هنر
د نړۍ نوې اوه عجيبې وټاكل شوې
څو ورځې وړاندې د پرتګال په پلازمېنه لزبين كې د يوې غونډې په ترڅ كې د هالي وډ مشهور ستوري بين كنگسلي او د هندي سېنما مشهوري ستورۍ بيپاشاباسو د نوي دور د اوو عجايبو نومونه اعلان كړل.
د غونډې په پاى كې اعلان شو او د هند وستان په استازيتوب داګرې ښاوال انجولا سينګ د تاج محل سند تر لاسه كړ.
تاج محل په اوولسمه پېړۍ كې مغل پاچا شاه جهان د خپلې مېرمنې ممتاز په ياد جوړ كړى، په محل كې د ممتاز قبر هم شته، او د شاه جهان قبر هم د ممتاز قبر ته څېرمه دى.
د نوي دور د عجايبو دټاكنې لپاره يوې سويسۍ ټولنې ( نيو سيون ونډرز فاونډېشن) آن لاين او د موبايل په واسطه رايې ټولې كړې.
په دې سيالۍ كې شپږ نور ټاكل شوي عجايبې په لاندې ډول دي:
په پيرو كې د انكا تهذيب ماچو پيچو مندر، د چين ستر دېوال، په ميكسيكو كې د چيچن اتزا هرم، د روم كا كلوسيم، په برازيل كې د حضرت عيسى (ع) مجسمه او په اردن كې د پيټرا اثار.
برتانوي تاريخپوه مايكل وډ له مرمر ډبرې څخه د جوړ ې شوې ودانۍ تاج محل د ښكلا په اړه ويلي چې تاسو ته به تاج د ورځې د بدلېدو سره سم په بل رنګ كې ښكاره شي چې نور به هم په زړه پوري وي.
( نيو سيون ونډرز فاونډېشن) ويلي چې د نوي دور د اوو عجايبو د ټاكنې په دې نړيوالې سيالۍ كې سل ميلونه خلكو د انټرنيټ، ټيلي فون او مسيج له لارې برخه واخيسته.