د رنګ ويبپاڼې درنو ليدونكو او لوستونكو، او ګرانو ملګرو، دا ځل مو بيا له خپلو ګرانو ملګرو سره په انځورونو كې ټوكې كړي، هيله ده خوښې مو شي.
د رنګ بل البم به په دې ترتيب وي چې يو به په كې د ماشومتوب او يو اوسنى تصوير خپريږي تر څو خلك ستاسو د ژوند سفر په سترګو وويني. نو د مهربانۍ له مخې خپل دوه تصويرونه يو د ماشومتوب او يو اوسنى د رنګ پرپته راوليږئ!
سروش
دا هم ښاغلى بازمحمدعابد او دا يې د زړه خبره.
د كندهار ځوان ژورناليست جانان مومن، تاسو ده ته څه مشوره وركولاى شئ، كه نه دى خپله هم پوه سړى دى.
د شپون پروډكشن مسول محبوب الله محبوب په اسلام اباد كې، ولا ستا دې خبرې موږ هم حيران كړو.
مشهور شاهر نذير احمد نذير، او د لر او بر ويبپاڼې مسول عبدالله احسان، د حالاتو مجبوري بده بلا ده...
هيله من صيب او ښاغلى كنډيوال وياندويان دي، خو د دوى تر منځ سړه جګړه څه له؟
له ښي خوا نه صالح محمد صالح، عبدالنافع همت، اجمل سوله مل او فضل احمد انيس، زه خو وايم چې داخبرې جګړې ته و نه رسيږي... خو دا چې په تاسو كې څوك ستر دى موږ به څه ووايو؟
عبدالحميد فراز چې پخوا ترابي و، موږ هم حيران يو چې ده ولې له شاه رخ سره سيالي را اخيستې؟
احسان الله جرس ځوان او نوښتګر شاعر، ستا د دې خبرې په اړه به څه ووايو خو دومره ويلاى شو چې هيڅ نه شو ويلاى.غم مه كوه خداى مهربانه دى ليرې نه ده چې ستا به د واده ډوډۍ وي او د قانع به پرې حملې وي.
بيا هم ښاغلى احسان الله جرس او سيد احمد قانع، خو نور موږ هم نه پوهيږو چې دوى څه كوي او څه وايي.
ښاغلى محمديار، انتقام او مختار احسان، خو احسانه وروره په دې اړه ځينې خلك وايي چې خاندي، ځينې وايي ژاړي، ځينې وايي پرينچى ورغلى او ځينې بيا وايي سخت متوجې دى.