نجيب نايل

Profile Photo

زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.



د خبر برخېParts of news

خبر عموماً درې برخې لري. سرلیک، پیلامه اومتن، خو سرلیک یواځې په چاپي خبري رسنیو کې وي، ځکه سرلیک په چاپي رسنیو کې د خلکو د پام په ور اړولو کې کارنده رول لري. دبرېښنایي  رسنیوخبرونه د دوه برخو یانې پیلامې او متن لرونکي وي. ځینې خبریالان یا د ژورنالیزم پوهان د برېښنایي رسنیو خبري سرټکي د خبرونو سرلیکونه ګڼي. د دوی دلیل دادی چې خبري سر ټکي هم د سرلیکونو په څېر د اورېدونکو پام ور اړوي. د خبر پیلامه News Lead:پیلامه په ان

15.04.2010 نجيب الله نايل

دوتنه پورته کول

راځئ، چې دوتنې يانې فايلونه وېبلاگ ته پورته کړو درنو وروڼو! لومړى د Documents تڼۍ کېکاږئ او وروسته په Title کې د دوتنې نوم وليکئ او تر هغې وروسته د Browse تڼۍ کېکاږئ او د خپلې خوښې وړ پي ډي اېف دوتنه پورته کړئ. د لاندې به يو Title درکړي او يو تړاو يانې لېنک به درکړي، همدغه تړاو کاپي کړئ او د ليکنې تڼۍ کېکاږئ او هلته بيا د ((نوې ليکنه)) تڼۍ کېکاږئ. دلته لومړى څه ليکل وکړئ چې ((دغه دوتنه له دغه ځايه ښکته کولى شئ!)) نو د Insert/ edit link تڼۍ کېکاږئ او هغه راکاپي شوى

03.08.2009 نجيب الله نايل

د بيان د آزادۍ مخه مه نيسئ!

په دې وروستيو كې د دولت د رياست دفتر لخوا، يو مكتوب ځينو دولتي ادارو ته ليږل شوى، چې په كې له دولتي چارواكو څخه غوښتنه شوې، له ژورنالستانو سره د  دولت پر ضد له مركو څخه ډه ډه وكړي، چې دا خبره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د قانون پر خلاف يو ګام ګڼل كيږي او دا  امر د دې لامل شوى، چې دولتي چارواكي رسنيو ته په بيلابيلو برخو كې له مالوماتو وركولو څخه ډه ډه وكړي.د دې ډول مكتوب په ليږلو سره، دولت يو ځل بيا دا وښوده، چې د افغانستان حكومت د يو ډموكراتيك ن

11.02.2009 نجيب الله نايل

ښځې ژورنالېستانې خپلې ستونزې په خپله ښې حلولاى شي

په هېواد كې له څه د پاسه ديرش كلن ناتار، جنګ، جګړو او ناخوالو وروسته او د انتقالي دولت په منځ ته راتګ سره، سربيره پر نورو ټولنيزو برخو، په رسنيو كې هم د ښځو ونډه څه ناڅه پراخه شوې او ښځو د پخوا په پرتله وكولاى شول، چې د ژورناليزم ډګر ته ور ودانګي او په ټولنه كې د خپل فعاليت او كار وړتيا په ډاګه كړي. كه څه هم په تيرو دوو كلونو كې، چې په هيواد كې نا امنۍ ډيرې شوې، زموږ هغه خويندې، چې په رسنيو كې دندې تر سر كوي، له يو شمېر ستونزو او ګواښونو سره مخامخې دي.په تيرو دوو ك

11.02.2009 نجيب الله نايل

پرليکه ژورنالېزم

د ژورنالېزم پېژندوى:هر ليکني يا ناويل شوي روايت ته ژورنالېزم وايي چې هغه پېښې او واقعيتونه چې په ټولنه او د تاريخ په اوږدو کې ژورې ريښې لري، ګزارش کوي او يا يې څېړي (کېداى شي چې په يوه ټاکلي وخت پورې تړلي واوسي يا تاريخي او پخوانۍ بڼه ولري.) دغه روايتونه ژورنالېستان، ليکوالان او پازوال مديران ټاکي او ترتيبوي يې چې له يوې ټاکلې زاويې څخه يې بيان کړي؛ دا بيا په ليکوال پورې اړه لري چې په څه ډول يې لوستونکي ته وړاندې کوي.پرليکه Online د زياتو برخو رانغاړون

11.02.2009 نجيب الله نايل

ټلويزيوني خبري ګزارش

د ګزارش جوړول د خبري ژانرونو په لړ کې تر ټولو سخت او مسلکي کار دى چې په دې کې له نورو ژانرونو لکه، پلاټ، Sound Up، داستان يا کيسې او.... څخه ګټه اخيستل کېږي.خبري ګزارش شاوخوا دوه نيمې دقيقې وخت نيسي، مګر لکه د يوه سينمايي فلم غوندې ښايي د پيل درلودونکى واوسي يانې څوک په کې ښکته او پورته شي او د ليدلو پر مهال زړه راکښونکى او له زړه راکښونکي متن څخه برخمن وي.خبري ګزارشونه په دوديز ډول يا يې خبريال د پېښې له ځاى څخه لېږدوي چې کڅوړه (Package) ورته وايي او يا يې ايډېټران په خبرخو

11.02.2009 نجيب الله نايل

ټلويزيوني ژورنالېزم

لکه څنګه چې تاسې ټول پوهېږئ چې د خبرونو او ګزارشونو په جوړولو او وړاندې کولو کې ځيرتيا يا Accuracy د ځانګړي ځاى درلودونکې ده او هم بايد ټول خبرونه او ګزارشونه له دغې مهمې ځانګړتيا څخه برخمن وي. په څنګزني ډول، د هر خبر لپاره لاندېنۍ پېژندل شوې پوښتنې د يادولو وړ دي:١- څه پېښ شوي دي؟٢- چېرته پېښ شوي دي؟٣- څه وخت او کله پېښ شوي دي؟٤- څوک په کې ککړ يا دخيل دي؟٥- ولې دغه پېښ شوي دي؟٦- څنګه يا څرنګه دغه پېښ شوي دي؟دا د هر خبر لپاره هماغه پېژندل شوې شپږ پوښتن

10.02.2009 نجيب الله نايل

د ښيښه يي ګړۍ سبک

د رسنۍ په نننۍ نړۍ کې د خبر جوړولو لپاره درې سبکونه چې ډېر مهم دي، عبارت دي، له:•   د سرچپه هرم سبک Inverted Pyramid•   داستاني يا روايتي سبک Narrative•   د ښيښه يي ګړۍ سبک Hourglassد سرچپه هرم سبک د ټولو ژورنالېستانو لپاره په بشپړه توګه يو پېژندل شوى سبک دى. داستاني يا کيسه ييز سبک هماغه تاريخي سبک دى چې د نرم خبر Soft News په رامنځته کېدلو سره د دغه سبک ځايناستى ګرځېدلى دى او د ښيښه يي ګړۍ سبک هماغه له ليډ سره مل تاريخي سبک دى چې پر

10.02.2009 نجيب الله نايل

د مرکې کولو هنر

وايي چې: ((که ژورنالېزم مسلک دى، مرکه کول Interviewing يو هنر دى؛)) ولې؟ ښايي په دې دليل سره چې تاسې د يوه ژورنالېست په توګه بايد په ټول هنر سره پر دې وتوانېږئ چې نور اړ او يا وهڅوئ چې د هغوى د خوښې او ميل له مخې هغوى ته او يا هغوى تاسې ته معلومات په لاس درکړي، له تاسې سره د خپل زړه خبرې وکړي او يا داسې ټکي راڅرګند کړي چې دا ځواکمنتيا ولري چې ستاسې د رسنۍ او د ټولنې لپاره ګټور واوسي، ستاسې اورېدونکي، لوستونکي او يا کتونکي خبر، خوښ او راضي کړي.تاسې بايد دا ځواکمنتيا ولرئ چې مر

10.02.2009 نجيب الله نايل

په افغانستان کې د مطبوعاتو بېخرته آزادي د ژورنالېزم مسلک ته يو ګواښ دى

په افغانستان كې د مطبوعاتو بېخرته آزادي مسلكي ژورناليزم ته ګواښ دى. زموږ زياتره ژورناليسټان د مطبوعاتو د آزادۍ چغې وهي، دوى داسې فكر كوي چې په ولسواكۍ كې ژورناليسټان څه چې يې زړه وغواړي او په چا پسې يې چې وغواړي، ليكلى شي، خو له اكاډميك پلوه دغه ډول آزادي د نړۍ په هيڅ هېواد كې شتون نه لري او سل په سلو كې د مطبوعاتو آزادي يو خيال دى چې هيڅكله هم د عمل جامه اغوستلى نه شي.په علمي لحاظ د مطبوعاتو آزادي پرتليزه ده، دولتي كنټرول په هر ځاى كې شته، چېرته لږ او چېرته ډېر. د مطبوعاتو د آز

09.07.2008 نجيب الله نايل

اسلام او ژورنالېزم

كله چې ژورنالېزم د انساني ژوند يو اړين ضرورت او په ټولنه كې مهم او كارنده رول لري نو ذهن ته دا پوښتنه راپيدا شي چې څنګه كېدلى شي اسلام په دې اړه اصول او لارښوونې ونه لري.كله چې يو ژورنالست غواړي په دې ډګر كې كار وكړي نو بايد پوه شي چې خپله دنده لـه كومو اصولو سره سمه پرمخ بوځي؟څه شى خپاره كړي او د څه شي لـه خپرولو ډډه وكړي؟ عظيم الشان قران او نبوي سنت په دې اړه څه لارښوونې لري؟ د پورتنيو سوالونو د ځواب موندلو لپاره كه د قران عظيم الشان او نبوي ارشاداتو پاڼې راواړول شي نو د ژ

09.07.2008 نجيب الله نايل

اخبار ليکنه څه شي ده؟

انساني ژوند په يوې ورکې پسې د لټون په پاز د اندېښنو په ساحل کې په منډو تېرېږي، دغه پلټنه د پنځ يوه ځانګړنه ده، د څښتن تعالى په دې ويړه نړۍ کې انسان د نويو خبرو او ناڅرګندو خزانو د ترلاسه کولو لپاره د څرک موندنې په موخه د ساينس، پوهې، لوړتابه پوړۍ وهلې او لار وهي چې يو شمېر حيرانوونکې لاسته راوړنې هم لري.اړتيا وه چې ورځنۍ موندنې، لاسته راوړنې او پېښې چې په هيوادونو، ښارونو او کليو بانډو کې رامنځته کېږي، هغو خلکو ته ورسول شي چې ترې ناخبره وي او دغه غوښتنه په هر انسان کې وي چې له ه

08.07.2008 نجيب الله نايل

د چاپي رسنيو نيمګړي اړخونه

که څه هم زموږ په هېواد کې ژورنالېزم ډېر اوږده پړاوونه تر شا پريښي، خو تل له يو لړ ستونزو لکه د تجربې د نشتوالي او تقليد ښکار ګرځېدلي. که چېرې څوک تېرې ژورنالېستيکي هڅې تر غور لاندې ونيسي، ډېر کم به د نوښت څرک ولګوي. دا مهال په لسګونو چاپي رسنۍ (ورځپاڼې، اوونيزې، جريدې، مجلې او مهالنۍ) خپرېږي، خو دا ټولې خپرونې د ورته والي ښکار دي. که له بازاره دوې يا درې مجلې راونيسئ، نو د سينما، سپورټ، اقتصاد، سياست، ادب، مرکې او نورې برخې به هره مجله ورته ولري، هغه د چا خبره که له ځينو مجلو پښتۍ (

06.07.2008 نجيب الله نايل

یوه بښنه او سپيناوى

په سهوې سره د ليكوال او ژورنالېست ښاغلي احمد الله ارچيوال ليكنه د (ادب او ژورنالېزم) تر سرليك لاندې د ښاغلي عبدالغفور لېوال په نامه چاپه شوې وه، چې بښنه يې غواړو.

05.07.2008 نجيب الله نايل

راپورتاژ څه شی دی؟

 راپورتاژ يا د سترګو ليدلي حال هغه نكل يا راپور ته وايي چې بنسټ يې پر رښتينولۍ ولاړ وي.راپورتاژ په دوه ډوله دي:۱- د سترګو ليدلي حال نکل چې لوستونکيو او ليدونکيو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره پکارېږي.۲- يونليک يا د مساپرۍ راپور چې لوستونکيو يا ليدونکيو ته پردۍ نړۍ، د هغې نااشنا، د حيرانتيا وړ ځايونه، پردی هڅوب (كولتور) او د پرديو خلکو نکل کوي او يا هم د دې لپاره چې لوستونکي او ليدونکي وهڅوي چې په سيل ووځي، نو ځکه هم ډېرې داسې هاند و هڅې شوې دي چې د

05.07.2008 نجيب الله نايل

د خبري آژانسونو لړليک

په ټوليزه توګه په نړۍ کې درې ډوله خبري آژانسونه شتون لري. ١- سيمه ييز آژانسونه:سيمه ييز آژانسونه هغو آژانسونو ته ويل کېږي چې له خپل اړوند هېواد پرته په سيمه او ګاونډيو هېوادونو کې هم رسمي څانګې لري. په سيمه ييزو آژانسونوکې ټول ټال ١٦ آژانسونه ګډون لري چې لاندې لښتليک کې يې نمونې کتلاى شئ:د اروپا خبري آژانس Agency of Europe (AE)د سوېلي امريکا خبري آژانس Association of National Informationد کارابېن خبري آژانس Caribbean

23.06.2008 نجيب الله نايل

دژورنالیزم اخلاق Press Ethics

مفهوم Meaning:اخلاق څه شی دي؟ په اکسفورډ ډکشنري کې د اخلاقو مانا داډول  بیان شوې چې: “Rule of conduct recognised in certain limited department of human life.”د ژورنالیزم  اخلاق هغه ژورنالیستي معیارونه دي، چې د یوشي ښه یا خراب، سم یا ناسم، مسول او غیرمسول  ارزښتونه  ټاکي. دغه ژورنالیستي معیار ته  د ژورنالیزم ارزښتونه (Canons of Journalism) هم وایي. د ژورنالیزم داارزښتونه د ژورنالیست دندې او مسولیتونه هم ټاکي، لیکن هغه دندې او مسولیتونه کوم قانوني

20.06.2008 نجيب الله نايل

آيا رسنۍ له مافيا سره اړيکې لري!؟

په دې وروستيو کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په افغانستان کې پر رسنيو تور لګولاى دى چې له مافيايي کړيو سره اړيکې لري.دولت او رسنۍ سره هغه تړلي نومونه دي چې هره ورځ له يوه او بل سره سر و کار لري يانې دولت دې ته اړ دى چې دوى د رسنيو له لارې ولس له خپلو پاليسيو او نورو چارو څخه خبر کړي او ورسره د رسنيو هم دا کار دى چې وګړي د دولت له ټولو چارو او هغه څه چې د دروازو تر شا پېښېږي؛ د تبصرو، شننو، څېړنيزو راپورونو او ګرديو مېزونو له لارې تل خبر وساتي. ځينې وختونه داسې هم پېښ شوي د

17.06.2008 نجيب الله نايل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more