ويليم شكسپېر د 1564م كال د اپريل په مياشت كي، د يوې بزګري طبقې اړوند، د لندن په اسټراټفورډ نومي ښار كي زېږېدلى دى. د هغه پلار ژان شكسپېر په وار ويشكاير (WarR Wickshire) كي د مالونو او باغونو يوې ساتونكي كورنۍ سره تړاو درلود. د ويليم شكسپېر د پلرونو او نيكونو لړۍ تر څوارلسمي عيسوي پېړۍ پوري معلومه سوې ده. د شاعر (ويليم شكسپېر) پلار ژان شكسپېر د خوراكي شيانو پلورونكى و، چي د اسټراټفورډ په ښار كي د ادن نومي درياب پر غاړه د خوراكي شيانو لكه، غوښو او داسي نورو موادو په پلورلو بوخت و.
دا خبره هم ډېره مشهوره ده، چي ويليم شكسپېر ته يې د قصاب زوى وايه، د شكسپېر پلار تر ډېري مودې پوري په خوښۍ ژوند تېراوه او په خپلو ګاونډيانو كي د ډېر عزت څښتن و، ان د خپل هېواد په ټولنيزو چارو كي به يې ونډه اخيسته، چي يو ځل ښاروال هم وټاكل سو.
ژان شكسپېر په 1557م كال كي د ميري اردن (Marry Arden) په نامه له يوې نجلۍ سره، چي د يو ډېر لوى خان او ځمكه وال لور وه، واده وكړ او له هغې څخه لومړى ويليم او وروسته څو نور اولادونه وزېږېدل.
په دغه وخت كي ژان شكسپېر له ډېرو ناوړو حالاتو سره مخ سو؛ په مالي او اقتصادي مشكلاتو كي راښكېل او په 1578م كال كي يې له ډېري مجبورۍ څخه د خپلو ځمكو او شتمنيو زياته برخه ګرو او ښه پوره ډېوالي سو.
دا لومړۍ ستونزه او غم و، چي ويليم د خپل عمر په پيل كي په اخته سو. ياني د خپلي كورنۍ د شتمنۍ زوال يې په خپلو سترګو وليده او هغه دا هم وليدل، چي پلار يې څنګه د عزت او شتمنۍ له لوړو څوكو څخه د ذلت او خوارۍ ژورو كندو ته ولوېد.
ويليم شكسپېر خپلي لومړنۍ زده كړي او د لاتيني ژبي لومړني تمرينونه د اسټراټفوډ په عالي ښوونځي كي سر ته ورسول، خو په دوولس كلنۍ كي يې له مجبورۍ څخه زده كړي پرېښودې، چي له خپل پلار سره د غريبۍ او مفليسۍ په وخت كي مرسته وكړي. پنځه كاله وروسته يې د شاټري (Shattry) سيمي د يو بزګر له لور سره، چي اناهاتوي (Aone Hattauy) نومېده، واده وكړ، چي له دې سره يې د ژوند ستونزي او غمونه نور هم زيات سول.
د شكسپېر له خپلي ښځي څخه، چي تر ده اته كاله مشره وه، درې اولادونه وزېږېدل؛ يوه لور يې سوسنا (Sossana) او دوه زامن چي يو يې هامنټ (Hamnet) او بل يې ژوديت (Judith) نومېده.
شكسپېر له ډېري مجبورۍ څخه د اسټراټفورډ ښار پرېښود او د بخت ستوري يې تور سول، چي له همدې كبله يې د خپل هېواد ژوند پرېښود، لندن ته ولاړ او څه موده هلته د تياتر (نندارې) په كمپنيو كي، چي د ډېرو لويو لويو خلكو تر لاس لاندي وې، په ممثلينو كي شامل سو، چي ډېر ژر د تكړه ممثلينو په ليكه كي ودرېد.
په هغو لويو خلكو كي يو لارډ چمبرلين (Sord Chamberlain) و، چي شكسپېر ډېر باندي ګران و.
شكسپېر لومړى هلته (پلنډي) و، چي وروسته يې د ممثل په توګه كار پيل كړ. بيا يې پرمختګ وكړ او د ممثلينو د كار د نظم مسوول وټاكل سو. وروسته يې د خپل فطري او خداى وركړي پوهي، استعداد او عقل په څرګندولو سره، د ډرامه ليكلو قلم په لاس كي واخيست، چي په پايله كي د نړۍ له مشهورو او لويو ليكوالانو څخه وشمېرل سو.
په 1592م كال كي هغه پر ډرامه ليكني سربېره، په تمثيل كي هم برخه اخيسته، چي څو كاله يې همداسي تېر كړل.
په 1603م كال كي د هغه نوم د انګلستان په هغه ممثلينو كي ياد سو، چي د انګلستان پر پاچا (لومړي جيمس) ډېر ګران وو. د ډرامه ليكني كار د اسټراټفورډ د كليوالي نجلۍ (اناهاتوي) لپاره ډېر ګټور تمام سو او هغه د خپلي كورنۍ د ستونزو او غمونو په له منځه وړلو كي بريالۍ سوه. ډېرو خلكو ويل چي شكسپېر په كال كي سل لېرې تنخوا اخيسته او پر دې سربېره يې د ډرامو او كيسو ليكلو له لاري هم ډېري پيسې لاسته راوړلې. هغه هر كال لږ تر لږه دوې ډرامې ليكلې، چي پر هره ډرامه يې لس ليرې اخيستې او په 1599م كال كي يې د ډرامو اجوره زياته سوه. پر همدغه كال يې په لندن كي د ګلوب (Globe) په نامه په يوه نوي تياتر كي برخه واخيسته، چي ډېره زياته ګټه يې په لاس راوړه. هغه همدغه پيسې ټولي او په خپل هېواد كي يې يو څه ځمكه پرې رانيول، چي په 1597م كال كي يې په دغه ښار (اسټراټفورډ) كي يو بل ځاى هم رانيو. تر دې وروسته يې په 1602م كال كي سل جريبه ځمكه نوره هم رانيوله، چي ورځ په ورځ يې په عزت او دولت كي زياتوالى راته. له بله پلوه د هغه خوږ قلم او زړه راښكونكو ليكنو هغه د لندن په خاصو او عامو خلكو كي مشهور كړ، چي شهرت يې نور هم زيات سو.
اوس نو شكسپېر هم د اديبانو او شاعرانو په ټولۍ كي د لوړ عزت څښتن و او هم ورته د غټانو، سردارانو او شتمنو په ناسته كي په خورا عزت او درناوي كتل كېده. هغه تل خپل نظمونه او شعرونه د هېواد د لويو لويو خلكو په نامه خپرول، لكه څنكه چي هغه (وينس او اډونس) نظم د (هنري وريوزټلي) په نامه چي د (سوتا مټن) د سيمې سردار و، ونوماوه. يو كال وروسته يې د(Rope of Luccrece) په نامه خپل شعرونه د همدغه لوى سردار په نوم خپاره كړل.
له دغو شعرونو څخه څرګندېږي، چي د ادب (اشعارو) او د ښكلي بدلې (انعام) د اړيكو لړۍ د همدغه شاعر او همدغه سردار تر منځ تل روانه وه. ويل كېږي چي ويليم شكسپېر خپل ځيني نور شعرونه د (پيمبروك) د سيمي د والي (هربرټ) په نوم خپاره كړل.
په 1596م كال كي د شكسپېر زوى (هامنټ) مړ سو، چي دې غم د شاعر اروايي ستونزي او غمونه نور هم زيات كړل.
په هر حال، د پرله پسې كلونو په منځ كي تر 1611م كال پوري د شكسپېر ډرامې او ليكني هم خپرېدلې، چي ده به د خپل ورځني ژوند د سمولو لپاره ډېره زياته پاملرنه ورته كوله. تر دې وروسته يې له ورځني او عملي ژوند څخه بېل او د اسټراټفورډ په ښار كي يې يو ځاى رانيو. كله چي په (1616م كال) شاذونادر لندن ته راغى، نو ويليم شكسپېر هم په همدې كال كي له دې نړۍ سره مخه ښه وكړه.
لنډيز: شكسپېر د 1564م كال د اپريل په مياشت كي چي 73_ 972 هـ سره سمون خوري، د لندن د اسټراټفورډ په ښار كي وزېږېده او پر 1616م كال د اپريل د مياشتي پر 15نېټه چي د 1025هـ ق سره سمېږي، په هماغه ښار (اسټرافورډ) كي وفات سو.
زه (ليكوال) په 1933م كال كي د اسټراټفورډ ښار ته ولاړم، هلته مي د ويليم شكسپېر د مقبرې زيارت وكړ، چي په يو ښه پاك، شين او زرغون ځاى او د زړو ونو په منځ كي پرته وه. د شكسپېر د هغه وخت بنسټونه او اثار اوس هم پاته دي، لكه هغه كور چي دى په كي پيدا سوى او هغه باغ چي ده د ژوند ډېرې ورځي په كي تېرې كړي وې، ټول مي وليدل او د توت تر هغه وني لاندي چي شكسپېر په خپله شنه كړې وه او اوس يې هم څانګي شنې او زرغونې دي، هلته د يو ګړي لپاره كښېناستم او په هغه تياتر كي، چي هغه لوى شاعر او ليكوال د لكونو پونډو په لګولو سره، په هغه ښار كي جوړ كړى و، د ځينو ډرامو ليكلو وخت وموند.