لکه څنګه چې تاسې ټول پوهېږئ چې د خبرونو او ګزارشونو په جوړولو او وړاندې کولو کې ځيرتيا يا Accuracy د ځانګړي ځاى درلودونکې ده او هم بايد ټول خبرونه او ګزارشونه له دغې مهمې ځانګړتيا څخه برخمن وي. په څنګزني ډول، د هر خبر لپاره لاندېنۍ پېژندل شوې پوښتنې د يادولو وړ دي:
١- څه پېښ شوي دي؟
٢- چېرته پېښ شوي دي؟
٣- څه وخت او کله پېښ شوي دي؟
٤- څوک په کې ککړ يا دخيل دي؟
٥- ولې دغه پېښ شوي دي؟
٦- څنګه يا څرنګه دغه پېښ شوي دي؟
دا د هر خبر لپاره هماغه پېژندل شوې شپږ پوښتنې دي چې بايد خبر ورته ځواب ووايي. له بل لوري، د ټينګار او تاکيد وړ ټکى په ټلويزيوني ژورنالېزم کې د شتو خبرونو او ګزارشونو په اړه اړيکه يا ربط Relevance دى. کېداى شي چې د خبر News د ويي لپاره لاندېني وييونه د معادل په توګه وکاروو: معلومات- خلک- حقيقتونه- موږ څه وايو؟- څه نوي- وختتېرى يا تفرېح چې په انګرېزۍ کې يې معادل داسې راوړل کېږي: Information- People- Realities- What We Say?- Anything New- Entertainment
د خبري برنامو په چمتو کولو کې بايد درې آرونه له ياده ونه ويستل شي؛ خبر بايد نوى، رښتيا او په زړه پورې يا زړه راکښونکى وي او که چېرته خبر دغه درې ځانګړتياوې ونلري، نو سمون په کې راولئ. اوس بايد وکتل شي چې کوم څيزونه د يوه ټلويزيوني خبر د رښتياينې او د زړه راکښونتيا لامل کېږي؟
What Makes A Good TV News Program?
١- په ټلويزيوني خبر کې لومړنى څيز انځور Picture دى يانې ټلويزيون يوه انځوريزه رسنۍ ده.
٢- وييونه يا کلمات Words
٣- وړاندې کوونکى Presenter
٤- چمتوکوونکى يا توليدوونکى Producer
٥- مدير يا Director چې د تخنيکي مسئلو پازوال (مسؤل) دى او د غږ او انځور په اړه الواک (نظر) ورکوي او هممهال د يوه توليدوونکي په توګه هم پازوال دى.
٦- د ښې چال چلند شتون
٧- وړ او مناسب ميوزيک کارول هم په خبري کارونو کې له مهمو مسئلو څخه شمېرل کېږي، د بېلګې په توګه کېداى شي چې د يوه سملاسي يا عاجل خبر د خپرېدو څرګندوونکى واوسي.
٨- ښه نظم او اداره، نن ورځ توليدوونکي پاڅېږي او خبرونه وايي چې دا نوښت هغې امريکايي لوبې ته ورته دى چې يو کس راپاڅي او په دېواله کې پر شوې نښې اووه شتي يا غشي وروتوغوي.
٩- ښه سموونکي يا ايډېټر په خپله ژورنالېست دى چې په دوديز ډول کولى شي، خپله برنامه چمتو او کنټرول وکړي.
١٠- Design Studio and Scene د سټوډيو او مناسب ځاى يا صحنې جوړول. نن ورځ د سټوډيو په جوړولو کې له هغې نمونې يا ماډل څخه ګټه پورته چې د دايروي Circle جوړښت په نامه سره يادېږي، په دې نمونه کې يو توليدوونکى کېني او دويم توليدوونکى د خبر له پيل سره له د سټوډيو له کونجه د څوکۍ پر لوري راځي او د خبر لوستلو پر مهال کېني. له بل لوري هم، درېيم توليدوونکى د بېلګې په توګه د لوبو يا ورزشي خبرونو د لوستلو لپاره سټوډيو ته ننوځي چې خبرونه يوې بلې کېمرې ته ووايي چې ثبت شي.
وييونه او انځورونه دواړه په ګډه سره کولى شي چې ټلويزيوني خبرونه لا زړه راکښونکي کړي. په لويديزه اروپا کې وګړي پر دې ګروهمن دي چې بايد باکيفيته خبرونه شي او دغه کار د انځورونو پر مټ سر ته رسوي؛ بايد د کار غټه اندازه د انځورونو پر اوږو ورواچول شي. د لېتوانيا په هېواد کې زياتره ژورنالېستان پر دې باور لري چې وييونه تر انځورونو مهم دي، خو په سلو کې پېنځه اويا سلنه معلومات موږ د ليدلو له لارې او پاتې پېنځه ويشت د اورېدو له لارې تر لاسه کوو.
د يوې خبري کڅوړې News Package په جوړولو کې لومړى بايد انځورونه جوړ او چمتو شي او وروسته دې خبر د هغه څه پر بنسټ جوړ شي چې په انځورونو کې ليدل کېږي.
په راډيو کې د خبر جوړولو لپاره پر وييونو او غږونو Words and Sounds زيات ټينګار کېږي، خو په ټلويزيون کې زياتره وخت پر انځورونو ټينګار وي. البته د بېلابېلو هېوادونو په ټلويزيونونو کې د کار آرونه او شرايط ډول- ډول دي. د بېلګې په توګه، د بوتسوانا په هېواد کې هېوادمشر وايي: ((تر هر څه وړاندې بايد زما انځور ولرئ او وړاندې يې کړئ!)) خو د يوې بېلګې په توګه، په فرانسه کې د يوې الوتکې د چټکې او اضطراري ناستې په اړه انځورونو په بشپړ ډول هر څه ويل، چې په دې اړه خبر يوه نيمه ګړۍ وخت ونيو.

د ټلويزيون ډولونه:
١- دولتي ټلويزيون State TV
٢- عامه ټلويزيون Public TV
٣- خپلواک ټلويزيون Independent TV
د دولتي ټلويزيونونو په اړه، دولت د دغې رسنۍ ټول واکونه او اختيارات په لاس کې لري او د ټلويزيون او د هغه د برنامو د مالي بوديجې برابرول هم دولتي وي يا د دولت پر غاړه يې وي. د بېلګې په توګه د پخواني شوروي په جمهوريتونو کې چې ټولو دولتي ټلويزيونونه درلودل او دا مهال يې هم زياتره په همدغه اوتا (حالت) کې دي، له دولته سرغړونه کولى نشي. په دغو جمهوريتونو کې د خبرونو برنامه پر څلورو بېلابېلو برخو لکه سياست، اقتصاد، کولتور او لوبو باندې راڅرخي او هيڅ د خبرونو اهميت او د ليدونکيو زړه راکښونتيا ته پاملرنه نه کېږي.
په زياترو افريقايي هېوادونو کې هم همدغه اوتا واکمني چلوي، خو اوس هم د نړۍ په زياترو هېوادونو کې له دولتي ټلويزيونونو څخه د عامه ټلويزيونونو پر لوري د بدلون يو تدريجي خوځښت شتون ولري. د عامه ټلويزيون پانګه خلک او وګړي پوره کوي او دغه ټلويزيونونه هم د خلکو پر وړاندې پازه (مسؤليت) لري. مګر په ټوليز ډول ويل کېداى شي چې ډيموکراسي پر پاڼې زړه راکښونکې، خو په کړ يا عمل کې سخته ده. په هغو هېوادونو کې چې د ډيموکراسۍ ژمن او مدعيان دي، لکه انګلستان، په مدني ډول يا Civilized Way د بي بي سي غوندې شبکه کنټرولوي چې دغه چاره زياتره وخت د Gentlemen Club څانګې په نامه له خوا ترسره کېږي. زياتره بانک لرونکي، سياستوال او د انګلستان لوړپوړي چارواکي په دې غونډه کې غړي دي، له يو بل سره ليدنې کوي او د هېواد د مهمو مسئلو په اړه په کې هوډ نيسي او پرېکړې کوي.
د بېلګې په توګه، کله چې يو ژورنالېست دغې غونډې ته د شپنۍ خوړلو لپاره رابولي، نو وايي:
Toney Is Not Happy!
دا يو زيات بد خبر دى او د دې مانا دا ده چې د دغه ژورنالېست له ګزارش څخه لومړى وزير ناخوښ دى او جاج يانې مفهوم يې د ژورنالېست له کاره ګوښه کول دي.
په ځينو هېوادونو کې يواځې عامه ټلويزيون شتون لري او د خپلواکو يا ځاني (شخصي) ټلويزيونونو جوړېدلو او تاسيس ته اجازه نه ورکوي. په امريکا کې عامه ټلويزيون شتون نلري. ځينې خپلواک ټلويزيونونه هم په بشپړ ډول د مالي او مادي موخو په چوپړ کې وي، لکه د Sky News ټلويزيوني شبکه چې د Robert Maxwell په نامه د يوه بډاى اسټراليايي په ولکه کې ده.
لکه د برتانيا غوندې ځاى کې، د ټلويزيون کارکوونکي يې د هېواد پر کولتوري اوتا پوه Self- Controlled وي، خو د الجزيرې غوندې شبکو کې د دغه ډول جاج او مفهوم ځايول ډېر سخت کار دى او د دغې شبکې زياتره کارکوونکي دا غوره ګڼي چې په عراق کې د مايکروفون پر ځاى له وسلې څخه ګټه پورته کړي.
د چرچيل په وينا: په جګړه کې حقيقت (رښتيا) زياته مرګ ژوبله اړوي!
Truth Has The Most Casualties In The War!

د ټلويزيون د ليدونکيو د کموالي لامل:
١- ټلويزيون نېغه په نېغه يا مستقيمې کتنې ته اړتيا لري او زياتره خلک دغه کار نه کوي.
٢- لکه د انټرنېټ غوندې وسيلې په رامنځته کېدلو سره، د معلوماتو د تر لاسه کولو اسانتيا يې رامنځته کړې او د وخت له بېځايه تېرولو څخه مخنيوى کوي.
٣- راډيو هم د څرنګوالي (کيفيت) له مخې په ټولنه کې لوړ ځاى نيولى دى.

څه وکړو چې خپل ليدونکي له ځانه سره وساتو؟
١- په برنامو کې ښه والى او پياوړتيا Consolidation پيدا کول.
٢- خپل آرونه او سټنډرډونه بايد پر خپل ځاى او غښتلي وساتئ او برنامې ورځ تر ورځې ښې کړئ.
٣- د خبري برنامو بياځلي يا تکرار زيات کړئ. د بېلګې په توګه، په برتانيا کې کې هره ګړۍ پېنځه (٥) دقيقې خبرونه لري، ديارلس (١٣) دقيقې د غرمې تر يوې (١) بجې وروسته، دېرش (٣٠) دقيقې تر غرمې وروسته پر شپږ (٦) او لس (١٠) ګړيو کې او پر څلورو (٤) بجو د لسو (١٠) دقيقو خبري برنامه د شپې په اوږدو کې خپروي. د يوه ټلويزيوني چينل په اړه د پرېکړې او قضاوت اصلي معيار د هغه خبري پوښښ يا خبري برنامه ده. خبر په اصل کې د ټلويزيون ويترين   يا Shop Window دى.

څه ډول د خبرونو اعتبار زيات کړو؟
١- تجربه Experience د خبرونو د اعتبار د ساتلو لپاره تر ټولو مهم لامل دى.
٢- د کارکوونکيو په ترکيب او ګومارنې کې بايد له ځوانانو ګټه واخيستل شي.
برابرې يا متعادلې خبرخونې Balanced Newsroom ته رسېدل سخت دي، وياند او توليدوونکى بايد ځواکمن او هڅاند واوسي. په انګلستان کې ځينې توليدوونکي ځوانان دي، دا د دې لپاره چې ځوانان جذب کړي او ځينې وخت لکه د سويې غوندې کله دېخوا او کله هغې خوا ته الوځي چې دغه چاره د ليدونکي د ستړيا او اريانولو لامل کېږي او پايله يې بې اعتباري No Credibility ده.
اعتبار د يوه خبري سازمان تر ټولو مهم څيز دى او يو توليدوونکى بايد پياوړې ځواکمنتيا يا توانايي ولري چې دغه اعتبار پر خپل ځاى وساتي. بايد ليدونکى يا مخاطب وپېژني او پوه شي چې څوک دى؟ او څه وخت ټلويزيون ګوري؟ او پر همدې بنسټ يې خبرونه بايد د څلرويشتو (٢٤) ګړيو په اوږدو کې تازه او پر وخت دې برابر Update شي.
له طنز څخه ګټه اخيستل زيات ارزښت لري، خو بايد د هغه محدوديتونه هم وپېژندل شي.

د خبر د خپرېدا وړ او مناسب وخت کوم دى؟
په حقيقت کې هماغه Peak Time دى چې د بېلابېلو کولتورونو او ټولنو کې بېلابېل شکل لري. د بېلګې په توګه، په برتانيا کې خلک د شپې له اتو (٨) څخه تر لسو (١٠) بجو پورې د خبرونو د اورېدلو او د زړه راکښونکيو برنامو د ليدلو لپاره چمتو وي، د بېلګې په توګه، د Correction St. په نامه ټلويزيوني سريال چې د مانچسټر د بندر د جادې په اړه جوړ شوى دى، څلوېښت (٤٠) کاله کېږي چې د برتانيا په ټلويزيون کې خپرېږي او دا مهال هم زيات ليدونکي لري.

د برنامو بدلول او ټاکل:
د برنامو بدلول او د هغوى ټاکل بايد د کوچنيوالي يا لنډوالي، پرله غښتيوالي (تدريجي) او ادبي ځانګړتياوې ولري. د بېلګې په توګه د بېلاروس د هېواد نوم اخيستلى شو چې دا مهال خپلواک ټلويزيون لري. د ټلويزيوني برنامو د څرنګوالي په پورته کولو کې بل لامل توليدوونکي دي. توليدوونکي په لويديزه اروپا کې لوى او سخت وګړي دي او زياته تنخوا تر لاسه کوي. په خپلواکو ټلويزيونونو کې زياته تنخوا تر غرمې وروسته د کار توليدوونکيو ته ورکول کېږي چې آن له دغو توليدوونکيو څخه يې يوه ډله په کال کې د درې سوه پېنځه اوياوو (٣٧٥) په کچه پونډ تر لاسه کوي.
توليدوونکى د برنامو په جوړولو کې مهم نخچ ترسره کوي، په ځينو هېوادونو لکه روسيه کې د ليدونکيو د جذب لپاره له اريانوونکيو طرزونو څخه کار اخلي، لکه ښځينه توليدوونکې په يوه ځانګړي سينګار سره برنامه جوړوي. لکه د انګلستان غوندې هېواد کې د روسيې غوندې مخکښ نه دي او توليدوونکي يې په حقيقت کې لوبغاړي نه دي، بلکې په خپله ژورنالېستان ګڼل کېږي.
توليدوونکى بايد پوه وي چې څه وايي او اړينه نه ده چې بايد ښايسته واوسي. د مسؤل مدير په پرتله په لويديزو هېوادونو کې د توليدوونکي د ټاکنې په اړه هوډ يا پرېکړه سخته ده. همدارنګه د ژورنالېست نخچ هم مهم دى، هغه داسې چې د خبر د پيل سريزه چې هغې ته Link هم وايي، چمتو کوي چې توليدوونکى يې ووايي.
د توليدوونکي يا د خبر د وياند تر ټولو مهمه ځواکمنتيا نه وېرېدل The Ability Not To Panic دي چې بايد ونه ډار شي او ځواکمن واوسي. د بېلګې په توګه، کله چې دوو توليدوونکيو (يوه ښځه او بل نر) په يوه خبر کې چې د ښځو د حقوقو په اړه په انګلستان کې د ټولنيزو تاوتريخوالو د پېښېدو پر مهال خپرېده، له ښځو څخه يوې ډلې پر نرينه توليدوونکي بريد ترسره کړ او هغه يې له خپلې څوکۍ څخه ويسته او لېرې يې غورځاوه، خو کېمره د ښځينه توليدوونکې پر برنامې باندې متمرکزه وه او دا چې د نرينه توليدوونکي او د ښځو تر منځ د شخړې غږ هم اورېدل کېده، مګر ښځينه توليدوونکې په ځواکمنتيا سره خپل کار ته ادامه ورکړه.
د ښه توليدوونکي تر څنګ د يوه ځواکمن پازوال (مسؤل) مدير شتون هم اړين دى. دغه کس د خبري سرليکونو د ټاکنې پازوال دى او د يوې خبري برنامې کاميابي او ناکامي په هغه پورې اړه لري. همدا اوس په انګلستان کې يو نوى دود رامنځته شوى دى او يو تحصيل شوى کس چې د توليدولو، ژورنالېستۍ، انځوراخيستنې او غږ اخيستنې ځواکمنتيا ولري، د زياتو مهارتونو د درلودونکي Multi- Skills کس په توګه يې ټاکي چې کمه تنخوا واخلي او د يوه Video Journalist په توګه کار ترسره کړي؛ چې دغه کار زما له نظره کم عقلتوب او کم پوهي ده.
هر څومره چې زموږ خبرونه جدي او بد وي، بايد په پاى کې پر يوه خوښوونکي Funny خبر سره پاى ومومي، لکه داسې خبر: يو خر چې د ونو له پاڼو څخه يې سر راويستى وي. پانې پاى مو بايد نرم وي، په تېره د شپې په خبرونو کې چې وروسته ترې خلک خوب کوي.
د خبري برنامې جوړښت:
لکه د بي بي سي غوندې شبکو کې د خبرخونې جوړښت دوې برخې لري؛ د Intake برخه او د Output برخه چې هره يوه برخه يو پازوال مدير لري او پر هرو دوو برخو يو کس چې د Head of News نوم لري، څارنه کوي. د دغو دوو برخو د پرسونل شمېره د ټلويزيون په لويوالي او کوچنيوالي پورې اړه لري او د بي بي سي په لومړۍ برخه کې د شپېتو (٦٠) کسو په کچه او په دويمه برخه کې له (٣٠٠) څخه تر (٤٠٠) کسو پورې په کې کار کوي. خو په کوچنيو شبکو کې د دغو مامورينو شمېره له دوو څخه تر درېيو پورې په Intake برخه کې او له اتو څخه تر لسو کسو پورې په Output برخه کې وي.
ټولې ټيليفوني اړيکې، فکسونه، برېښناليکونه، ليکني بلنليکونه او د خبري غونډو بلنليکونه په خبرخونه کې موندل کېداى شي او دغه معلومات کمپيوټر ته ننباسل کېږي او وروسته د خبرخونې د معلوماتو د وړاندې کولو له برخې څخه معلومات خلکو ته وړاندې کوي.

د Intake برخې کارونه:
١- پازوال مدير
٢- مرستيال، په دوديز ډول د دغو مرستيالانو شمېره دوه کسه وي.
٣- فني ډله: دغه کسان د انځوراخيستنې او غږ اخيستنې Sound Man دندې ترسره کوي. Cameraman هماغه کس دى چې څو کارونه ترسره کوي. د دغې برخې پرسونل له پوليسو او اطفايې سره په اړيکه کې وي او هره ګړۍ له هغوى سره اړيکه ټينګوي. د نن ورځې په ټولو پوليسو شبکو کې رسنيز يا مطبوعاتي پوليس شتون لري چې ژورنالېستانو ته معلومات ورکړي.
٤- ټرانسپورټ: په خبرخونه يو کس يا څو کسان بايد ټولې ورځپاڼې او راډيوګانې واري او تر لاسه کړي چې معلومات ترې تر لاسه کړي. د دغې برخې پرسونل د سهار له اوو بجو څخه پر کار پيلوي او د مازيګر تر اووه نيمو بجو پورې پر کار بوخت وي. د سهار پر اووه نيمو بجو د هغوى لومړنۍ ناسته دايرېږي او ورځنيو دندو مهالوېش Daily Operational Schedule چمتو کوي او د سهار پر لسو بجو له ژورنالېستانو سره لومړنۍ ناسته دايرېږي او د دندو تر تشرېح وروسته څو ډلې ګومارل کېږي او هره ډله په خپل کار پسې ځي.

د Output برخې کارونه:
١- پازوال مدير
٢- مرستيال
٣- بولېټن ليکونکى او سموونکى
٤- توليدوونکي ژورنالېستان: د دغو توليدوونکيو ژورنالېستانو شمېره د خبري شبکې په لويوالي او کوچنيوالي پورې اړه لري. د Output د برخې پازوال مدير د Intake د برخې له پازوال مدير سره يوه غونډه نيسي او د هغه نوي خبر په اړه چې بايد خپور شي، يواځې او يواځې د Output د برخې پازوال مدير پرېکړه کوي.
٥- سيمه ييز آزاد ژورنالېستان
٦- په ملي کچه آزاد ژورنالېستان
٧- بهرني آزاد ژورنالېستان: په وروستني پړاو او د مازيګر د درې نيمو بجو په شاوخوا کې دويمه اداري غونډه Editorial Meeting دايرېږي او د ورځې دويمې برخې کارکوونکيو ته خبردارى ورکوي چې د شپې د لسو بجو خبرونه چمتو کړي. په بي بي سي کې پازوال مديران د زيات کار له امله په دنده کې زيات وخت پاتې کېداى نه شي، هغه چې وايي:
There Is No Job For Life In BBC.
په Output برخه کې کله ناکله د خبرونو د غځېدنې په موخه توليدوونکي دوه کسه کېږي:
١- ځايي توليدوونکى Location Producer
٢- د مرکې توليدوونکى Interview Producer
چې دوى د ژورنالېستانو له منځه ټاکل کېږي. د ځينو پېښو په لړ کې سموونکې څانګه Edit Suite هم جوړوي چې د خبرونو د ښې ادارې او کنټرول لپاره خبرخونې جوړوي او ځينې وخت يې شمېره تر دولسو کسانو پورې ورسي او د هغوى کار توليدي ژورنالېستانو ته د خبرونو توليد او نېغ لېږل دي. همدارنګه په ځينو وختونو کې لکه د بم غورځونې غوندې له News OB Unit څخه ګټه پورته کړي.
OB= Outside Broadcasting
که چېرته داسې اوتا رامخې ته شي چې هوډ او پرېکړه نيول د پازوال مدير لپاره سخت وي، له په مخ پورته ارجاعي سيسټم Referral Upload System څخه ګټه اخلي چې په ټولو مسئلو کې د خبر ايډېټر او لوړپوړو چارواکيو ته مخ اړوي. ځينې وخت توليدوونکى په نېغ ډول له سيمه ييز ژورنالېست سره خبرې اترې کوي چې دغه خبرې اترې لکه د Live Room غوندې دي او ژورنالېست په بشپړه توګه خبرې کوي. نن ورځ سټوډيوګانې وړې شوي دي او دوه توليدوونکي له څلورو روباتيکو کېمرو سره کار کوي. د توليدي چارو مرستيال د سرليکونو د مهالټاکنې دنده پر غاړه لري او مرستيال چمتو شوي توکي هم تازه Update کوي. توليدوونکى هم غوږۍ لري چې يواځې توليدوونکى او کارکوونکي کولى شي چې له هغه سره خبرې اترې وکړي.
اوس د مخاطب Audience او هم د برنامو د جوړولو Building of Program په اړه غږېږو.

 

ولې مخاطب مهم دى؟:
لکه څنګه چې هغوى زموږ رانيوونکي او ليدونکي دي او موږ هغوى ته خپل خدمتونه رسوي؛ بايد پوه شو چې هغوى له موږ څخه څه غواړي. زموږ په هېواد (انګلستان) کې له دوو لارو څخه رانيوونکي يا مشتريان جذبېږي:
١- د زياتې پانګې لاره: چې مسلکي بازارموندونکي ګومارل کېږي او هغوى د مخاطب اړتيا پېژني.
٢- د ساده او کمې پانګې لاره: په دې تګلاره او روش کې له ځانګړيو ډلو يا ګروپونو Focus Groups څخه ګټه اخيستل کېږي چې د بېلګې په توګه په تهران کې، ښار کې په شلو ٢٠ برخو وېشل کېږي او د بېلابېلو مام (منګ) لرونکيو شل بېلابېلې ډلې ټاکو چې له خلکو څخه د هغوى د اړتياوو په باره کې پوښتنه وکړي.
مخاطبين د مام له مخې پر دوو ډلو A & B Groups او هم پر C & D Groups باندې وېشل کېږي چې دويمه ډله چې د مام له مخې لوړه ده، لږ اهميت هم لري.
هغه برنامې او ګزارشونه چې موږ يې چمتو کوو، بايد خپه کوونکي Depressing نه وي، بلکې بايد خندوونکي Funny او په زړه پورې Interesting وي. د ګزارشونو په پاى کې هم په خپله خبريال ځان معرفي کوي چې دغې برخې ته Tag Line وايي.
د خبري ګزارشونو په جوړولو او وړاندې کولو کې له نورو مهمو مسئلو څخه انساني خوا ته پام او د خبر انساني کول Humanizing دي چې د دې ډول نمونې لپاره هغه ګزارش دى چې يوه وسله وال کس په سکاټلېنډ کې پر يوه ښوونځي بريد کړى ؤ او شپاړلس ١٦ زده کوونکي يې وژل وو.
ځينې وخت په ګزارشونو کې کولى شئ ې د اړيکې Relevance پر ځاى له انساني کولو Humanizing څخه ګټه واخلئ.

د يوه ښه ګزارش ځانګړتياوې:
١- ښه انځور ولري.
٢- داسې وييونه او جملې ولري چې بشپړوونکي وي.
٣- توازن ولري.
٤- ناپېيلى او له شخصي نظر څخه پاک وي.
يانې خبريال بايد د خپل نظر يو ټکى هم په کې داخل نکړي، بلکې هغه څه چې ويني، بايد ګزارش يې کړي چې دا کار خورا سخت دى.
٥- دواړه يا ښکېلې خواوې په کې غږول شوي وي.
٦- په ښه مهارت سره ليکل او ويل شوى وي.

څنګه خپل مخاطب له ځانه سره وساتو؟:
هر کله چې خبر اوږدېږي او تکراري او بېساه مسئلې په کې وړاندې کېږي، ليدونکى چې تازه له کاره ستړى راګرځېدلى دى، پرته له دې چې پر څه پوه شي، د ټلويزيون مخ ته ځير کېږي چې دغه کار ته Glazing Factor وايي.
د دغه ډول حالت د پېښېدو د مخنيوي لپاره، د بېلګې په توګه د خبري سروېس يوه دېرش ٣٠ دقيقه ييزه برخه پر دوو برخو وېشو:
په لومړۍ برخه کې، لومړى ٥ خبري سرليکونه خپروو او وروسته د سختو خبرونو Hard News په اوږدو کې له نرمو خبرونو Funny څخه ګټه اخلو او د دوو برخو په منځ کې له سوداګريزو خبرتياوو څخه ګټه اخلو؛ خو تر سوداګريزې خبرتيا وړاندې د پاتې برخې د سرليکونو يادونه هم کوو.
کله چې په دويمه برخه کې له يوه ګرم او تازه خبر څخه ګټه اخلو، په دې ځاى کې د Focus Groups نخچ او د خلکو د راکښونتيا پر اړوندو مسئلو پوهېدنه او درک ډېر زيات مهم دى چې د دغو ډلو لاسته راوړنې لامل کېږي چې نرم خبرونه چمتو کوو.
د خبرونو په پاى کې د خبرونو د لنډيز له اعلان څخه ګټه وانخلئ او له دې غونډلې (جملې): په پاى کې.... And finally څخه ګټه واخلئ او وروسته يو خندوونکى يا خوشالوونکى خبر راوړئ چې په هغه کې له Sound Bite څخه مناسبه ګټه اخيستل شوې وي.

د يوه مهم خبر د خپراوي لپاره له کوم طرز څخه کار واخلو؟:
د مهمو خبرونو د خپراوي لپاره کولى شئ چې له څو کڅوړه ييز طرز Multi- Package څخه ګټه واخلئ. په يوه خبري سروېس کې د مهم خبر د وړاندې کولو لپاره تر ټولو اسانه طرز دى چې په بشپړه توګه دغه برخه ډکولى شي؛ خو د خبر د بې اهميته کېدلو د مخنيوي لپاره يې پر څو برخو وېشو. په هره برخه کې د ليدونکي او اورېدونکي لپاره پوښتنې راولاړېږي چې په پاتې برخه کې ورته ځوابونه ورکول کېږي.

د مرکې کولو تخنيکونه:
په لومړي سر کې بايد د انځورونو په اړه د ليکلو د طرز په باره کې Writing The Pictures وغږېږو. موږ بايد په پيل کې انځورونه چمتو کړو او وروسته متن Script وليکو. د دغه کار لپاره، د پاڼې پر مخ موازې کرښې وباسو او په اوږدو يې پر دوو نيمايي برخو وېشو:
ښۍ خوا ته وييونه يا کلمات او کيڼې خوا ته انځورونه دي. د هرو دوو موازي کرښو تر منځ واټن د يوې ثانيې په توګه منل کېږي او په هره ثانيه کې بايد د انځورونو پر مخ د درېيو په اندازه وييونه وکاروو، د دغو دوو موازي کرښو تر منځ هم وييونه هم ليکو.
تر هرو درې ثانيه يي درې برخو وروسته چې په هر يوه کې نهه ٩ وييونه ځاى پر ځاى شوي دي، د وينا يوه ټوټه يا Sound Bite هم په په کې ځايوو او په نورو راتلونکيو برخو کې درې ثانيه يي برخې او Sound Bites يا د وينا ټوټې به هم لرو.

په يوه ګزارش کې چمتو شوې برخې او جزئيات:
١- لاس پورې کوونکى Establisher: يا هماغه د لومړي شاټ برخه ده چې د ګزارش پيلوونکې برخه ګڼل کېږي.
٢- شاغالى Background
٣- د جزئياتو څېړونکى يا زياتوونکى Detailer: چې د ګزارش يا پېښې په اړه نور جزئيات ليدونکي ته وړاندې کوي.
٤- د کېمرې د انځور يوه ټوټه Camera Piece: چې په دې برخه کې خبريال د کېمرې پر وړاندې په څرګندېدلو سره هغو څيزونو ته نغوته (اشاره) کوي چې په انځور کې يې ليدلى نشئ.
له طبيعي غږونو څخه په ګزارش ورکولو کې ګټه اخيستل له مهمو مسئلو څخه شمېرل کېږي. په ټلويزيوني ژورنالېزم کې يو بل کس هم ډېر مهم دى چې Opener ورته وايي، دغه کس د ګزارش د چمتو کولو ټولې خواوې او هډوانه څاري.


عمومي قانون يا فارمول:
Kiss= Keep It Short & Simple
ساده او لنډ يې وليکئ، مخکې اړ وو چې په رسمي توګه يې وليکو، خو اوس له ګړنۍ ژبې او آن د کوڅې او جادې د سر ژبه رايجه شوې ده.
پيليزه Introduction بايد په ګزارش کې ځواکمنه وي، بايد داسې کار وکړو چې ليدونکى د ټلويزيون لوري ته مخ واړوي. پيليزه خبريال ليکي او توليدوونکي يا وياند ته يې ورکوي.
د راتلونکيو برنامو او پروګرامونو د جوړولو Forward Planning لپاره د Intake Desk په نامه يوه څانګه شته چې د بېلګې په توګه د ايډز د نړيوالې ورځې په رارسېدلو سره يو ګزارش د يوه کس په اړه چې پر ايډز ناروغۍ اخته وي، جوړ او پر نوموړې ورځې يې خپور کړي.
تر ځواکمنې پيليزې وروسته د ځواکمن متن نوبت دى چې بډايه يا غني منځپانګه ولري.  لاندېنۍ بېلګه د يوې الوتکې د رالوېدو د پېښې په اړه ده چې په سيسټماتيک ډول ښودل شوې ده:
١٥ ثانيې   ١٥ ثانيې   ١٥ ثانيې   ١٥ ثانيې   ١٥ ثانيې   ١٥ ثانيې   ١٠ ثانيې
---------   --------   ---------   --------   ---------   --------   ---------
ټوټه                نقل قول     شاغالى       جزئيات      نقل قول       نقل قول      پيليزه
چې په دې ګزارش کې په ترتيب سره ١٠ ثانيې د پيليزې لپاره او ١٥ ثانيې د نورو پړاوونو لپاره لکه د غږ، جزئيات، شاغالي او د انګلستان د هوايي کرښو له يوه چارواکي British Airway او کېمرې ته د خبريال د ودرېدو په موخه ځانګړې شوي دي.
ځينې وخت مرکې د لنډ وخت لپاره په کوڅو او جادو کې ترسره کېږي چې وخت يې تقريباً څلور ٤ ثانيې وي او د Vox Pops يا Voice of Peoples په نامه سره يادېږي.

د ګزارش په چمتو کولو کې بېلابېل پړاوونه شتون لري:
١- د انځوراخيستنې پر مهال Going of The Shoot: په دغه پړاو کې مهم ټکى د خبريال، غږ اخيستونکي او فلم اخيستونکى پام دى. پازوال مدير خبريال ته سکالو ښيي او دا هم اړينه ده چې انځور يا فلم اخيستونکى هم په دې سکالو کې دخيل واوسي.
٢- په انځوراخيستنه کې At The Shoot: دغه پړاو بايد د امکان تر حده چټک واوسي. Shoot Efficiently and Logically
٣- په سمون او ايډېټ کې At The Edit: ادارې ته په راستنېدو سره پازوال مدير او توليدوونکى له خپل راتګ څخه خبر کړئ. همدارنګه د چمتو شوي خبر پر څرنګوالي يې هم وپوهوئ او خپل ګزارش مو وړاندې کړئ چې د خبرونو په منځ کې ځاى وموندل شي. پيليزه بايد وليکئ او پر هغه چا چې مو باور او اعتماد نشته، ډډه ترې وکړئ. د مرکې په لړ کې داسې پوښتنې هم راپيدا کېږي چې بايد ونه پوښتل شي او داسې پوښتنې هم چې بايد وپوښتل شي.


د مرکې ډولونه:
١- د سټوډيو مرکه Studio Interview
٢- د پېښې په ځاى کې مرکه Location Interview
٣- د خلکو غږونه Vox Pops
چې په دې ټولو کې يې سخته د سټوډيو مرکه ده.
له مرکې څخه مو موخه څه ده؟
د هغې وخت څومره دى؟
په مرکه کې څو کسه دي؟
مرکه ژوندۍ ده يا ثبت کېږي؟
آيا د مرکه کېدونکي د شخصي ژوند په اړه ده؟
آيا غواړئ چې پر هغه نيوکه وکړئ؟
آيا غواړئ چې تاييد يې وکړئ؟
آيا د هغه پر مخينه او سابقه خبر ياست؟
د بېلګې په توګه، غواړو چې د انګلستان له لومړي وزير سره مرکه وکړو. په سر کې بايد آر سکالو يا اصلي موضوع څرګنده شي چې د هغه له احتمال ګوښه کېدنې يا استعفا څخه عبارت ده.
نو خپله دېرش ٣٠ دقيقه يي مرکه مو پر شپږو پېنځه ٥ دقيقه يي برخو وېشو، په لاندې ډول:
• ګوښه کېدنه (استعفا)....
• بوش....
• بهرنۍ پاليسي
• کورنۍ پاليسي
• اړيکې
اصلي پوښتنه بايد تل څرګنده شي چې ډېره مرسته کوونکې ده.

په مرکه کې لاندېنۍ مسئلې په پام کې وساتئ:
١- تل په مرکه کې ناست اوسئ.
٢- په لومړۍ پوښتنه کې يې د خبرو ماشين چالان کړئ.
٣- ډېر جنجالي مه اوسئ.
٤- باادبه او ارام واوسئ.
٥- خپلې کېدونکې پوښتنې ليکئ.
٦- تل ځوابونه ته غوږ نيسئ.
٧- مه احساساتي کېږئ.
٨- د بدن د ژبې Body Language سره مو احتياطي چلند کوئ.

هوډنيونه يا پرېکړه کول:
اوس د هوډنيونې يا پرېکړې کولو Taking Decision په اړه غږېږو. د خبر د جوړولو پر مهال هر کله چې له دردوونکيو يا خپه کوونکيو انځورونو سره مخ کېږو، د بېلګې په توګه لکه د پېښو، ټولوژنو، د فاجعو او.... په اړه چې بايد د هغو د خپراوي يا نه خپراوي په اړه پرېکړه وکړو.
مخکې د بي بي سي شبکې په پېښو کې د وژل شويو خلکو د انځورونو خپراوي ته په يوه تبعيض او توپير سره قايل وو او ناانګرېزي خلکو انځورونه يې ښودل، خو د انګرېزانو په باره کې به يې له خپراوي څخه ډډه کوله او دوى به وړاندې ګڼل؛ مګر اوس په دغې شبکې کې د ټولو انسانانو لپاره دغه قانون يو ډول پر مخ وړل کېږي.
په پېښو کې له مهمو مسئلو څخه درک، فهم او ذهنيت Perception په هغه اړه دي. د بېلګې په توګه د يوه دولتي مامور پر لوري د يوه بزګر بريد، اصلاً هيڅوک يې تصور نه کوي چې دغه بزګر دې خپل تهديد ترسره کړي.
په زياترو وختونو کې خشونت لرونکي انځورونه تر يوې اندازې پورې ښودل کېږي، خو د پرېکړو او مصلحتونو له مخې دغه کار محدود دى.
په ګزارشي مسئلو کې د ناسم ذهنيت او چټکتيا په اړه کېداى شي د بي بي سي هغه ګزارش ته نغوته وشي چې په يوه کښتۍ کې د ٢ دوه زره لکه وګړو د تلف کېدو په اړه ؤ چې په واقعيت کې مړه شوي نه وو، بلکې پر ژمني خوب ويده وو او دغه ناسم ګزارش د بي بي سي شبکې لپاره په زرګونو پونډونو زيان ورساوه. پر دې بنسټ حقايق بايد څو ځلې وکتل شي چې تېروتنه رامنځ ته نه شي.
نن ورځ زياتره وګړي په اروپا کې پر ټلويزيوني شبکو باندې د شخصي ويډيويي فلمونو د خرڅلاو له لارې پيسې تر لاسه کوي. په ټوليز ډول ويل کېداى شي چې د دردوونکيو انځورونو د خپراوي په اړه يو ډول Self Control شتون لري چې په خپله په کارکوونکيو کې ليدل کېږي او دغه چاره له خلکو څخه د پېرل شويو انځورنو هم رښتيا مومي.

د شپې تر نهو بجو وړاندې قانون Water Shed Rule:
د دردوونکيو او خپه کوونکيو انځورونو د ښودلو لپاره په انګلستان کې تر نهو بجو پورې تم کېږي او صبر کوي، ځکه چې دغه وخت د زياترو کوچنيانو د خوب وخت دى او تر دې وخت وروسته انځورونه ښيي. د دغه قانون ستونزه دا ده چې ښايي د شپې تر نهو بجو وړاندې رښتينى ژوند ونه ښودل شي.
په ټوليز ډول د انځورونو لپاره ليکل بدل شوي دي او زيات محدوديتونه په دې اړه پلي کېږي، د بېلګې په توګه چې څېړونکيو ښودلې ده چې تر خشونتونو او پېښو وروسته د زمکې پر مخ د وينو د انځورونو ښودل پر ليدونکي منفي اغېز لري، ځکه چې ټول ليدونکي پوهېږي چې د وينې تويېدنې پېښې څرګندول حتماً پېښېږي او ښودلو ته اړتيا نه لري.
ځينې وخت د خبري برنامې توليدوونکي او چمتوکوونکي په دوه لارې کې ودرېږي Dilemma چې دغه دوه لارې په ځينو حالتونو کې د برنامې د خپرېدو لامل کېږي چې په پاى کې د وتنې يا اخراج لامل کېږي. لکه د اروپايي کټوري د وروستنيو لوبو په لړ کې په بلژيک کې د نندارچيانو د انځورونو خپرول.
په انګلستان کې د دردوونکيو برنامو د خپرولو پر وړاندې حساسيت دومره زيات دى چې د دغه هېواد زيات وګړي په رواندا کې د ٢٥ زرو خلکو د ټولوژنې د خپراوي په اړه نيوکه او اعتراض وکړ، خو چا د دغې زياتې شمېرې مړينې ته هيڅ پام ونکړ.
د دردوونکيو انځورونو د خپراوي په اړه د خبرتيا لپاره مناسبه لاره دا ده چې د خبر د پيليزې په پاى کې يو لړ خبرتياوې ځاى کړو چې د پېښې څرګندوونکې واوسي چې ليدونکي چمتو کړي، مګر د دغه طرز نيمګړتيا دا ده چې ښايي د ځينو ليدونکيو د ليدنې حسونه په خوځښت راولي.

زرين يا طلايي قانون Golden Rule:
کله چې غواړئ د اړوندو انځورونو او خبري برنامو د خپراوي په باره کې پرېکړه کوئ، بايد يو څوک په دې اړه حتماً هوډ ونيسي چې د پېښې له چاپېريال څخه وتى واوسي، ځکه هغه څوک چې د پېښې په ځاى کې دي، د مسئلو تر نېغ اغېز لاندې دي او کولى نه شي چې سيمه ييز يا د منطقې په اړه فکر وکړي.
د هوډنيونې يا پرېکړې کولو آرونه يا اصول چې په ټولو هوډنيونو يا پرېکړې کولو کې ګډ دي:
١- د هوډنيونې په وسيله زه د څه شي د لاسته راوړلو هڅه کوم؟
٢- آيا دا هماغه هوډ دى چې زه يې اوس نيول غواړم؟
٣- تر اوسه پورې کوم هوډ نيول شوى دى چې اغېزناک دى؟
لاندېني څلور وييونه د هوډنيونې په لاره کې مرستندوى اوزار دي:
SWOT
١- ځواکمنتياوې Strengths
٢- کمزورتياوې Weakness
٣- چانسونه Opportunities
٤- ننګونې Threats
يانې د ځواکمنۍ ټکي، د کمزورتيا ټکي، چانسونه او ننګونې يا تهديدونه کوم يا څه دي او بايد هغه وپېژندل شي. د بېلګې په توګه د روسيې د خبري شبکې د مديرانو يوې ١٢ کسيزې ډلې دغه څلور آرونه په هوډنيونه کې تر کتنې لاندې نيولي او اغېز يې درلود، خو په نهايت کې د يوه ناپېژندل شوي عامل په توګه يې شتون درلود چې په نهايت کې اړ شوم خپلې موخې ته ورسېدم چې هغه مې د رشوت په وسيله تر لاسه کړل چې د موټرو مسؤل ته ورکړ.
دغه ناپېژندل شوي عامل ته X Factor وايي. دغه عامل هممهال له نظرونو پټ دى او په ځينو پړاوونو کې ذهن ته رسېږي او د ستونزې او مشکل حلوونکى دى. د هوډنيونې پاتې پړاوونه تر پايه او د هغو کتنه په لاندې ډول ده:
•   زما دندې څه دي؟
•   اوس بايد زه څه هوډ ونيسم؟
•   د هغو خلکو خبرول چې په پېښه کې ښکېل دي.
•   هغوى ته د دې وخت ورکول چې د ځان سپيناوى وکړي.
•   او د خپل هوډ څارنه کول.