دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زما
زۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يم
زۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يم
زۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ د حق په مرسته کښې هر چا نه زَړَوَر يمه
زۀ د قام د ټولو کشالو ځنې خبر يمه
زۀ د هر بې وسه د سر سيورى يم، څادر يمه

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ به د تيارې تيارې اولس ذهن روښانه کړم
زۀ به د نفرت او کرکې هره خونه ورانه کړم
زۀ به دا دنيا د محبت په لار روانه کړم

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ په اودۀ زړونو کښې جذبه غواړم، ژوندون غواړم
زۀ د هر انسان د زړۀ قرار غواړم، سکون غواړم
زۀ د ژوند جمود کښې ارتقاء غواړم، بدلون غواړم

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ په زړۀ کښې درد لرم، جذبه لرم، همت لرم
مينه په ګوګل کښې د همه انسانيت لرم
زۀ بېرغ د امن خپلو لاسو کښې اوچت لرم

زۀ يم ننګيالى پښتون