په ماشومتوب کې مې يو کتاب لوستى و، ډېره په زړه پورې کيسه په کې راغلې وه، چې يو هلک له کونړ نه په مېلمستيا کابل ته راځي، او د خپل ملګري سره په کابل کې له عجيبه ښاري پېښو سره مخ کېږي، څه موده وروسته همدا ملګرى يې کونړ ته ځي هلته يې هماغه ملګرى د کونړ په ښکليو سيندونو، باغونو، ځنګلونو او نورو ګرځوي، همدې کيسې تر اوسه زما په ذهن کې خپل جوړ شوي تصويرونه ټينګ ساتلي، خو ما به فکر کاوه چي دا کونړ به څنګه ګورو. خداى ډېر مهربانه دى چې څو ورځې مخکې مې په کونړ کې د (کونړ سيندمشاعرې) جوړېدو خبر واورېد.
د  نوي کال د وري مياشتې په اتمه نېټه، په کابل کې د عيدګاه جومات مخې ته ورغلم، ډېر ملګري راټول شوي وو، اسرار کريمزى او ډاکټر خوشال روهي د موټرونو په تيارولو لګيا ول، ښه ډېر وخت تېر شو، نور ملګري هم راغلل زه هم د اسرار کريمزي ، ذبيح الله احساس او نورو ملګرو سره د هغوى په موټر کې د روان شوم.
په لاره کې ملګرو ښه ډيرې ټوکې وکړې، ډېر مو وخندل، ناوخته مازيګر د جلال اباد سپين جومات مخې ته ورسېدو، چې زموږ نور ملګري زموږ نه مخکې هلته رسېدلي وو.
دلته ټول ملګري بيا سره راټول شول، او  په نورو ګاډو کې د کونړ پر خوا روان شوو، پر لارې مو د ماښام لمونځ وکړ، تياره وه. ما غوښتل چې د کونړ ووينم خو د تيارې دې کور وران شي هيڅ مې هم و نه ليدل.
نژدې د شپې نهه بجې به وې چې د اسداباد ښار ته ننوتو، هلته په ګرين هوټل کې د مېلمنو لپاره تيارى نيول شوى و، ښه ډېر شاعران، ليکوالان راغلي وو. له پېښور نه اسدلالا، سردار يوسفزى او حاجي صيب ايوب هم را رسېدلي وو.
ما له ټولو سره ستړې مه شې وکړه، د سردار يوسفزي په ليدلو ډېر خوشاله شوم، ځکه سردار يوسفزي په خپل ښکلي ږغ او ښکلو سندرو زموږ ډېر مجلسونه ښکلي کړي وو.
سردار بيچاره هم طالع نه لري، ډيرې ښکلې سندرې وايي، ښکلي کمپوزونه جوړوي، د پښتو د نن سبا ډېر مشهور سندر غاړي د ده پر سندرو ميلې کوي او د ده پرسندرو تر شخوند وروسته د شهرت اسمان ته رسيږي. چې ښه بېلګه يې د ده ښکلې سندره (تړلې کډې مې بيا پاتې د جانان کړې) ده چې کمپوز او موسيقي يې د ده ده، خو خلک په خبر هم نه دي.
دلته مو په ګرين هوټل کې ډوډۍ وخوړه، او د کونړ د اطلاعاتو کلتور رياست خوا ته پلي روان شوو، ډيره ښکلې هوا وه، د کونړ د سيند شور يو ډول موسيقي ږغول.
ما ته يې ډېر خوند راکاوه، دا شور او د کابل شور ډېر توپير درلود، په کابل کې د موټرو، خلکو، الوتکو شور سړى څومره ستړى کوي، کابل کې نن سبا د تنفس لپاره پاکه هوا هم نشته.
په اطلاعاتو او کلتور رياست کې ډېر خلک راټول شوي وو، ډيرې چوکۍ ايښودل شوې وې، خو پر دريځ د هيڅ شي درک هم نه.
موږ ټول انتظار و، چې يو چا خپل ملګري ته په غوږ کې وويل چې د رياست څنګ ته د تبليغيانو مرکز دى او د هغوى هم څه پروګرام دى، شاعرانو ته يې اخطار ورکړى چې پام موسيقي و نه ږغوئ.
زه حيران شوم، ما خو اوريدلي وو چې داتبليغيان ډېر نرم خلک دي، له خلکو سره په ډېره نرمي چليږي، خو بېرته مې په زړه کې وويل چې ځه دوى هم ملامت نه دي، کېداى شي کوم لوى پروګرام به يې وي، او موږ ته هم په کار نه ده چې مزاحمت يې وکړو.
دلته مو ډېر انتظار وکړ، ادريس غروال او ملګري يې د دريځ پر شاه او خوا منډې ترړې وهلې، يو وخت چې ګورم سټيج، او د ږغ سيسټم راغى.
ما فکر وکړ چې ياره دا خو په کار وه چې مخکې له مخکې لګيدلي واى، خو خير لومړۍ هڅه وه او لومړۍ تجربه وه دا به ضرور په کې راځي.
سټېج تيار شو، ږغ سيسټم هم کار پيل کړ، اومشاعره پيل شوه. ډېرو شاعرانو خپل شعرونه وويل، کله چې اوبرنګ ته وار ورسېد نو هغه په ټوکو وويل چې لومړى تاسو ټولو ښاغلو مېلمنو او په ځانګړي ډول د کونړ مېلمنو ته ښه راغلى وايم چې د مخ چوکۍ يې نيولې.
زما په دې وخت کې پام شو رښتيا هم ټول ځايونه د کونړ ملګرو نيولي وو، زياتره مېلمانه دې خوا ها خوا ولاړ وو.
اوبرنګ په خپلو ښکلو سندرو او تمثيل مشاعره خوندوره کړه، رمضان صائم هم په خپل وار ډېر طنزيه شعرونه او سندرې وويلې، چې خلک يې ډېر وخندول.
د مشاعرې پاى ته رسېدو وروسته ملګرو وويل چې نه خامخا به موسيقي کوو، څنګ ته يو تالار وو، ټول سامان هلته يووړل شو. ډېر زيات ملګري وو. په پيل کې له پېښور نه راغلي ځوان سندغاړې خيال ګل په ښکلې ږغ څو سندرې وويلې، ورپسې د سردار يوسفزي وار راغى، هغه هم څو ښکلې سندرې وويلې خو نور موسيقي ږغوونکي لکه چې سم نه و ورسره بلد، سردار ته يې هم ډېره مزه ور نه کړه.
پروګرام پاى ته ورسېدى، موږ لاړو ګرين هوټل ته، چې رښتيا ووايم کونړيانو تر پکتياوالا ښه تيارى نيولى و، په دومره لويه کچه په کونړ کې دا لومړى پروګرام و، خو پکتيا کې وړاندې هم څو داسې مشاعرې جوړې شوي وې.
د سهار چاى مو د سرې مياشتې په رياست کې وڅښلې، هلته ډاکټر صيب  شفيق چې ډېر ښکلى مجلس يې هم کاوه، اسد لالا او سردار يوسفزي ته د سهار د چايو مېلمستيا کړې وه.
اسد اباد ډېر وړوکى خو ډېر ښکلى ښار وو، شا اوخوا غرونه او سيند، ښکلې هوا او ښکلي خلک، ما ته ټولو ډېر خوند راکاوه.
نژدې نهه بجې به وې چې د مشاعرې ځاى ته راغلو، دا د ١٣٨٧ کال د وري نهمه نېټه  وه مشاعره پيل شوې وه، د دريځ پر سر د کونړ والي سيد فضل الله واحدي، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اصف صميم، حاجي حسام الدين حسام، نبي صلاحي،عبدالغفور ليوال ، ډاکټر خوشحال روهي، اسدالله دانش،استادلال پاچا ازمون او محمد ابراهيم هوتک ته د مشرانو په توګه ځاى ورکول شوى.
د وياندويې چارې د ادريس غروال او کرياب پر غاړه وې، خو داسې مالومېده چې دوى پخپلو منځو کې د پروګرام په اړه ښه سم تيارى نه و نيولى.
په مشاعرو او پروګرامونو کې اوس يوډول دود ګرځېدلى چې په پيل کې پيغامونه ويل کيږي دې مشاعرې ته هم ښه ډېر پيغامونه، د کاغذ، ږغ او ټيلفون له لارې وارول شول.
تر دې وروسته اسرار کريمزي د افغان کلتوري ټولنو دجرګې په استازيتوب  دروان فرهنګي بهير ارزونه وکړه، ډېر وړاندېزنه يې وړاندې کړل، خداى دې فرهنګيانو ته همت ورکړي چې د هغه وړانديزونو د پلي کېدا په اړه لاس په کار شي.
ورپسې استاد حبيب الله رفيع وينا وکړه او شعر يې واوراوه، د کونړ والي د مشاعرې د جوړېدا په اړه ډېره خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې نور به هم کار کوي او کونړ به د بيارغونې له اړخه په ټولو پېژني.
تر دې وروسته مشاعره پيل شوه، ډېرو شاعرانو په کې شعرونه وويل چې ځينې يې په دې ډول وو: محمدحسن حسام، ذبيح الله احساس، لال پاچا ازمون، اورنګ صميم، زړه سواند شينوارى، نوراجان بهير، مطيع الله وصال، هجرت الله اختيار، لمرنيازى، عبدالغني هاشمي، ميران، شفيع الله تاند، بازمحمدعابد، عبدالغفار شباب، رمضان صائم، شرر ساپى، يوسف غيرت، عبدالغفور لېوال، محمد اصف شينوارى او اوبرنګ.
څنګه چې مشاعره ګرمېده، همداسې هوا هم ګرمېده، تر ټولو زيات پر دريځ ناست مشران له ګرمۍ سره لاس او ګرېوان وه، ما فکر کاوه چې دوى به هم وايي چې تېر له دې دريځه کاش چې يو  بل ځاى سيوري ته ناست واى.
ما فکر وکړ چې دمشاعرې جوړوونکو ته په کار وه چې د سيوري لپاره يې د خېمو انتظام کړى واى.
تر مشاعرې وروسته د ميډالونو برخه پيل شوه،څلور ميډالونه ووېشل شول، زه خوشاله شوم چې ياره نن سبا په پښتنو کې دا حساس پيدا شوى چې خپل پښتانه په ژوندوني ولمانځي او د چوپړ احسان يې ومني.
د بهاوالدين مجروح په نوم ميډال ډاکټر داود جنبش، د عبدالخالق اخلاص په نوم ميډال د کونړ والي سيدفضل الله واحدي، دمحمد کبير ستوري په نوم ميډال ډاکټر محمدابراهيم شينواري، او د طاهر فرهاد په نوم ميډال شېرولي شېر ته ورکول شو.
تر دې وروسته ښاغلي استاد محمد آصف صميم، او استاد حبيب الله رفيع ته د درنښت لپاره لونګۍ ور پر سر شوې.
د مشاعرې د پاى وينا استاد محمد اصف صميم وکړه، ده وويل چې دا مشاعره بايد په دې نوم جوړه شوې واى چې دا به رڼا راوړي، استاد هيله وښوده چې دا پروګرام به ځوانانو ته د نور او لا زيات کار همت ورکوي.
د غرمې د ډوډۍ وخت راغى مېلمانه بېرته د ګرين هوټل خوا ته روان شول، هلته د ډوډۍ پر مهال ټولو د مشاعرې په اړه خبرې کولې، ځينو ويل ډېره ښه وه، ځينو ويل داسې په کار نه وه.
يوه ملګري وويل چې دې د کونړ والي ته يې هسې ميډال ورکړ، دا يې هيڅ وړ نه دى. خو زه وايم چې نور د ولس او دې دولتيانو تر منځ فاصله په کار نه ده، پرېږده چې دوى هم دا ولس خپل وبولي، زما دا باور دى چې د همدې ميډال په زور به د کونړ والي ډېر کار کوي، او د کونړيانو دا مينه به يې هر وخت سترګو ته دريږي.
د غرمې تر ډوډۍ وروسته مازيګر مهال له نورو ملګرو سره د کونړ سيند خوا ته ولاړو.
سيند ډېر شور کاوه، اوبو يې له تېږو سره په ډيرې مستۍ سرونه جنګول، ياغيتوب يې سخت خوند راکړ او د سيد بهاوالدين مجروح هغه ټول شعرونه مې سترګو ته ودرېدل چې د کونړ د سيند په غاړه يې دې ياغي سيند ته يې ويلي و:

د کونړ ازاده سينده! مست خراب يې
ناپاياب لکه زما د زړه درياب يې
نه دمه کړې، نه درېږې، نه ارام کړې
نه دې شاته، نه دې خوا ته نظر پام کړې
هى بهېږې شور ماشور کړې تر ابده
ماوار د دې دنيا له ښه او بده
هى روان يې درومې درومې تل تر تله
ابدي سندرې وايې خوږه خپله

اې زما د زړه دريابه ناارامه!
د ابد په لوري درومې بې انجامه
هى روان يې ته څپې څپې داستان يې
هم دنن،هم د پرون د هر زمان يې...
 يو ځاى د سپورت لپاره د لوبغالي جوړېدو کار روان وو، مازيګر مهال ډېر ځوانان د پوټبال او واليبال په لوبو بوخت وو.
دا شپه مې هم په کونړ کې شوه، دا شپه ډېره په زړه پورې دکونړ ډېر ملګري راغلي وو، رمضان صائم ډيرې په زړه پورې کيسې وکړې، ډېر زيات مو وخندل.
رمضان صائم ډېر ښکلى فنکار دى، زه هيله لرم که دى د خپلو نورو کارونو تر څنګ د تمثيل خوا ته هم پام وکړي هغه ورځ لرې نه ده چې دى به هم د ممنون مقصودي غوندې زموږ وياړ وي.
سهار له حاجي صيب ايوب سره د جلال اباد په لوري روان شوو. کونړ ډېر ښکلى و، داسې ښکلې منظرې ما يوازې د هندي فلمونو په سندرو کې ليدلې وې. ډېره  ښکلې هوا وه، د غنمو په کروندو کې ځاى ځاى ښځې او ماشومان لګيا وو کار يې کاوه  دې هر څه د سړي  روح ته نوى ژوند ورکاوه. ما اسد لالا ته وويل چې ياره که لغمان شين او ښکلى دى نو دا کونړ هم ځان ته يو څه وايي.
جلال اباد ته ورسېدو، د مزار او کابل نور مېلمانه هم دلته وو. سردار يوسفزى مو د سرې مياشتې په دفتر کې پرېښود تر څو ارام وکړي. زه له اسدلالا، داود عربزي، شېرحسن کمالزي او د سرې مياشتې له ريس قريش سره لغمان ته روان شوم.
دا مهال لغمان د سړي زړه وړي، هره خوا شنه وي، هر څه خوښ ښکاري او هر څه نوى وي.
هلته مو د اسدلالا د پلار په دېره کې مېوه وخوړه چاى مو وچښلې، او له حاجي صيب مرستوال سره مو ښه د مزې بانډار وکړ.
حاجي صيب ډېر جالب سړى دى، چې په ژمي کې ورشې نو د دوبي مېوه به درته رواړي که په پسرلي کې ورشې نو د مني په مېوو به دې موړ کړي. د ګلانو هم سخت شوقي دى، ما ته يې وويل که يو څو ورځې وروسته راشې نو دېرش ډوله ګلابونه او څو ډوله نرګس به درباندې وګورم.
مازيګر و چې له لغمانه د جلال اباد په لور روان شوو، استاد لال پاچا ازمون او ملګرو يې د ښاروالۍ په مېلمستون کې د غزل شپه جوړه کړې وه، مشاعره و شوه، ماښامنۍ مو ووهل، د سردار يوسفزي موسيقي مو واورېده. د ښاروالۍ مېلمستون ډېر ښکلى و، يو چا راته وويل چې د دې تر څنګ هم ډېر ښکلى ځاى جوړ شوى، د ګل اغا شېرزي تر راتګ مخکې دلته ډېران جوړ  و.
شپه مو په مېلمستون کې تېره کړه، سهار مو له شفيق جان سره چاى وکړ، شفيق وويل چې زه به سردرا يوسفزى تر تورخم پورې رسوم، زما هيڅ زړه نه کېده چې سردار لاړ شي، خو د ژوند ستونزو ته به سړى څه وايي.
اوس چې کابل ته زموږ د راتګ خبره شوه او وامې ورېده چې د ماهيپر لاره بنده ده او په لته بند به ځو، ځمکه مې له پښو وښوېېده.
لته بند!!! خداى دې ستا د سر دښمن هم نه پر پېښوي.