ستا بې وفايي به را ته ياده وي
خپله بې وسي به را ته ياده وي
شيخه د ثواب او د ګنا كيسه
ډېره سرسري به را ته ياده وي
كومه چې مې ستا په نامه كړې ده
هغه شاعري به را ته ياده وي
سر كه مې د مرګ په كمر ولګي
ستړې زندګي به راته ياده وي
خپله فقيري به را نه هېره شي
ستا عزيز خاني به راته ياده وي
20.05.2008
- sorosh
دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زمازۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما
زۀ يم ننګيالى پښتون
زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يمزۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يمزۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم
زۀ يم ننګيالى پښتون
زۀ د حق په مرسته کښې هر چا نه زَړَوَر يمهزۀ د قام د ټولو کشالو ځنې خبر يمهزۀ د هر بې وسه د سر سيورى يم، څادر يمه
زۀ يم ننګيالى پښتون
زۀ به د تيارې تيارې اولس ذهن روښانه کړمز...
06.06.2008
- sorosh
باران ووريږه، په شېبو ووريږهما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده
زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانهودريږه مه بارانه، زما د زړه لپارهد كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده
زه هم زړګى لرمه، دا زلمى شوى زړګىد حسرتونو په اور، كې سوى لوى زړګىما هم د د دغه زړه د مينې جواري كړې ده
زه هم د چا د سترګو، جنت ليدل غواړمهزه هم د چا په نظر، ځواني شيندل غواړمهما په غربت كې د الفت په سر خاني كړې ده
زه د سايل د سند...