خبر عموماً درې برخې لري. سرلیک، پیلامه اومتن، خو سرلیک یواځې په چاپي خبري رسنیو کې وي، ځکه سرلیک په چاپي رسنیو کې د خلکو د پام په ور اړولو کې کارنده رول لري. دبرېښنایي  رسنیوخبرونه د دوه برخو یانې پیلامې او متن لرونکي وي. ځینې خبریالان یا د ژورنالیزم پوهان د برېښنایي رسنیو خبري سرټکي د خبرونو سرلیکونه ګڼي. د دوی دلیل دادی چې خبري سر ټکي هم د سرلیکونو په څېر د اورېدونکو پام ور اړوي.

د خبر پیلامه News Lead:
پیلامه په انګریزي کې Lead یا Intro بولي. انټرو د انټروډکشن Introduction مخفف دی او انټروډکشن د پېژندنې په مانا ده.  هره خبري پیلامه اړونده خبري کیسه، خبر یا پېښه اورېدونکو او لوستونکو ته ورپېژني. د پیلامې په اړه ګڼ  تعریفونه شوي دي چې څو یې په دې ډول دي:
 د خبر لومړۍ جملې یا څو جملو ته پیلامه وایي(۱).
 لوستونکي  په ناڅاپي  ډول لاندې کول  او لوستلو ته  د هغوی پام  را اړول  د خبر د لومړۍ کرښې  لیډ(Lead) اصلي  دنده    ده. (۲)
 فرانسویان لیډ ته حمله یا حمله کوونکې جمله وایي(۳).
پیلامه د خبر د مهمې برخې یا برخو لنډیز دی. یانې د پیلامې په اورېدو یا لوستلو سره اورېدونکي او لوستونکي پوهېږي  چې خبر د څه په اړه دی؟
پیلامه د خبر ډېره مهمه برخه ده، ځکه پیلامه د خبر له تر ټولو ارزښتناکې برخې څخه غوره کېږي. د هر خبر د بري  راز  تر  ډېره د هغه په ”پیلامې“ پورې اړه لري. څومره  چې د یوه خبر  پیل  یا پیلامه په زړه پورې وي، نو په همغه اندازه یې ډېر اورېدونکي اوري. بریالۍ  پیلامه  هغه ده چې د ډېرو د پام وړ وګرځي اوله نورو چارو څخه د لیدونکو، اورېدونکو او کتونکو پام د ځان په لور ور واړوي.
د جګړو په اړه  راپور ورکوونکي  خبریالان  پیلامه  د خبریال  وسله ګڼي او د هغوی په اند که خبریال په همغه لومړي سر کې په لوستونکو د دغې  وسلې وار ونه کړي، نو داسې  وګڼئ  چې جګړه یې  بایللې ده.
 پیلامه  ډېر ډولونه او د لیکلو ګڼې لارې لري. ښه لیډ یا پیلامه هغه  ده چې  خبري کیسه یا پېښه لوستونکو ته په زړه پورې کړي او تر پایه یې د هغې لوستلو او اورېدلو ته وهڅوي(۴)
لومړۍ جمله د لیکنې د زړه حیثیت لري اونورې برخې د لومړۍ هغې هومره په زړه پورې  نه وي لومړۍ جمله د اورېدونکو د پام را اړولوکار ورکوي. د پیلامې لیکلو کومه نېغه او یواځینۍ لاره نشته(۵).
یانې  پیلامه لیکنه کومه ټاکلې او ځانګړې لاره نه لري.
پیلامه په ګڼو لارو لیکل کېدلی شي. د بېلګې  په توګه  که د ورځنیو پېښو په اړه د بېلابېلو رسنیو یا خبریالانو خبرونه واورئ، نو د ورته پېښو په اړه به بېلابېلې خبري پیلامې واورئ. دا ځکه چې د خبریالانو د لیکلو  ډول  یا لیکلارې  یو تر بله لږ  او ډېر  توپیرونه سره لري. لنډه  دا چې پیلامه لیکنه داسې کومه ځانګړې ریاضیکي  فرموله نه لري  چې  د کارولو  پر مټ یې ټول خبریالان یو ځواب یا پایله ترلاسه کړي، بلکې  یواځینی  شی  چې  هر پیلامه لیکوال  ښايي  د پیلامې  لیکلو پرمهال ورته پام وکړي هغه لنډیز، روښانتیا او په زړه پورې والی دی،ځکه  همدا د یوې ښې او د خلکو د پام وړ پیلامې ځانګړنې دي.
د خبرونو له پلوه پیلامې  په دوه  ډوله  وېشل  شوې دي. د ساده خبر پیلامه او د پېچلي خبر پیلامه.

۱-د  ساده خبر پیلامه:
دا هغه ډول پیلامه ده چې د یوې یا لږ ترلږه داسې خبري پېښې اړوند وي  چې د زیان کچه یې لږه وي. لکه په یوه پېښه کې یو تن مړ وي. یو تن لوټل شوی وي او داسې نور.
بېلګه:
ناپېژندویه وسله وال غله نن ماښام د شهزاده سرای د صرافانو مشر ولوټه.
یا:
د کابل – جلال اباد په لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ژوبل شول.
تر دغې پیلامې وروسته د پېښې تفصیل، د خلکو پېژندګلوي، د پېښې ځای، وخت، لامل او نور ښودل کېږي. د ساده خبر د پیلامې شپږ ډولونه دود دي:

څوک؟
که د خبر اړوند یا په پېښه کې ښکېل یا زیانمن شوی کس مشهور وي،  نوپه پیلامه کې همغه راوړل کېږي(۶)
لکه: د پکتیا والي پوهاند تڼیوال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

 څه شی ؟
کله  چې   په پېښه کې د ښکېلو کسانو په پرتله  په  خپله  پېښه  ډېره مهمه وي،  نو د هغې پیلامه داسې وي چې:
د ځان سوځولو پېښې د یوې ځوانې مېرمنې ژوند واخیست.

 چېرته؟
 کله  چې د پېښې ځای  مهم  وي،  نو په پیلامه کې همغه راوړل کېږي.
بېلګه: د ولسشمرۍ ماڼۍ مخته زرګونولاریون کوونکو د کورنیو چارو وزیر د ګوښه کولو نارې ووهلې.

څه وخت؟
 که  د خبري  پېښې  د نورو خواو  په پرتله وخت  ډېر مهم  وي، نو هغه  په پیلامو کې  راوړل کېدلی شي لکه:
په ټکنده غرمه وسله والو غلو خلک ولوټل .
یا : په رڼا ورځ د ښوونځي دوه تنه زده کوونکې ناپېژندویه کسانو وتښتولې.

ولې؟
د ولې  پیلامه  تر  ډېره د پېښې د لاملونو د معلومولو هڅه کوي.
لکه:
ماشوم تښتونکو د تېښتې هڅه کوله ځکه،  نو د پولیسو په ډزو ووژل شول.
يا:
موټر چلونكى د ماهيپر په كږلېچونو كې پرېشانۍ وړى وو، ځكه يې موټر بې لارې شو او ښكته ولوېده.

 څه ډول؟
د څه  ډول  پیلامه  تر ډېره د پېښې د پېښېدو ډول راسپړي.
بېلګه: د دو وسله والو ډلو دنښتو ترمنځ درې تنه ولسي وګړي ووژل شول.

۲- پېچلې پیلامه:
 دا هغه پیلامې دي  چې له یوې څخه د ډېرو  یا د داسې پېښې اړوند وي  چې  په  هغه کې  له یوې  څخه  ډېرې  خواوې د پام وړ وي.
ټولې  پېښې  یو ډول نه دي ځینې پېښې د خپل ډول له مخې تر نورو پېچلې  وي.  پېچلې په دې مانا چې په هغه کې  ډېرې خواوې د پام وړ وي. لکه په یوه پېښه کې ګڼ کسان مري، کورونه او ودانۍ په کې نړېږي، هټۍ په کې سوځي، موټرونه په کې له منځه ځي او نور.
دا ډول پېښې د پېچلو خبرونو بېلګې دي. د دغه ډول  پېښو پیلامې  په دوه ډوله لیکل کېدلی شي.
۱-  لنډې پیلامې Summary Lead
۲- د روښانه رول لرونکې پیلامې Salient Feature Lead

۱-  لنډې پیلامې Summary Lead:
په دې ډول پیلامو کې ټولې خواوې د ارزښت له مخې  په یوه پارګراف کې یوه په بلې پسې راوړل کېږي. یانې تر ټولو د زیات ارزښت لرونکې  د مخه، د منځني  ارزښت  لرونکې  ورپسې  او د لږ  ارزښت  لرونکې  برخې  په پای کې  راوړل  کېږي.
۲- د روښانه رول لرونکې پیلامې Salient Feature Lead:
که  د یوې  پېښې یوه برخه تر بلې  ډېره مهمه وي، نو هغه مهال بیا پیلامه په دوه برخو وېشل کېږي.
۱- د روښانه رول پیلامه.
۲- دوهمه  پیلامه.(په دې کې تر یوه ډېر پارګرافونه هم وي) (۷)
بېلګه:
ولسمشر کرزي د امن جرګه د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په ګټه وبلله او د امن د دوهمې جرګې د جوړولوټینګار یې وکړ.
ولسمشر کرزي وویل افغان سرتېري له دښمن سره د جګړې کولو پوره وړتیا لري. نوموړي وویل که وسله وال مخالفین جوړ جاړي ته  غاړه کېنږدي، نو دوی  به یې  د جنګ  له لارې رېښې وباسي.
ولسمشر کرزي  د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو غونډې ته د وینا پرمهال وویل روسیه باید افغانستان ته د تېرې جګړې پر مهال د اوښتي زیان تاوان ورکړي.

د پیلامو ډولونه:
پیلامې یا Leads ګڼې بڼې او ډولونه لري لکه:

پوښتونکې پیلامهQuestion Lead:
دا ډول پیلامه عموماً لکه له نوم څخه یې چې څرګندېږي په یوې پوښتنې پیلېږي.
لکه:
 د ولسي خلکو د وژنې لړۍ به تر څو روانه وي؟
یا:
 د ناامنیو پړه د چا په غاړه ده؟

شالید لرونکې پیلامهBackground Lead:
عموماً دغه  ډول  پیلامې  د یوې  پېښې  په  مخینه  یا شالید پیلېږي.
لکه:
د روغتیا وزیر درې کاله د مخه د روغتونونو د حالت ښه کولواو ناروغانو ته د درملو ورکول د خپلو کاري لومړیتوبونوپه توګه یاد کړي وو، خو لا هم  ډېری ناروغان د پلازمېنې کابل د روغتونونو له اوسني حالت، د څښاک د اوبو او درملو د نه شتون څخه سرټکوي.
یا:
د پوهنې وزیر د مورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځې پرمهال د لویې جرګې په خېمه کې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال ټولو زده کوونکو ته په مورنۍ ژبو د زده کړو د برابرولو ژمنه کړې وه،  خو لا هم په پلازمېنه کابل کې په زرګونو زده کوونکي په مورنۍ ژبه د زده كړو له حق او اسانتیا بې برخې دي.

په نقل قول ولاړه پیلامه Quotation Lead:
 دغه  ډول  پیلامې عموماً د مهمو کسانو په خبرو او ویناو پیلېږي.
لکه:
د هند سفارت مخته نننۍ چاودنه د پاکستان د څارګرې ادارې  په سلا او لارښوونه شوې ده. اسلام اباد تل په افغانستان کې د امنیت د ګډوډولو هڅه کړې.. ولسمشر کرزي د خبریالانو یوې غونډې  ته د وینا پرمهال وویل:

پرتلیزه پیلامه Contrast Lead:
په دې ډول پیلامه کې د پرتلنې له لارې شته توپیرونه په ډاګه کېږي.
بېلګه:
 پاکستانی ولسمشر پرویز مشرف له یوې خوا نړۍ والې ټولنې سره د ترهګري پر وړاندې مبارزه کې ځان ژمن ګڼي او له بل لوري ترهګرو ته په خپله خاوره کې د فعالیت او ژوند کولو اسانتیاوې برابروي.

ناببره لیډOffbeat Lead:
دا هغه لیډ  دی  چې  په ناببره  او غیر عادي  پېښو لیکل کېږي. لکه:
 یوې  وړې  مرغۍ د یوې بوینګ الوتکې الوتنه له خنډ سره مخ کړه. (۸)
يا:
پلازمېنه كابل كې د هندواڼې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پیلامې له  ډولونو وروسته د پیلامې لیکلو لارو چارو ته راځو. د پیلامې لیکل یوه ستونزمنه چاره ده، ځکه د لنډې، روښانه، اړوندې او په زړه پورې پیلامې لیکل  د هر خبریال د وس خبره نه ده. د دغه  ډول پیلامې لپاره د لیکوال تخلیقي وړتیا، ډېر غور، بیا بیا لیکلو او زیار ګاللو ته اړتیا ده او  ډېر لږ خبریالان د ښې پیلامې  لیکلو  په موخه سختي او کړاو ګالي. همدغه لامل دی چې هر  خبریال په تول تللې او د نورو د خوښې پیلامې نشي لیکلی. ځینې  خبریالان  پیلامې تر ټاکلې یا هغې اندازې چې څومره ښايي  اوږدې  لیکي. ځینې  بیا د مهمو او ارزښتناکو خبرو پر ځای نا اړونده او دلږ ارزښت لرونکې خبرې په پیلامه کې راوړي.
 یو شمېر بیا یا ډېره نیمګړې خبره کوي او یا ټوله خبره په پیلامه کې کوي چې دا ټول حالتونه د پیلامې په ښکلا راښکون او زړه پورې والي بد اغېز کوي.

د پیلامې لیکلو لارښوونې:
پیلامه د خبر ډول  ته په پام سره لیکل کېږي. یانې که خبر د چا د مړینې، ناورین، دردونکې  پېښې او یا کوم  بل  زیان   په اړه وي  نو  پیلامه ښایي په غمناکو او افسوسناکو کلیمو ولیکل شي. څو د پیلامې انداز خواخوږي  ته ورته واېسي.
همدارنګه که خبر ”ټوکې“یا ”خندونکې“ بڼه ولري،  نو په پیلامه کې  هم  په خندا د وړاندې کولو هڅه کېږي. د معیاري خبر په پیلامه کې هم معیاري کلیمې استعمالېږي، ځکه که د خوښۍ د خبر پیلامه  په غمجن او یا برعکس د غمجن خبر پیلامه په ماڼیجن انداز ولیکل شي، نو ښه اغېز نه لري. خبریال باید د پیلامې  لیکلو پر مهال د خبر خصلت“ ”طبیعت“”ډول او ټولیز مزاج  ته  ځانګړی  پام وکړي .
د دې تر څنګ پیلامه باید تر وسه وسه په لږو کلیمو کې ولیکل شي، ځکه اوږدې کلیمې په اورېدونکو غمېږي. لامل یې دادی چې په ننني بوخت پېر کې اورېدونکي او لوستونکي د اوږدو خبرو د اورېدلو او لوستلو وخت او زغم نه لري،  نو د پیلامو د اوږدوالي  د مخنیوي  او  د خبریالي مزاج  ته  په پام  سره  ښايي  چې  په پیلامه کې  زیاتیګړې کلیمې رانه وړل شي. د زیاتیګړو کلیمو  په څېر په پیلامه کې  د ډېرو معلوماتو له راوړلو څخه هم ډډه پکار ده.
په پیلامه کې د ډېرو معلوماتو د راوړلو تاوان دادی چې اورېدونکی د پاتې خبر اورېدو ته نه تم کېږي، ځکه هغوی فکر کوي چې د کار یا لویې خبرې یې واورېدلې او د پاتې خبر د اورېدلو اړتیا نه محسوسوي.
ګونګې او عمومي  خبرې  هم  د پیلامې  ارزښت   ته  تاوان  پېښوي.
لکه :
 د امنیت  د ټینګښټ  هلې ځلې  روانې دي.
 نشه یي توکي به له منځه یووړل شي.
 د کابل ښار د پاکولو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
دا ټولې ګونګې او عمومي  خبرې دي، ځکه په دې کې نه ده څرګنده چې:
 د امنیت  د ټینګښت  هلې  ځلې  چا پیل کړي دي او کوم ځای ته رسېدلي؟
 نشه یي توکي به څوک او څنګه له منځه وړي؟
 د کابل ښار د بشپړولو چارې څوک بشپړوي؟
 نو د پورتینو پوښتنو ځواب  ته  په پام سره دا باید په ډاګه شي چې:
 کیسه څه ده؟
 کله پیل شوې؟
  چا پیل کړې؟
 کله به پای مومي ؟
 اغېز یې څه دی؟  او داسې نور.
په عددونو او ارقامو د پیلامې پیلول هم اورېدونکو ته په زړه پورې نه اېسي، ځکه هغوی ارقام او عددونه په یو ځل اورېدلو سره نشي درک کولی.(۹)
د بېلګې په توګه: اروپايي  ټولنې د پوهنې  له وزارت  سره پنځلس ملیونه نهه سوه زره اته سوه او نوي  ډالره مرسته وکړه.
پورتنی عدد اورېدونکي نه شي درک کولی،  نود دې پرځای پکار دی  داسې وویل شي چې: اروپايي  ټولنې د پوهنې له وزارت سره نږدې  شپاړس  ملیونه  ډالره مرسته وکړه.
لنډ ارقام او عددونه اورېدونکي  په اسانه درک کولی شي. عددونه او ارقام ښايي  په عدد نه،  بلکې په  تورو ولیکل  شي. په تورو د عددونو د لیکلو ګټه داده چې  په  هغه کې  د تېروتنې  مخه نیول  کېږي  او ویاند یا نیوز کاسټر  یې  هم  په  اسانه  لوستلی  شي.
د پیلامې  کلیمې  ښايي  داسې  وي  چې  هیڅوک  او  هیڅ  لوری یې د ځان سپکاوی ونه ګڼي. د یو چااخلاق هم باید ور خراب نه کړي، ځکه  سپکوونکې او له  ملنډو  ډکې  کلیمې د لیکنې او خپروندویه  رسنۍ  ارزښت کموي  او  د خلکو له پامه  یې غورځوي .
نن سبا لوستونکي  د ډېرو بوختیاو  له  امله  د ډېرو اوږدو لیکنو او پیلامو د اورېدلو وخت او زغم نه لري. هغوی په لږ وخت کې د زیاتو معلوماتو د اورېدلو او لوستلو هیله من  وي. هغوی ډېرو لږو خبرونو ته  تر پایه  تم کېږي، خو  په زړه پورې، لنډې او روښانه پیلامې  هغوی  د خبر تر پایه  له ځانه  سره ساتلی شي، نو د پیلامې  لیکلو پر مهال دېته پام پکار دی. د دغه ډول پیلامو لیکل  په هغو لارو تلل یا پوړیو ته پورته کېدل  دي چې سیخې د بریا کاله  ته  تللې دي.
له زیار، پلټنې او بیا بیا تمرین پرته د بریا کاله  ته  تګ  په  ویښه د خوب لیدل او یا په وچه لامبو وهل دي.
ځینې خبریالان د په زړه پورې، روښانه او لنډې پیلامې لیکلو لپاره د وخت د لږوالي یا نشتوالي پلمه کوي. له شک پرته چې د ښو پیلامو لیکل  له  خبریالانو یو څه ډېر وخت اخلي. خصوصاً نوي او کم تجربه  خبریالان د ښو پیلامو لیکلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري، خو دا هم  باید هېره نه کړو چې  د یو خبریال  د څو  شیبو په لګولوسره د لوستونکو یا اورېدونکو په زرګونو شیبې سپمېږي.
لنډه دا چې  پیلامه  لیکنه  یوه  په زړه پورې سیالي  ده. هر  خبریال د دغې سیالي د ګټلو او وړلو هیله من وي، خو ډېر لږ خبریالان خپلې  دغې  هیلې  ته رسېږي او دغه  لږ  شمېر  هغه ډله خبریالان دي  چې  د پیلامې  لیکل  ډېر ازمېښت  او تمرین کړي، ځکه د لنډو  او ښو پیلامو د لیکلو د وړتیا لرلو یوه ښه لاره د لیکلو بیا بیا  تمرین  دی.  د بیا بیا تمرین  لاره چې  څومره  ستړې  کوونکې  ده، نو هومره ګټوره هم ده، ځکه له همدې لارې تاسو د داسې  پیلامو په لیکلو برلاسي کېږئ چې د لوستونکو زړونه پرې خپلولی  شئ او د نورو د زړونو خپلول  ډېره لویه خبره ده.
د پیلامه  لیکنې پرمهال باید د خبر ټولې خواوې په غور وکتل شي. څو  په ډاګه  شي چې څه شی ډېر د پام یا ارزښت وړ دي؟ بیا دې  همدغه  د پام وړ یا ارزښتناکه برخه په لنډو او څرګندو ټکو کې ولیکل شي. که  پیلامه لیکوال  همدغه د پام وړ معلومات او خواوې  د دوه درې پیلامو په بڼه ولیکي اوبیا خپلې لیکلې پیلامې  په دې نیت سره پرتله کړي چې کومه پیلامه زیاته  زړه  راښکونکې او لنډه ده، نو دا چاره  به  له  هغه  سره  د یوې  ښې، لنډې  او څرګندې پیلامې په لرلو کې لویه مرسته وکړي. ښه او په  زړه  پورې  پیلامه  باید د دغو ښېګڼو لرونکې وي: 
۱- پیلامه باید د خبر د تر ټولومهمو برخو لنډیز وي.
۲- پیلامه  ښایي  په  اسانه  او  روښانه  ټکو کې  ولیکل شي.
۳- پیلامه  ښایي زیاتیګړې او د لږ ارزښت لرونکې خبرې ونه لري.
۴- د پیلامې د برخې معلومات ښایي ګنګ او عمومي خبرې نه وي.
۵- پیلامه  ښايي  تر  وسه  وسه  په  وخت  او  ځای  سره  پیل نه شي.
۶-  په پیلامه کې ښايي مخففات رانه وړل شي.
۷- په  پیلامه  کې ښایي د خلکو نوم، تخلص، لقب او دنده یوځای ونه لیکل شي. د ساري په توګه حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان پخوانی ولسمشر.
۸- د پیلامې په اورېدو سره  ښايي اورېدونکو ته شک پیدا نشي، ځکه د پیلامې په برخه کې لږ شک هم د هغې اغېز کموي.
۹- که د پیلامې  په معلوماتو کې شک وي، نو باید سرچینه یې وښودل  شي.
۱۰- پیلامه باید د خبر له متن سره تړاو او همغږي ولري.
یوه پیلامه ښايي لنډه او مانا لرونکې وي. له خبري کیسې سره تړاو ولري. که  پیلامه  ناڅرګنده وي، نو  بیا  هم  اوریدونکي تر پایه نشي ساتلی.
بله عامه ستونزه داده چې لیکوال اکثره په پیلامه کې ډېر معلومات  ورکوي  دا په زړه پورې، خو وړ کار نه دی (۱۰).
د پیلامې  یا لیډ د اوږدوالي  په اړه د خبریالانو تر منځ اختلاف دی.
 ځینې  وایي  چې  پیلامه  باید له یوې یا دو جملو څخه اوږده نه وي.
 ځینې وایي چې له ۳۰ څخه تر ۶۰ کلیمو پورې باید وي.
 ځینې نور بیا وایي چې پیلامه باید د خبر مهمې برخې څرګندې کړي.
 معمول اوږدوالی  یې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلیمو پورې وي.
 د اسټرلیا ملبورن  ښار (Sun) خپرونه هره پیلامه دولسو کلیمو ته رالنډوي(۱۱).
خپل لیډ تر لیکلو وروسته د دغو پوښتنو په رڼا کې  وګورئ. که د دې  پوښتنو په  تول پوره وو، نو دا مانا چې لیډ مو په زړه پورې دی او که نه،  نوبیا پرې خواري وکړئ، بدلونونه په کې راولئ، معلومات  په کې وړاندې وروسته کړئ او دا کار تر هغې وکړئ چې زړه مو پرې ډاډه شي. د دغه ډاډ د ترلاسه کولو لپاره خپل لیکلی  لیډ د دغو پوښتنو په رڼا کې وارزوئ چې:
 ایا لیډ مو د خبر او موضوع اړوند دی؟
 مهم  معلومات  په کې  راوړل  شوي دي؟
 جملې  یې  لنډې، اسانه او روښانه دي؟
 د اورېدونکو او لوستونکو پام رااړولی او هغوی د ټول خبر لوستلو یا اورېدلو ته هڅولی شي؟
 د اوږدوالي او لنډوالي له پلوه څنګه دی یانې  ډېر اوږد یا ډېر لنډ خو نه دی؟
 زیاتیګړې او ګونګې کلیمې خو نه لري؟
 د خپلمنځي تړاو له پلوه سم دی؟
 انداز یې په زړه پورې دی؟

 

سرچینې

۱-  خورشید، ډاکټر  عبدالسلام، فن   صحافت، کاروان  پریس لاهور.
۲- شینواری، محمد اصف، خبر، د ختیځې  سیمې  لیکوالو  او ژورنالیستانو خپلواکه ټولنه۱۳۸۵.
۳- سمندر، رحیم الله، د نوي ژورنالیزم ارونه، نبراسکا مطبعه،۱۳۸۴.
4- www.associatedcontent.com. By Zane Ewton published Apr 14, 2007
5- www.associatedcontent.com. By Zane Ewton published Apr 14, 2007
۶- خورشید، ډاکټر عبدالسلام، فن صحافت،  کاروان  پریس لاهور.
۷- خورشید، ډاکټر عبدالسلام، فن صحافت، کاروان  پریس لاهور.
۸- شینواری، محمداصف،خبر، دختیځې سیمې  لیکوالو او ژورنا لیستانو خپلواکه ټولنه۱۳۸۵.
۹- حجازي، ډاکټر مسکین علي،فن ادارت، اردو ساینس بورډ، ۲۹۹ ،اپرمال لاهور، ۲۰۰۵.
10- http://www.associatedcontent.com, by Fletcher, published feb 23, 2007
۱۱- سمندر، رحیم الله، د نوي ژورنالیزم ارونه، نبراسکا مطبعه،۱۳۸۴.

 

امیرجان وحید احمدزی