27.01.2008
- sorosh
ښكلې جانانه زه د دې لپاره او بس د دې لپاره چې ياره ستا د بېلتانه غمونه هغه د درد په څېر ترخه غمونه بس د يو څو لږو شېبو لپاره يو څه لږ هېر غوندي كړم نو د همدې لپاره جانانه بنګ څكومه خو ها لوګى ناځوانه هغه د بنګو لوګىچې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي نو ستا تصوير جوړ كړياو ماته وير جوړ كړي۲۹/ ۱۲/ ۱۳۸۱
&...
30.01.2008
- sorosh
د اېپل كمپيوټر كمپنۍ څښتن سټيو جابز د نړۍ تر ټولو نرى او نازك ليپ ټاپ (ميك بك اير) نړۍ ته ورپېژانده.د دې كمپيوټر پلنوالى نژدې دوه سانتي متره دى، او يو اشاريه درې كيلو وزن لري چې په سان فرانسسكو كې يې له مخه پرده لرې شوه، بايد ووايو چې دا ليپ ټاپ په يوه لفافه كې هم ايښودل كېداى شي.د سټيو جابز په وينا چې دا د انجينرۍ يوه حيرانوونكې كارنامه ده، ټيټ بيې كمپنۍ ايپل د اينټل كمپنۍ سره يو ځاى د دې ليپ ټاپ لپاره يو ځانګړى پريسوسور تيار كړى دى.د كمپيوټر غټوالي د مخنيوي...