د ارواښاد محمد دين ژواک نوم د پښتو هنري نثر او د معاصرو داستاني ادبياتو په مطالعه کې خپل ځای لري .
هغه په افغانستان کې د پښتو د نوي هنري  ـــ داستاني نثر او په عامه توګه د افغان معاصر ادبي بهير د دويم نسل له کتاره دی چې د استادانو له تجربو د زده کړې  او راتلونکي نوي هنري  ـــ داستاني ځوان نسل ته د ورزده کړې منځنی ليکوال نسل يې ګڼلی شو .
په تېره بيا د شلمې پېړۍ د شپېتمو ميلادي کلونو په اوږدو کې د هغه ادبي نثرونه ، داستاني طرحې او کيسې د پاملرنې وړ دي . د ارواښاد ژواک نثر خپلې ځانګړنې لري . لکه استاد عبدالله بختانی خدمتګار چې وايي :
(( منثور شعر که د پښتو ادب په ګلبڼ کې  لرغونې عنعنه ولري او که دا په کې زموږ په لاسونو نوی کرل شوی ، زرغون شوی او غوړېدلی عصري ګل وي ، په دواړو صورتونو زموږ د ملي ادب د ښکلا او غنا يوه ارزښتمنه پانګه ده . د ژواک صاحب قلم  د دې  ژانر ډېرې ښې نمونې ايجاد کړې دي چې په خاطرو ، طنزونو ، ديالوګونو ، سپينو شعرونو او ادبي ميناتورونو شامل دي .)) (١)
استاد خدمتګار دغه راز زياتوي :
(( کله چې زه د زيري مدير وم نو په جريده کې به موږ په پښتو ادبياتو ، نظم اونثر ، شعر او شاعرۍ نقادانه بحثونه کول . تصادفاْ ما په خپله کومه ليکنه کې له ژواک صاحب نه هيله کړې وه چې دی ډېر اعلی ادبي نثر ليکلی شي ، نو همدا دې وليکي او همدې ته دې ترقي ورکړي ، که نظم ترې پاتې شو نو خير دی ، ځکه چې موږ د ژواک صاحب په شان د ادبي نثر ليکوال کم لرو او شاعران اوناظمان خو شکر ډېر دي ، نو ژواک صاحب په خپله يوه ليکنه کې له نظم نه توبه وايستله او ليکنه يې ما خپره کړه .
دېرش کاله وروسته زه د((هېواد)) مسوؤل  مدير وم ، ژواک صاحب يوه ورځ زما دفتر ته راغی نو له سلام عليک او روغبړ نه  يې وروسته په خندا راته وويل : بختانيه ، ما خو توبه ماته کړې ده ، ما وې توبه تا ته کله ټينګېدای شي ! هغه وې : ما غزل ليکلی دی . ما وې زر کوه راته يې واوروه . هغه ډېر اعلی معياري غزل و ، د خپل عمر اته شپېتم  کال يې هم په کې ياد کړی و . . . )) (٢)
د ارواښاد ژواک د ادبي نثرونو زياته برخه هنري نثرونه دي چې ادبي ټوټې او منثور شعرونه يا ((شاعرانه نثرونه)) هم ګڼل کېږي . په دغو نثرونو کې يوه برخه يې داستاني نثرونه هم دي . دغه داستاني نثرونه خپلې ځانګړنې لري چې دلته به پرې وغږېږو .
د دغو نثرونو يوه برخه د  ((پرونۍ هنداره)) په نوم چاپ او خپره شوې ده . د پرونۍ هنداره په سريزه کې ارواښاد امين افغانپور ليکي :
(( د ژواک د پرونۍ هندارې په نامه اثر چې دی يې افسانې بولي ، د فورم له پلوه هغه ډول ته ورته دي چې نن ورځ په معاصر ادب کې يې د طرحې يا سکيج ــ پلاټ په نامه يادوي چې البته ډېر زيات  داستاني  عناصر او د لنډداستان عناصر په کې شته دي .)) (٣)
((پرونۍ هنداره))  د ټولګې په بڼه په ١٣٥٧ ل . کال خپره شوې ده، خو ليکنې يې پخوانۍ دي . په دغه اثر کې (٢٨) ټوټې داستاني نثرونه ، داستاني طرحې او کيسه ډوله شاعرانه  نثرونه ځای شوي دي . د ځينو سرليکونه يې دا دي :
دلته په دلکشا کې ، سپينکو ، سرۍ ، پلی سياح ، سپينې واورې بادېدلې مګر . . . ، پتيره نه شوه تاوان ! ، دا رشوت آباد دی ، درجار شم دا خو شهيد آس دی ، آ نوک مات شو ، احمده ستا کلا خو ستا همت و ، مريمه او نور .
 د ارواښاد ژواک د داستاني نثرونو ځانګړنې په لنډيز سره په دې توګه شمېرلی شو :
١.  د هغه په داستاني ليکنو ، کيسو او داستاني طرحو کې يې هم د داستاني او کيسه يي نثر پر ځای د ادبي اوشاعرانه نثر خوا ته پاملرنه زياته وه ، هغه غواړي په کيسو کې هم شاعري وکړي او يا دا چې په شاعرانه نثر کې کيسه وکړي . يوې بېلګې ته يې دلته پاملرنه کوو:
(( د سره ماغوت کرتۍ او د تور ماغوت پتلون يې پېشخدمتانو پخو لا اوتو کړی دی  . امير نن شپه د شينکي آسمان ستوري  د حوض په مينځ کې د کنديلونو په رنګارنګ کولو کې بل ډول ليدل غواړي .
د دربار د مينځو بڼې څه ژړې ښکاري . دوی د بيبيانو د جوړولو او سينګارولو په سيالۍ کې  د مسابقې د ګټلو دومره لويه هيله نه لري  چې هره مينځه خپله بي بي تر هغې بلې ښايسته وښيي  . د دربار د وره  د لورې وږمې د لندن د رااستول شوو عطرونو  لېونۍ عطررېزۍ  د حضور د شاهيانو دماغونه له لېونۍ مستۍ سره مخامخ کړي دي  . . .  د امير انتظار او د امير د دربا د بيبيانو تلوسه ګوټې  ! . . . . )) (٤)
په دغو ليکنو کې د شاعرانه نثر او د يو ډول داستاني شاعرۍ پولې ډېرې نرۍ دي  او کله کله د يو او بل حدودو ته ورداخلېږي .
٢.  د ارواښاد څېړنمل ژواک داستاني آثار د نن د هنري  ـــ  داستاني  معيارونو لنډې کيسې نه دي . داسې يو ډول نثر دی چې داستاني بيان لري خو د معاصرې لنډې کيسې  تخنيکي ځانګړتياوې نه شي پوره کولی  . کولی شو داستاني طرحو ته يې نږدې و ګڼو ، خو پوره داستاني طرحې هم نه دي  .
٣.  په کيسو کې يې شاعرانه تصوير په داستاني تصوير ونو هم بدلېږي  . دغه داستاني صحنه څه ښه انځوروي  :
(( د کوټې يو اړخ ته  ګلو د پيل مرغانو يو وړوکي سېل ته دانې اچولې ، هلته څه  لېرې  نرۍ جګې ښځې  له کړکۍ څخه سر راوويست او په قهر يې وويل :
ـــ  ته لا نه يې خلاص شوی ؟
د پيل مرغانو پالونکي په ډېر تلوار دانې د پيل مرغانو مخې ته ورواچولې او په منډه په  کوټې ننوت . جګې ښځې چې د پيل مرغانو پالونکی وليد ، چغه  يې کړه :
ـــ  کوچ ولې لږ شوي دي ؟ بادار دې همدومره لږ کوچ  خوري ؟
ګلو لاس و پښه شو ، زېړ الوتلی رنګ ، وارخطا ګوري ، په ډېرې وارخطايۍ  يې وويل :
ـــ  زه او کوچ خوړل ! هغه پاتې شوې ډوډۍ چې تا ماښام راکړه  ، هغه حلاله ، بل شی حرام !
نرۍ ښځې  د لاسونو له موښلو سره چيغه کړه :
ـــ  حرامي ! نو ما خوړلي دي ؟   . . . .  ))  (٥)
په دې توګه نو په داسې بېلګو کې داستاني او کيسه يي ځانګړنې هم د  پاملرنې وړ وي ، خو په عامه توګه دغه برخې  په دې ټولګه کې لږې دي  او زياتره يې هغه ډول  نمونې دي چې د کرکټرونو د خبرو او ډيالوګ او داستاني تصويرونو پر ځای ، لکه چې مخکې مو وويل ، شاعرانه تصويرونه وړاندې کېږي .
٤.  د ((پرونی هنداره))  په پاڼو کې د موضوع  او فکر له پلوه څو ټکو ته پاملرنه کولی شو . په دغو اثارو کې زياتره د وخت  د واکمنو ، چارواکيو او واکوالو د نادودو او نارواوو څرګندونه کېږي . د غريبو ، بېوزلو  او مظلومو ناخوالې په کې تصوير شوي دي .
لازمه ده يادونه وشي چې  دغه فکري او موضوعي اړخ يې  د ځينو په څېر ډېر څرګند او شعاري او مصنوعي هم نه دی چې د افغاني ټولنې د ځانګړنو پر اوږو  درانده وي  .
يادونه دې يې ژوندي وي .
 منــــنــه

لمن ليک :
١.  رمز او راز  (دوهمه برخه) . څېړنمل ژواک ، ١٣٧٧ ل . (١٩٩٨ ع .) ، پينډۍ ، (١٨) م .
٢.  همدغه اثر . د عبدالله بختاني سريزه . (١٨) م .
٣.  پرونۍ هنداره ، څېړنمل ژواک ، د امين افغانپور سريزه ، کابل ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، ( ب ) م .
٤.  پرونۍ هنداره . ( ١ ــــ  ٢ ) م ، م .
٥.  همدغه اثر .  ( ٤٩  ــــ  ٥٠ )  م ، م .