د کلاسيکي ادب پوهانو او په خصوصي توګه د لانجائنس دا وېنا چې د نۀ مړکېدونکي فن د تخليق دپاره د تخيل لوړتيا د لازمي عنصر حېثيت لري، نن هم د لوړ فن د پېژندګلو تر ډېره حده يو حتمي پېمانه ده. دا ځکه چې فن او ارټ د ژوند د حقيقتونو تصويرونه راکاږي.
دا د ژوند Image تخليق کوي او د دې دپاره د لوړ تخېل Sublime imagination وجود ضروري دى. له دې کبله د فن جاج اخستونکي دپاره د تکنيکي عواملو کتو سره سره د تخيل څېړنه د فنپارې قدر و قيمت معلومولو دپاره بېخي ضروري ده.
په دې بنياد کۀ د صاحب شاه صابر شاعري او په خصوصي توګه د هغۀ نظم ته وګورو نو د شاعرانه تخيل درې حوالې په نظر راځي. په نورو ټکو کښې مونږ دا وئيلى شو چې د صابر ارفع تخيل په دريو اډاڼو ولاړ دى. يا دا چې د صابر فن درې پرتونه لري او دې پرتونو د صابر شاعرۍ کښې بيلا بيلې معنې زېږولې دي.
د صاحب شاه صابر د شاعرانه تخيل وړومبے پرت د هغۀ تخليق کړي علامتونه دي. دې کښې د ټولو نه جامع علامت ،خوبدى. د صابر خوبونه د ژوند د سوکالۍ سره د هغۀ کمټمنټ هم دى. دې کمټمنټ ته ځان سپارل هم، خپل نظم ((هغه کوڅه)) کښې وائي:
حالات سنګين سهي خو
داسې سنګين خو نۀ دي
دومره غمګين خو نۀ دي
چې د سړي د سترګو
خوبونه وتښتوي
يادونه وشوکوي
د خپل ماضي يادونه
د مستقبل خوبونه
دې کښې څۀ شک نشته چې د صابر خوبونه د هغۀ د تخيل هغه رنګونه دي چې کوم هغه د دنيا هر ګُټ کښې، هر کلي او چم کښې شيندل غواړي. د بې وسۍ د زنځير شلولو ارمان، د سماجي انصاف د روڼ سبا رڼا، ګورو تيارو کښې د نمر څېرې. دا ټول رنګونه د صابر د تخيل ځانګړې دنيا تخليق کوي. لکه چې نظم \"سوال\" کښې وائي:
ما د تورې شپې په زلفو
څۀ بلا خوبونه وليد
ما د دې دنيا د مخه
د دنيا خوبونه وليد
او دا ځکه چې کله صابر د خپلې ژورې مشاهدې په زور وويني چې د بې وسۍ تيارې ورځ په ورځ ګوريږي د انسانانو اجتماعي وجود ورځ تر ورځ وېنۀ وهي، د سوکالې ګلونه رژيږي او د بې وسو او بې کسو ارمانونه بلېږي نو په چغو شي:
هر پرهر مې هغسې
څړيکې کوي اور کوي
خوږ ځيګر مې هغسې
سترګو ته پېغور کوي
ځان ته ملامته شوم
يو خوب مې رښتيا نۀ شو
نور خوبونه نۀ وينم
د صاحب شاه صابر د شاعرانه تخيل دويم پرت د هغۀ د مجردو احساساتو امېجري ده چې پکښې شدت هم دے او ترنم هم. لکه چې يو باکماله استکار د رېښمو نه يو زړۀ راښکونکے رخت جوړوي. يا يو کولال د خاورې او خټې نه رنګارنګ لوښي وجود ته راولي. صابر دا ځانګړې امېجري د استعارو، تشبيهاتو او تلازمو نه ترتيبوي او مجردو احساساتو ته جسماني شکل وربخښي. په دې حواله هغۀ د کالرج د Objective Corelatine د تصور پوره پوره حق ادا کړے دے. صابر کۀ يو غاړې ته د دې امېجري په وسيله د کلتوري، سماجي او انفرادي معنو يو ګڼ شمېر رنګونه تخليق کوي نو بلې غاړې ته د عالمي سياست جدليات هم په ګوته کوي. وائي:
په چمن کښې که ګلونه کۀ ازغي مري
خو زما د کور ښائست زما سپرلي مري
دا مې لويه بدبختي نۀ ده نو څۀ ده
په پردي جنګ کښې زما د بڼ زمري مري
د صابر د دې امېجري يو بل زړۀ راښکونکے مثال د هغۀ د ګلوبل کېپټلزم د قوتونو په کلتوري مظاهرو د يرغل اظهاردى. په نظم ((هغه کوڅه)) کښې وائي:
اوس په هغې کوڅه کښې
خاورې رېګونه نشته
وران دېوالونه نشته
رغښتي کورونه نشته
کاڼي ټوپونه نشته
اوس په هغې کوڅه کښې
هر خوا پاخۀ کورونه
د خښتو سرۀ کورونه
هر خوا پاخۀ فرشونه
د صابر د شاعرانه تخيل درېم پرت د ترنم او خيال امتزاج دى. دلته د صابر فني هنرمندي ډېره ښه په نظر راځي. د اظهار داسې زمکې او وزنونه منتخب کول چې د راګ په سرونو کښې ډېر په اسانه نغمې کېدى شي. ډېره لويه هنرمندي ده. د داسې هنرمندۍ دپاره د ميډيم يعنې د شاعرۍ په صورت کښې د ژبې د اندروني ساخت او نورو بيلابيلو اړخونو نه پوره خبرېدل ضروري ګڼل کېږي. صابر خپله يوه سندره کښې وائي:
په کابل مۀ وروئ
مۀ وروئ
نور د بارودو باران مۀ وروئ
کابل زمونږ د مينې کور دى
مۀ وروئ
کابل زمونږ د سترګو تور دى
مۀ وروئ
دې سندره کښې چې د بارودو باران، د مينې کوراو د سترګو تور نه کوم امېجز د ذهن په پردو تصوير کېږي هغې نه مونږ ټول خبر هم يو او احساس کولى ئې هم شو. دا عمل بذات خود د تخليق د رفعت يو لوئ مثال دى. د صابر دا سندره، سندره هم ده، نغمه هم ده او د اجتماعي شعور ترانه هم. د صابر د شاعرانه تخيل د درېم پرت يو بل لوى مثال د هغۀ هغه غزل دى چې د پښتونخوا ډېرو خوږ ژبو سندرغاړو نغمه كړى دى.
ورېځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
لر کړه د مخې آئينه لرې کړه
ما د حېرت د بيابان راوله
سپرليه زۀ به دې احسان ومنم
خو تۀ د ځان سره جانان راوله
د لوړ شاعرانه تخيل سره سره د صابر شاعري د فکر د لوړوالي بڅري هم لري. د کمال خبره دا ده چې شاعرانه فن کښې د فکر دې اظهار فن مجرد کړے نۀ دے. دا شاعري پروپېګنډه نۀ ده. دا د اخلاقياتو نصح خواني هم نۀ ده او نۀ دا محض د ليلا د رخسارونو رومانوي خط اظهار دى. دا د صابر د اعلى کچ هنرمندي ده. بلې غاړې ته دې فکري اړخ د هغۀ فن ته ژورتيا او پوخوالے هم وربخښلى دى. د هغۀ نظمونه د شک او شعور، ژوند او (نۀ) د هغۀ د فکر نمائنده نظمونه دي.
صابر شک د شعور پوړۍ ګڼي، ځکه چې شک Sceplicison بنده په لټون مجبوروي او لټون د نوي علم د تخليق لارې ټاکي او دا معلومه خبره ده چې د نوي علم تخليق د انسان اجتماعي شتمنۍ کښې زياتوالى راولي. لکه چې وائي:
دا اوږده لاره د شک ده
نېغه لاره د درک ده
شک کۀ هر څو د زړۀ نول دى
خو بې شکه څۀ معقول دى
چې په شک شعور موندى شي
خو صابر محض د نوي علم په زېږون نۀ دلاسه کېږي. هغه د نوي علم په رڼا کښې د جمود فکري روايت هم چيلنج کوي ځکه چې د هغۀ په نظر کښې فکر او مبارزه د يو سکې دوه اړخونه دي. خپل نظم (نۀ) کښې وائي:
نۀ يو ټكى دى يو غږ دى
يو افت دى يو غضب دى
چې په کومه ژبه واوړي
هغه ژبه دائمي شي
لافاني شي، لا ثاني شي
د چا راج ته خطره وي
د چا تاج ته خطره وي
د صابر (نۀ) د جمود نفي ده، د جبر او استحصال نفي ده، د غلامۍ او بې وسۍ نفي ده.
د صابر د فکر يو بل دلچسپ اظهار د هغۀ نظم (ژوند) کښې موندى شي. دې نظم کښې کۀ صابر يو خوا د ژوند د مظاهرو په تنوع يقين څرګند کړى دى نو بل خوا دا دعويٰ هم لري چې ژوند د تاريخ په هر پړاو د خپلې دفاع قوت لري. ژوند تورو تمبو شاته وغورځولى شي خو بيا هم رڼا زېږوي، ښائست ودانوي، مينه ځوانوي، د انصاف او برابرۍ شمع بله ساتي. صابر وائي:
چې د ژوند سازونه نۀ مري
د احساس رنګونه نۀ مري
مينه نۀ مري ښکلا نۀ مري
هغه دوي چې رنځولي
هغه دوي چې څوک وژلي
هغه هغسې ژوندي دي
زۀ خبريم په خبره
د صابر فکر د ژوند د بيلا بيلو اړخونو د ساتلو او په دې کښې د نور وسعت راوستو دپاره د مبارزې نوم دى.
د ژوند د بيلا بيلو حقيقتونو د اظهار دپاره صابر ښکاره کائناتي مظاهر لکه غرونه، سيندونه، او ګلونه او مجرد کلتوري علامتونه لکه کوڅه، کلى، اولس او شناخت په داسې معنو په کار راوستي دي چې په ډېره استکارۍ د حقيقت بيل بيل تصويرونه راکاږي. دې ته مونږ د صابر د شعري فکر پراختيا اونۀ وايو نو څۀ ووايو.
د فنکار د حسن او ښکلا شعوري يا لا شعوري تصور د دۀ د تخيل او فکر لوړتيا کښې لوى رول لري. د صاحب شاه صابر د حسن تصور کښې درې اړخونه د ذکر وړ دي. د دې تصور وړومبى اړخ د هغۀ د ژوند بيلا بيلو مظاهرو سره بې کچه مينه ده. لکه چې وائي:
حسن چې ګلونه شي رنګونه شي
زړونه بهارونه بهارونه شي
دا ښکلي د کوم سپرلي د کوم کلي
هسې چې لږ وخاندي ګلونه شي
د حسن د دې تصور دوېم اړخ د صابر د حسن د علامتونو او اشعارو په ذريعه راښکلى د حسن شډلوالى (Rusticity) دى. مونږ ته دې ياد وي چې په نولسمه پېړۍ يورپ کښې په لويه کچه متاثر کوونكى ادبي تحريک رومانيت (Romanticism) هم Rusticity د حسن علامت ګرځولى ؤ ځکه چې کۀ Rusticity يوې غاړې ته د خالص علامت دى نو بلې غاړې ته د Elitism په ضد هم راځي. د صابر د حسن دريم اړخ خودمختاري او ازادي ده او په رومانوي منطق د دې دويم اړخ لازمي نتيجه ده. د صابر نظم د ((بمبوريت د يو کلاشې پېغلې په نوم)) د هغۀ د حسن د تصور ډېر خوندور اظهار کوي. دې نظم کښې د هغۀ د حسن د تصور درې واړه اړخونه په ډېره ښه توګه څرګندېږي.لکه چې وائي:
د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې
د غرونو د ښائست په ګړنګونو بلې شمعې
منم چې ستا د کلي په کورونو کښې تېرې دي
منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي
خو تۀ د خپل ښائست د پېغلتوبه خبر نۀ ئې
خو تۀ د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نۀ ئې
او د خودمختارۍ څرګندونه هم دې نظم کښې داسې کوي:
شپېلۍ وهي شپېلۍ وهي چې ګرځي په پټو کښې
چې زړۀ دې وشي ګډه شي د کلي په کوڅو کښې
د خپل زړۀ د خپلې خوښې د انا په تار غږيږې
په چا چې دې زړۀ ورشي د هغۀ سره ګډېږې
تۀ دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار ئې
تۀ دلته د خپل زړۀ د خپلې خوښې اختيار ئې
کۀ مونږ خبره راغونډوو نو داسې وئيلے شو چې ملاکنډ اېجنسۍ کښې زېږېدل، د سياسي مبارزې مېدان ته راټوپ وهل، د تحقيق په ستړو لارو تلل او فلسفې سره نزدې تړون ساتل ټول داسې عوامل دي چې د صابر شاعرانه فکر او تخيل ته ئې ناپاياوه ځلا وربخښلې ده. د صابر تاريخي شعور، د هغۀ د کتلوري ارتقاء ژوره مشاهده ده او د سياسي او اقتصادي عواملو مطالعه د هغۀ تخليقي دنيا پراخه کړې هم ده او خوندوره کړې هم. صابر د بې کسه آهونو او اسويلو نه داسې خوندوره نغمه تخليق کړي چې د سر او تال په ترنم کښې دردونه ناويلې شوې کيسې ووائي. د سماجي بدلون د عواملو داسې علامتونه وزېږوي چې په لوستو يا اورېدو ئې د ارتقاء يو رنګين تصوير مخې ته ودرېږي.
له امجد شهزاد نه مننه چې دا ليكنه يې رنګ ته راوليږل