ګرانو لوستونكو!
زه هم كله_ كله شعر ليكم خو خداى خبر چې ولې يې ښه نه شم ليكلاى، ما پخوا هم ډېركم شعرونه ليكلي خو له نژدې اتو مياشتو نه چې له كندهاره كابل ته راغلى يم يو بيت مې هم نه دى ليكلى ستاسو په وړاندې زما زړه شاعري ده.
غزل
زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې
د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كې
اوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخلي
د اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې
ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړي
نو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كې
ستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي
ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې
دا سروش به څه پخپله خوښه وكړي؟
ګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې
غزل
نور خو هر څه كېږي يو كار له ما نه نشي
ښكليه راځه چې انتظار له ما نه نشي كېداى
ته چې مې زړه وغواړې څنګه درته نه ووايم
اې ستا په مخ كې خو انكار له ما نه نشي كېداى
تا ته راتللو كې يوه شېبه ځنډ نشم كواى
تا نه په تللو كې تلوار له ما نه نشي كېداى
ته چې راګورې په معصوم نظر زما سترګو ته
په داسې وخت كې خو ديدار له ما نه نشي كېداى
سروشه دلته د يو چا جنازه تېره شوله
نور تله راتله پر غه لار له ما نه نشي كېداى
غزل
ولي توپك راوخلي، څنګه سړى ووژني؟
څنګه يې زړه نه چوي؟ آه چي زلمى ووژني
پښتون نظر دي ښكلي، هسي په نه خبره
يو بل پښتون ووژني ، زما زړګى ووژني
بيا دكافرو بچي ،شك د دښمن پر وكي
هره ورځ ډز پر كوي، غريب شپونكى ووژني
بېلتون خو توره بلا، زړه د مينو وخوري
كله به ما ووژني؟ كله به دى ووژني؟
نور نو پخلا شه ياره، وژغوره ژوند د سروش
كه نه لوګى د بنګو، يا به يې مى ووژني
ستا تصوير
ښكلې جانانه زه د دې لپاره
او بس د دې لپاره
چي ياره ستا د بېلتانه غمونه
هغه د درد په څېر ترخه غمونه
بس د يو څو لږو شېبو لپاره
يو څه لږ هېر غوندي كړم
نو د همدې لپاره
جانانه بنګ څكومه
خو ها لوګى ناځوانه
هغه د بنګو لوګى
چي په هوا كي تاو راتاو غوندي شي
نو ستا تصوير جوړ كړي
او ماته وير جوړ كړي
۲۹/ ۱۲/ ۱۳۸۱
غزل
يار خو نن هر څه منل
خداى مې دعا ومنل
څوك تر چا قربان شي ما
مخكې تر عشق نه منل
ستا لاره د فكر لار
زما لاره د زړه منل
مينې كړم يو وخت داسې
بد مې هم په ښه منل
ځار غرور له مينې نور
بس د پښتانه منل
غزل
جنګ ته لاړى سم راغى
څومره پښتون كم راغى
ستا د راتګ زېرى شو
بيا ږغ د چم_چم راغى
دود شو بيا د بم پورته
نوى غم پر غم راغى
ستا د بېرته تللو غم
ستا سره دى هم راغى
بس په يو كاته د يار
مړ سروش كې دم راغى
غزل
په كومه ورځ چي مي جانان زما پر خوا رانشي
د زړه لپاره د جانان د نامه توري ښكل كړم
زاهده! ته ځې و حجاز ته ما دلې موندلې
ما ته كعبه ده چي هوا د يار د لوري ښكل كړم
پرېږده چي دوى د تيارې لاس په توره خوله مچوي
خو زه به ستوري ، زه به ستوري، زه به ستوري ښكل كړم
د يار ديدن كي له خوښۍ نه وارخطا غوندي شم
سپين اننګي كې سره خولګۍ كې سترګي توري ښكل كړم
سروشه! داسي يوه ورځ به لا خداى هم راولي
چي د يار شونډي رقيبان ټوله راګوري ښكل كړم
۱۶/ ۸/ ۱۳۸۱
غزل
ستا خوږه موسكا جانانه ستا دروغجنه غوسه ياره
د الهام دوې سرچيني دي چي غيبي غزل ترې اوري
چي په ياد يې له هيبته رقيب ولويږي له كټه
زموږ د شخو برېتو تاو دى كنداري غزل ترې اوري
پښتني كي دوه صفته توري سترګي او سرې شونډي
نرګيسي غزل ترې اوري، ګلابي غزل ترې اوري
خدايه داسي يوه ښكلې كړې پيدا چي دا دعا كړي
بس يو داسي سروش غواړم چي دى ځي غزل ترې اوري
۲۲/ ۵/ ۱۳۸۲
غزل
خداى ته به سر ټيټ كړمه او تا به ځني وغواړم
درد_درد زندګۍ ته يو دوا به ځني وغواړم
سيورى د مرګونو مو د ژوند پر ګلو دى ولاړ
ژوند نه به ازاد كړم ځان فنا به ځني وغواړم
رد به اوه رنګه اوه سُره د دنيا كړم خو
ستا يوه ځلا يوه خندا به ځني وغواړم
اې سروشه! دا ځل كه مي وليدى ملنګ كاروان
لوړ چي مي غزل شي دا دعا به ځني وغواړم
غزل
اوس مي و زړه ته كوم هوس او ارمان نه راځي نور
چي پر دې لار به هغه ښكلى جانان نه راځي نور
لكه چي نور په هيڅ انسان كي زړګى پاته نه دى
د هيڅ انسان د درد دوا ته انسان نه راځي نور
د زړه غرڅه مي اوس په څونه خوشالۍ كوي ژوند
ځكه پر خوا يې ستا د ياد سره لېوان نه راځي نور
كله به موږ د دغي توري بلا مخ ونيسو
جګړې ته لاړ شي بيرته كور ته ځوانان نه راځي نور
د بم خوراك شول څو او څو له ويري كور كي پټ وي
د چم مكتب ته هغه ګل ماشومان نه راځي نور
۲۲/ ۱۲/ ۲۰۰۵
غزل
بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كي يمه
له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كي يمه
نن مي د ميني تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم
نن هېرومه چي په كور د پښتانه كي يمه
درد عجيبه دى درد خو ستا په بېلتانه كي راځي
څنګه بې درده شم تل ستا په بېلتانه كي يمه
اوس مي لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاى
ښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كي يمه
اوس راسره يې خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې
سروش خوشال يم ډېر او ډېر په اندېښنه كي يمه
انار ګل
انار ګل نه خاندي اوس
اوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه وريږي
اوس د پخوا په څېر و موږ ته په خندا نه ګوري
ځكه له موږ څخه اوس ډېر خفه دى
دې ته حيران دى چي دا ولي د دې سيمي خلك
دا څو كلونه كيږي
زما راتګ نه په سندرو نه خنداوو لمانځي
بس چي زه وغوړېږم
د ښه راغلي خاطر مي داسي وكړي
چي د خپل ورور په وينو
زما وجود ومينځي
غزل
له دښمنه چي غچ واخلي آه پر ننګ به كله راشي
د خوشال د بچو توري چي پر شرنګ به كله راشي
چي د زړونو خيرات يوسي او د ميني دعا راكړي
زموږ كلي ته چي داسي يو ملنګ به كله راشي
چي يو څه پكي هوس وي او ښه ډېر وي پكي شرم
اخ د دې وړې په سترګو كي دا رنګ به كله راشي
پكي سوبه چي د سولي پكي ماته چي د جنګ شي
د دې اوږد جنګ چي خلاف وي داسي جنګ به كله راشي
تا خو زلفو ته څنډ وركړ له ما لري خو زه بيا هم
انتظار يم چي بويونه د لونګ به كله راشي