اير) نړۍ ته ورپېژانده.
د دې كمپيوټر پلنوالى نژدې دوه سانتي متره دى، او يو اشاريه درې كيلو وزن لري چې په سان فرانسسكو كې يې له مخه پرده لرې شوه، بايد ووايو چې دا ليپ ټاپ په يوه لفافه كې هم ايښودل كېداى شي.
د سټيو جابز په وينا چې دا د انجينرۍ يوه حيرانوونكې كارنامه ده، ټيټ بيې كمپنۍ ايپل د اينټل كمپنۍ سره يو ځاى د دې ليپ ټاپ لپاره يو ځانګړى پريسوسور تيار كړى دى.
د كمپيوټر غټوالي د مخنيوي په موخه سي ډي، يا ډي وي ډي چلوونكى (ډرايور) نه دى په كې جوړ شوى، دا په بشپړه توګه يو وايرلس (ګرځند) ماشين دى او په نژدې دوو اونيو كې به بازار ته راشي، په بريتانيا كې به د دې ليپ ټاپ بيه يوولس سوه پونډه او په امريكا كې به اتلس سوه ډالره وي.
د نوموړي ليپ ټاپ هارډيسك اتيا ګيګا بايټه دى او د زرو ډالرو په بيه څلورشپېته ګيګا بايټه سالډ سټيټ هارډ ډرايور هم ورلګېداى شي.
دا ليپ ټاپ د سوني، ډيل او ايسوس كمپنيو د پرمختللو ليپ ټاپونو سره د سيالۍ په موخه بازار ته وړاندې شوى، دې ټولو كمپنيو وړاندې ډېر نري ،نازك او ګرځنده ليپ ټاپونه جوړ كړي چې د (يادښت كتابچې) نوم يې وركړى.