باران ووريږه، په شېبو ووريږه
ما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده
زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانه
ودريږه مه بارانه، زما د زړه لپاره
د كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده
زه هم زړګى لرمه، دا زلمى شوى زړګى
د حسرتونو په اور، كې سوى لوى زړګى
ما هم د د دغه زړه د مينې جواري كړې ده
زه هم د چا د سترګو، جنت ليدل غواړمه
زه هم د چا په نظر، ځواني شيندل غواړمه
ما په غربت كې د الفت په سر خاني كړې ده
زه د سايل د سندرو، ژوندى ساتلى يمه
هر خوا چې تلى يمه، بېرته راغلى يمه
سايل زموږ د هر ارمان ترجماني كړې ده
01.06.2008
- sorosh
ستا بې وفايي به را ته ياده ويخپله بې وسي به را ته ياده ويشيخه د ثواب او د ګنا كيسه ډېره سرسري به را ته ياده ويكومه چې مې ستا په نامه كړې ده هغه شاعري به را ته ياده ويسر كه مې د مرګ په كمر ولګيستړې زندګي به راته ياده ويخپله فقيري به را نه هېره شيستا عزيز خاني به راته ياده وي...
06.06.2008
- sorosh
د ارواښاد محمد دين ژواک نوم د پښتو هنري نثر او د معاصرو داستاني ادبياتو په مطالعه کې خپل ځای لري .هغه په افغانستان کې د پښتو د نوي هنري ـــ داستاني نثر او په عامه توګه د افغان معاصر ادبي بهير د دويم نسل له کتاره دی چې د استادانو له تجربو د زده کړې او راتلونکي نوي هنري ـــ داستاني ځوان نسل ته د ورزده کړې منځنی ليکوال نسل يې ګڼلی شو .په تېره بيا د شلمې پېړۍ د شپېتمو ميلادي کلونو په اوږدو کې د هغه ادبي نثرونه ، داستاني طرحې او کيسې د پاملرنې وړ دي . د ارو...