د رسنۍ په نننۍ نړۍ کې د خبر جوړولو لپاره درې سبکونه چې ډېر مهم دي، عبارت دي، له:
• د سرچپه هرم سبک Inverted Pyramid
• داستاني يا روايتي سبک Narrative
• د ښيښه يي ګړۍ سبک Hourglass
د سرچپه هرم سبک د ټولو ژورنالېستانو لپاره په بشپړه توګه يو پېژندل شوى سبک دى. داستاني يا کيسه ييز سبک هماغه تاريخي سبک دى چې د نرم خبر Soft News په رامنځته کېدلو سره د دغه سبک ځايناستى ګرځېدلى دى او د ښيښه يي ګړۍ سبک هماغه له ليډ سره مل تاريخي سبک دى چې پراختيا يې موندلې او په خبري ګزارشونو کې په وړ او مناسب ډول کارول کېږي. په بل ډول، د خبر په پورتنۍ برخه له ليډ سره مل په تاريخي سبک کې موږ د يوه کوچني غونډله ييز (د جملې) له ليډ يا زياتره دوو کوچنيو غونډلو (زياتره ٣٥ وييونو) سره مخامخ يو؛ خو د ښيښه يي ګړۍ په سبک کې موږ له څو غونډله ييز ليډ سره مخامخ يو چې لوستونکي ته د خبر مهمې نکتې په پورتنۍ برخه کې وړاندې کوي او د سخت خبر لوستونکيو- مينه والو اړتيا پوره کولى شي چې د خبر لوستلو يا لوستلو واک ورکوي.
دغه ډول ګزارشونه کولى شي، د خبر هغه جدي لوستونکي چې د خبر د بشپړ داستان د اورېدلو حوصله هم نه لري او وايي چې: ((زر وايه! څه شوي؟))، په پام کې نيسي او هم د نرم خبر هغه نکته لټوونکي او د پوره حوصلې څښتن لوستونکي چې د ګزارش تر پايه برخه په برخه پوه شي.
د دغه ډول ګزارشونو ځاى زموږ په رسنيو کې تش دى. ډاډه واوسئ، که تاسې غواړئ چې د ښيښه يي ګړۍ د سبک په اړه زيات پوه شئ؛ دلته په دې اړه زياتې څرګندونې او له ټايم مجلې څخه مې يو ګزارش په همدې سبک کې له ((گزارش نويسي در مطبوعات)) له کتاب څخه درته غوره کړى دى.
په همدې اړه له پوينټر آنلاين Poynter Online څخه د چيپ اسکنلن يوه ښه ليکنه مې درته په لاندې متن کې درته وړاندې کړې ده.
The Hourglass: Serving the News, Serving the Reader
مهندسين او ليکوالان له يوه قانون څخه يو ډول پليوني (پيروي) کوي: جوړښت يا فورم له منځپانګې يا محتوا څخه پليوني کوي؛ په دې مانا سره، وړاندې تر دې چې تاسې د يوه چوکاټ اندازه جوړوئ، بايد محدوديتونه او دا چې په دې کې څه شيان اړين دي، پرې پوه شئ. تاسې کولى نه شئ چې په يوه کښتۍ کې د هاتي يا فيل د وړلو لپاره يو کوچنى او تنګ چاپېريال غوره کړئ.
مګر ژورنالېستان لکه د ليکوالانو غوندې زياتره وخت له ازمېيل شويو جوړښتونو او فارمولونو څخه پليوني کوي چې يو له هغو څخه د سرچپه هرم سبک دى. تاسې اړ يئ چې له دغو جوړښتونو سره اشنا واوسئ. که غواړئ يا يې نه غواړئ، تاسې به هوډ کوئ چې خبر مو له نويو لارو او روشونو څخه بشپړ کړئ.
د ژورنالېست او زاړه پازوال (مسؤل) چلوونکي بيل مېشل په وينا چې اوسمهال د پوينټر آنلاين پازوال چلوونکى دى، کليشه يي ليکنې او يو ډول فارمولونه د بدنامۍ او له بېلابېلو لارو د اخلاقو د له منځه تللو لامل کېږي او يواځې سملاسي اړتياوو ته ځواب ورکوي. هغه چې ژورنالېست له ليکوال سره په ښه ډول تړاو ورکوي، يو منظم او متمرکز شکل دى چې د خبرونو د ښه توليدولو لپاره کارول کېږي.
د پوينټر انسټيټيوټ د کارنده يا فعال ليکوال ((چيپ اسکنلن Chip Scanlan)) په وينا، د پيتر کلارک په وسيله پر ١٩٨٣ زېږيز کال وروسته له هغې چې هغه په خپلې سهارنۍ ورځپاڼې کې د نويو څيزونو پر ليکلو بوخت ؤ، د ښيښه يي ګړۍ پر سبک يې ونومول.
اسکنلن واي: ((هغه خبر نه ؤ، بلکې يو رامنځته شوى خبري سبک ؤ. داسې تر سترګو کېدله چې ژورنالېستان په خپلو خبرونو کې د دوو جوړښتونو: سرچپه هرم او داستان له ترتيب څخه ګټه پورته کوي. ښايي کلارک کېداى شي چې د دغه سبک لڅاوو (مخترع) وګڼل شي، هغه چې يو څېړونکى او ادبي څېړونکى دى، په خبرخونه کې کېداى شي چې له خپلو تجربو او مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې سره دغه ښيښه يي جوړښت ته رسېدلى وي.
هغه په هغه ليکنه کې چې په (Washington Journalism Review) يا اوسني (American Journalism Review) کې چاپ کړه، د دغه خبري سبک يادونه يې وکړه او د هغه نوم يې د ښيښه يي ګړۍ سبک نوم کېښود او هغه يې د يوه نوې ځايونې په توګه ياد کړ. کلارک د خپل سبک په ستاينه کې وويل چې د ښيښه يي ګړۍ سبک د دې تر څنګ چې د خبرليکنې زړو ارزښتونو ته پليونى دى، د لوستونکيو اړتياوو ته هم په دې دليل سره چې داستاني شکل لري، پاملرنه کوي. دغه سبک له ژورنالېستانو سره مرسته کوي چې خپل ځانونه د ګزارش ورکولو پر نوې کچه برابر کړي.
کلارک د ښيښه يي ګړۍ سبک په درېيو برخو کې راپېژني.
د خبر پورتنۍ برخه:
دا هغه ځاى چې تاسې دلته خبر بايد په لنډه توګه وړاندې کړئ. په دوديزه توګه له درېيو يا څلورو پاراګرافونو څخه جوړه ده چې د سرچپه هرم لوستونکيو اړينو پوښتنو ته ځواب ورکوي. په بل ډول، تاسې په هماغه پيل کې د خبر بنسټ وايئ، تاسې خبرونه په خپل لنډ ډول ګزارش کوي او د خپلې خوښې له مخې يوه شېبه د دې لپاره چې لوستونکى اوس هم د زياتو معلوماتو لپاره وږى او تږى ناست دى. لنډه دا چې د خبر پورتنۍ برخه يواځې د مهمو معلوماتو درلودونکې ده.
راګرځېدنه:
دلته تاسې بايد د لوستونکيو لپاره يوه کيسه وړاندې کړئ چې د دود له مخې په ترتيبي سبک سره جوړه وي. په دوديز ډول دغه بدلون يا راګرځېدنه د يوه لېږدېدونکي متن يا انتقالي عبارت (يوې غونډلې) سره رامنځته کېږي چې خبر له کيسې سره چې وروسته به راځي، تړاو پيدا کوي.
وروستنۍ برخه:
چې د پوليسو او عيني شاهدانو څرګندونې، د پېښې اړوند توضېحات، رسمي سرچينې او له پېښې سره تړاو لرونکي په کې شامل دي. يوه کيسه له درېيو برخو څخه جوړه وي: پيل، تنه او پاى. د خبر پاى ژورنالېستانو ته دا اجازه ورکوي چې کيسه په جزئياتو، مرکو او زياتو معلوماتو سره بشپړه او وړاندې کړي.
په همدې ترتيب ويل کېداى شي چې د ښيښه يي ګړۍ سبک، د خبر پيل لنډوي، وروسته کيسه وړاندې کوي. په پورتنۍ برخه کې خبر موخه ګرځېږي او له لېږدېدونکي متن او يا جملې څخه په ګټې اخيستنې سره خبر له کيسې سره تړي.
د ښيښه يي ګړۍ سبک کېداى شي چې د ټولو خبرونو لپاره د ګټې اخيستنې وړ وي؛ د جرمونو خبرونه، سوداګري، دولت او آن د مراسمو ګزارش. دغه کړنلاره وړ او مناسبه ده، که څه د نمايشي خبرونو لپاره کولى شئ چې له ترتيبي سبک څخه ګټه پورته کړئ. د ښيښه يي ګړۍ سبک د هنرمندانو يو جوړښت او فورم دى چې خبر ته يو ښه ترتيب او نظم ورکوي، هغسې ترتيب چې له سرچپه هرم او د لرغونو کيسو له ځانګړنو څخه ګټه پورته کوي.
×××
((ښوونکى او ترهګر)) هغه ګزارش دى چې له ټايم امريکايي مجلې چې له ((گزارش نويسي در مطبوعات)) څخه درته غوره شوى دى. دغه ګزارش د ښيښه يي ګړۍ سبک ښه تاييدونکى دى. د ښيښه يي ګړۍ په سبک کې هماغسې چې په شکل کي يې وينئ، په لومړي پړاو کې ګزارشګر د درېيو برخو له يوه جوړښت سره مخامخ دى:
• په پيل کې له سرچپه هرم سبک سره Inverted Pyramid
• په دويمه برخه کې لېږدېدونکي پاراګراف يا غونډله The Turn
• په درېيمه برخه کې له تاريخي او کيسه ييز سبک سره Chronological Style
په لاندېني ګزارش کې درې برخې په دې ترتيب سره ښودل شوي دي:
• لومړۍ برخه (سرچپه هرم) په لواړو يا بولډ تورو سره ښودل شوې ده.
• دويمه برخه (راګرځېدنه) په همدې بڼه چې شاغالى يې تور دى يا يې اوس تاسې لولئ، ښودل شوې ده.
• درېيمه برخه (تاريخي او ترتيبي سبک) تر پورتنۍ برخې وروسته تر پايه لوستلى شئ.
ښوونکى او ترهګر
له تيارې وسلې او له مرميو او چاودېدونکيو توکيو څخه له ډکو کڅوړو او ګردنۍ سره يو وسله وال ترهګر يوه ډله کوچنيان يرغمل کړل او د فرانسې دولت چارواکيو ته يې خبر ورکړى دى چې که چېرته ٥،١٨ ميليونه ډالر نغدې پيسې هغه ته ورنکړي او له وړکتون څخه د هغه په امن سره وتل تضمين نه کړي، ټول يرغمل شوي به ووژني.
مګر يوه بلهاره (فداکاره) ښوونکې دې ته سوب (حاضره) شوې وه چې له کوچنيانو سره پاتې شي، هڅه يې کوله چې کوچنيان ارام کړي، تر دې چې د فرانسوي چارواکيو او ترهګر تر منځ خبرې اترې وشي. د کوچنيانو ناارامه مورګانې او پلرونه (والدين) دوې ورځې د وړکتون د تړلو ورونو تر شا د يوې چارې پايلې ته تمه وو.
په پاى کې تر ٤٦ ګړيو مودې وروسته ترهګر ستړى شو او د ځانګړيو پوليسو نيمايي ځواکونه وړکتون ته ننوتل او کوچنيان يې تر ځانګړې څارنې لاندې له وړکتونه وويستل. کله چې ستړى ترهګر له خپل کوچني خوب څخه راويښ شو او اوتا (وضع) يې ناسمه وليده، غوښتل يې چې يوه چاره ترسره کړي، مګر ناخبره پوليسو پر هغه ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
د هغه اسنادو پر بنسټ چې د يرغملګر له جېب څخه تر لاسه شول، څرګنده شوه چې هغه د الجزاير آر اوسېدونکى ٤٢ کلن فرانسوى ((آريک اشمېت)) دى او د پوليسو چارپوهانو تاييد کړه چې د هغه ننګونه او تهديد رښتينى ؤ او هر څه د يوې سترې چاودنې لپاره چمتو شوي وو.
د پېنځه نۍ (پنجشنبې) په ورځ سهار ٩:٣٠ بجې د وسله وال کس ننوتل هغه ټولګي ته چې آغلې ((لوران دريفوس)) اداره کاوه، پېښه رامنځته شوه.
وسله وال کس پردې وشوکولې او د خونې ګردچاپېر يې په ډينامېټو سره وپوښل. ناڅاپه د وړکتون ارام چاپېريال پر يوه نظامي پنډغالي بدل شو، د پوليسو ځانګړيو ځواکونو لاس پر کار شول او سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
ترهګر په هغه يادښت کې چې د فرانسې چارواکيو ته يې لېږلى ؤ، ٥،١٨ ميليون ډالر يې غوښتل، همدارنګه يې غوښتنه کوله چې پوليس بايد د مسئلې پلټنه ونکړي او دا يې هم څرګنده کړې وه: ((که چېرې ما ته کوم زيان يا خطر رامخته شي، ټول وړکتون به والوزوم او د کوچنيانو وينې به وبهوم.))
د ورځې په منځ کې يوه درې کسيزه ډله د هغه سيمې د ښاروال او د بوديجې د وزير په رهبرۍ سره له پاريس څخه له خطره ډکې خبرې اترې پيل کړې. په هماغه پيل کې خبرې اترې او مرکې ګټورې وې او د ٢١ يرغمل شويو کوچنيانو له ډلې څخه ١٤ کسه له زندانه آزاد شول. خو يرغملګر پاتې کوچنيان چې ټولې نجونې وې، پرېنښودلې. هممهال هيڅکله يې په نېغه توګه کوچنيان تهديد نه کړل.
د عيني شاهدانو په وينا، هغه به کوچنيانو ته شعرونه ويل او په نرمۍ به يې ورسره خبرې کولې. په ټوله موده کې دېرش کلنه او د يوه شل مياشتني کوچني ماشوم مور لوران دريفوس هم له هغوى سره وه او کله چې کوچنيانو ناارامي کوله، هغوى به يې ارامول.
دريفوس په خپلو چارو کې آزادي درلوده چې راشي او لاړه شي او آن کولى يې شول چې تېښته وکړي، خو هغه له کوچنيانو سره پاتې شوه. له هغوى سره يې لوبه کوله، د کارتون او لوبتکو سامان يې ورته چمتو کړل او کوچنيانو ته خوراک ورکړ او هغوى يې په خوب يوړل.
د يرغمل په دويمه ورځ ډاکټره ((اولين لامبر)) د اوروژنې (اطفايې) غړې ډاکټره هم له دريفوس سره يو ځاى شوه چې د کوچنيانو په ارام ساتلو او د ترهګر تر نظر لاندې ساتلو کې له دريفوس سره مرسته وکړي. د رواني ناروغيو څانګوال (متخصص) او د پاريس اوسېدونکى ((ژرارلوکاس)) وايي: ((بويه دغې ښځې ته شاباسى وويل شي، هغه تر زياتې کچې پورې بريالۍ شوه چې دغه له خطره ډک ډرام يې پر يوه تخيلي آثر بدل کړ.))
يوه تلپاتي خطر دغه دوې ښځې وېرولې. ډاکټرې لامبر وروسته ژورنالېستانو ته وويل: ((ويل کېداى نه شي چې دغه سړي څه غوښتل او تر څنګ يې دا فکر مې هم نه کاوه چې دغه پېښه دې په داسې يوې بدې پايلې سره پاى ومومي.)) هغې همدارنګه زياته کړه: ((يواځې د کوچنيانو د ارامۍ لامل د لوران دريفوس سوبتيا او شتوالى ؤ.))
د پوليسو د مشر په وينا، خبرې اترې په ښه ډول پر مخ تللې چې ترهګر په سولې او ارامۍ سره تسليم شي. پوليسو آن د هغه د پاموړ نيمې پيسې هغه ته ورکړې او د پېښې له ځاى څخه د وتلو لپاره يو موټر هم او د بشپړ وتلو ضمانت يې پر وړاندې کېښودل. اشمېت ټينګار کاوه چې له کوچنيانو څخه څو کسه د تېښتې د ترسره کولو په موخه له ځانه سره وړي، خو د پوليسو مشر له دغې غوښتنې سره هيڅ هوکړه او همغږي ونکړه.
د وخت په تېرېدلو سره، اشمېت شېبه په شېبه ناارامه کېده او ناڅاپه يې د خبرو اترو لړۍ وشلوله. د جمعې د ورځې د سهار پر پېنځه نيمو بجو د پوليسو مشر د پرمختګ او بريد امر ورکړ. دوې ګړۍ وروسته هر څه پاى ته ورسېدل. پوليس د ټولګيو چاپېريال ته ننوتل، کوچنيان يې وژغورل او ترهګر يې وواژه. د فرانسې لومړي وزير ((اډوار بالادور)) د دريفوس او لامبر د نازولو لپاره اعلان کړه چې د هغوى د فوق العاده مېړانې په موخه به هغوى ته د ((لژيون دونور)) نښان ډالۍ شي.