وايي چې: ((که ژورنالېزم مسلک دى، مرکه کول Interviewing يو هنر دى؛)) ولې؟ ښايي په دې دليل سره چې تاسې د يوه ژورنالېست په توګه بايد په ټول هنر سره پر دې وتوانېږئ چې نور اړ او يا وهڅوئ چې د هغوى د خوښې او ميل له مخې هغوى ته او يا هغوى تاسې ته معلومات په لاس درکړي، له تاسې سره د خپل زړه خبرې وکړي او يا داسې ټکي راڅرګند کړي چې دا ځواکمنتيا ولري چې ستاسې د رسنۍ او د ټولنې لپاره ګټور واوسي، ستاسې اورېدونکي، لوستونکي او يا کتونکي خبر، خوښ او راضي کړي.
تاسې بايد دا ځواکمنتيا ولرئ چې مرکه کېدونکى Interviewee په مينه اړ کړئ او داسې چاره ترسره کړئ چې هغه له تاسې سره په مرکه کولو کې راکښون ولري او له تاسې سره په خبرو کولو کې وهڅېږي. کله چې په يو او دوو کې يا مردد وي؛ آيا دغه ټينګار کوونکي ژورنالېست ته معلومات ورکړم او که نه؟ بايد تاسې هغه د خپل چال چلند له مخې هغه دې ته اړ کړئ چې ولې نه! هغه وخت تاسې بايد له مرکه کېدونکي سره خبرې وکړئ چې تاسې د يوه ملګري نخچ (نقش) ترسره کړئ، نه دا چې د يوه ژورنالېست په توګه چال چلند وکړئ.
تېر نه وځئ، دغه دواړه يو ډول نه دي. بايد پوه شئ چې څه ډول مو خپله مرکه پيل کړئ، څنګه يې پر مخ يوسئ او څه ډول يې پاى ته ورسوئ. څه ډول په هغه اوتا (حالت) کې چې د هغه خبرې اورئ، هممهال لمنليکونه (حاشيې) هم د پاڼې څلورو غاړو ته پرېږدئ: آيا هغه وخت ناارامه شو، کله چې يې دا پوښتنه واورېده؟ آيا په دغه برخه کې يې د ځواب ورکولو پر مهال يې هڅه کوله چې له ما څه پټ کړي؟ رښتيا! ولې يو ځل يې ناڅاپي غږ کمزورى شو؟ او.... همدارنګه بايد پر دې وتوانېږئ چې له لاسته راغليو معلوماتو او توکيو څخه يو ځواکمن توليد او کره او مناسب جوړښت ولرئ چې لوستونکى، اورېدونکى او کتونکى ځانته راکش کړي او په مينه يې کتنه وکړي. ستاسې په اند، په اصولي ډول د ټولو دغو چارو ترسره کول يو هنر دى؟ که وي، څانګيز يا مسلکي تخنيکونه يې کوم دي؟ او د هنر پر کاليو د يوې پوښلې او د منلو وړ مرکې د سم او پر ځاى پاى لارې چارې څنګه شونې دي؟

د مرکې پېژندوى (تعريف):
مرکه Interview د رسنيو لپاره- د خبر او معلوماتو د تر لاسه کولو د نېغې او اغېزناکې وسيلې په توګه- توليد دى چې د دوه اړخيزې اړيکې (مرکه کوونکي يا مرکيال او مرکه کېدونکي) د کړنو او راټولېدنې څخه تر لاسه کېږي. په بله مانا، مرکه د يوې اړيکوالې رسونې يا ارتباطي پيغام (خبر يا نه خبر) د لېږد لپاره د دوو يا څو کسانو تر منځ له پوښتنو او ځوابونو څخه عبارت ده چې د هغې يوه خوا د رسنۍ استازى دى. مرکې په يوې ټوليزې ډلبندۍ کې په دوه ډوله دي؛ خبرې مرکې او شخصي (ناخبري) مرکې.
د خبري مرکو News Interviews مهمې ځانګړنې د هغوى خبري کېدل دي. لکه څنګه چې له نامه څخه يې څرګندېږي، هغه مرکې دي چې په هغو کې د معلوماتو تازه والى بنسټيز نخچ لوبوي، د هغو خبرونو او پېښو چې تازه پېښ شوي يا د پېښېدو په حال کې دي، راڅرخي. ژورنالېست په دغو مرکو کې د هغو پوښتنو د ځوابونو په لټه کې وي چې له شپږو خبري توکيو (څه، ولې، څنګه، چا يا څوک، کله او چېرته) راپيدا کېږي. خبري مرکې د خبري توکيو د لاسته راوړلو لپاره له نويو کړنلارو او روشونو څخه ګڼل کېږي.
شخصي مرکې Personal Interviews هغه مرکې دي چې د يوه شخص پر چورليځ ولاړې وي. خبرې له پېژندل شويو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي، سپورټي او ټولنيز ډولو سره لکه د يوه د غټ موټر له چلوونکي، يوه ګل پلورونکي، د ښاروالۍ له يوه مامور يا له يوه زړور او.... سره کېږي. دغه ډول مرکې ځينې وخت له هغه شخص سره کېږي چې پرې اړوند ګزارش جوړېږي، ځکه چې د مرکه کېدونکي شخص او د هغه د شخصي ژوند په اړه له هغه په کې ښې پلټنې کېږي.
د مرکې د ترسره کولو لارې چارې:
مرکې په بېلابېلو ډولونو سره ترسره کېږي؛
- مخامخ مرکه Face to face Interview
- ټېليفوني مرکه Telephone Interview
- ليکنۍ مرکه Letter Interview
- د برېښناليک له لارې مرکه E-mail Interview
مخامخ مرکه د مرکې بشپړ او پوره ډول دى، خو بيا هم د مرکې د ترسره کولو ښه ډول نه دى، ځکه د مرکې هر ډول پر خپل ځاى خپل وړ او مناسب د کارېدلو ځاى لري. د بېلګې په توګه، تاسې کولى نه شئ، له هغه شخص سره له تاسې په کيلو مټرونو کې واټن ولري، مخامخ مرکه ورسره وکړئ؛ په طبيعي ډول کېداى شي چې نورې تر وړ او مناسبې وي. په چټکۍ سره د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د يوې خبري مرکې ترسره کول په مخامخ مرکې سره ارزښت لري. هممهال د مرکې د ترسره کولو له کړنلارو څخه هره يوه يې ځانګړې زيرکي او باريک بيني لري او ژورنالېستان بايد هغه د مرکې د ترسره کولو پر مهال وکاروي.

مخامخ مرکه:
د يوې مخامخ مرکې د توليد جريان لکه د يوه فلم د توليد د جريان په څېر دى او د ژورنالېست نخچ په دې بې بېلګې دى. يو ښه فلم د څو کارکوونکيو او په زيات شمېر کې د چارپوهانو توليد دى چې د يوه ښه سناريو ليکونکي، د يوه ښه فکر مدير يا اداره چي او هنري پېشې خلک په کې شامل دي چې په خپل کار کې ښه بلد دي او.... تاسې د مرکې په جريان کې د هغوى ټولو نخچ يو ځاى پر غاړه لرئ.
د يوه ژورنالېست نخچ د يوه سناريو ليکونکي او يوه اداره چي په توګه څه دى؟
١- د يوې نوې يا پېغلې غوندې سوژې موندل چې د خلک د اورېدلو په اړه مينه وښيي.
٢- وروسته د پوښتنو جوړول (څه بايد وپوښتل شي او ولې؟)
٣- د مرکې پوښتنو ته جوړښت ورکول (کومې پوښتنې په کوم وخت کې وپوښتل شي؟)
٤- د مرکې د ځاى او وخت ټاکل.

او د مرکې په ځاى کې؟
١- د ناستي د ځاى ټاکل (دا به غوره وي چې مرکه کېدونکي ته نږدې او مخامخ ځاى ونيسئ يانې په مساوي شرايطو کې چې دواړه کېمرې ته مخامخ وي؛ د بېلګې په توګه له چارواکيو سره د هغوى د کار د مېز تر شا مرکه ونکړئ.)
٢- د مرکې د ځاى جزئياتو ته پاملرنه کول (هېره نکړئ! تاسې يو اداره چي ياست. که فکر کوئ، د ځاى جزئيات د مرکې په نهايي توليد او جوړښت کې ستاسې په کارېږي، پاملرنه ورته وکړئ او يادښت يې واخلئ.)

د يوه هنرمن په توګه د ژورنالېست نخچ څه دى؟
١- د وړ او مناسبو کاليو اغوستل.
٢- د وړ او مناسبې کارول.
٣- مرکه کېدونکي ته پام کول او د هغه سترګو ته کتل.
٤- پر خپل وخت خندا کول.
٥- پر خپل وخت جدي کېدل.
٦- پر خپل وخت چوپ کېدل.
٧- پر خپل وخت د مرکه کېدونکي خبرې تاييدول او د هوکړې په توګه سر خوځول.
٨- پر خپل وخت د مرکه کېدونکي خبرې غوڅول.
٩- پر خپل وخت د تابيا وړ خبرې او ټوکې کول.
١٠- په ټلويزيوني مرکو کې د بدن فزيکي جوړښت ته پاملرنه کول.
١١- په راډيويي مرکو کې د غږ اندازې ته پاملرنه کول.
د مرکه کېدونکي له خوا د مرکې په جريان کې د ښه چال چلند کول له تاسې سره مرسته کوي چې له هغه سره نورې ښې اړيکې ولرئ؛ نو د رسمي کاليو (لباس) اغوستل له رسمي وګړو سره د مرکې پر مهال او عادي يا عام او نارسمي کالي له عامو وګړو سره د خبرو کولو پر مهال د مرکې په پرمخبېولو کې مرسته کوي. د وړ او مناسبې ژبې کارول هم د مرکې په جريان کې مرسته کوي، له چا سره مرکه کوي؟ مرکه کېدونکى د کوم پاټکي (طبقې) استازى دى؟ ښايي د عامې ګړنې (اصطلاح) کارول په هغو شرايطو کې چې له ځوانانو سره د خبرو اترو پر مهال يې په پارک دننه کاروو، شونې ده، خو دا سمه او پر ځاى ده چې هغه د بهرنيو چارو له وزير سره هم وکارول شي؟ په لومړي حالت کې يانې: ژورنالېست هم زموږ دى! خو په دويم حالت کې: وبښئ! څه وشول؟
وايي چې د يوه ښه ژورنالېست او ديوه څانګيز (مسلکي) مرکه کوونکي د ځانګړنو له جملې څخه يوه دا ده چې وکولى شي چې مرکه کېدونکى خبرو کولو ته وهڅوي. ته او خداى (ج) لږ چوپ کېږه چې هغه هم خبرې وکړي؛ تل د هغه خبرې مه غوڅوه، وخانده، د هغه خبرو ته پام وکړه، سترګو ته يې ګوره، هغوى زموږ پاملرنې ته اړ دي، په تېره هغوى که هر څومره پېژندل شوي يا مشهور وي، خو بيا هم زموږ پام ته زياته اړتيا لري.
ځينې وخت اړينه نه ده چې په سر خوځولو سره د هغوى خبرې تاييد کړئ؛ دا چې کوم باک نه لري، نو ترې درېغ هم مه کوئ. زيات ګړېږي؟ آيا اړينه ده چې هغوى چوپ کړئ؟ په يوه وړ او مناسب ځاى کې غاړه يا مرۍ مو تازه کړئ، په هغه وخت کې چې غواړئ، يو غړپ اوبه وڅښئ؛ په درناوي سره د هغوى خبرې غوڅې کړئ. په خپل وخت سره د شوخي او د تابيا خوښول د مرکې اوتا (حالت) نوره هم ښه کوي. طبيعي ده چې هره خبره او هر ټکى ځانته ځاى لري؛ نو په مرکه کې له سخت او جدي کس او يا له يوه ماتم ځپلي کس سره شوخي ونکړئ. وخت او موقع پېژندنه د ژورنالېزم د کار وړ اوزار او اړينه اړتيا ګڼل کېږي.
په ټلويزيوني مرکو کې د بدن له وړ او مناسب فزيکي جوړښت څخه ګټه پورته کول اړين دي او آن د مرکې د چارې له مهمې برخې او د يوه هنرمند په توګه نخچ ترسره کول يې د مسلک په مانا دي. کله چې تاسې په مطبوعاتي مرکه کې سخت عمل يا حرکت غوره کوئ، خپله رسونه يا پيغام مو يواځې مرکه کېدونکي ته لېږدوئ او يواځې هغه تر خپل اغېز لاندې راولئ، خو په يوه ټلويزيوني مرکه کې دغه حرکت هم د هغه لپاره او هم د ليدونکي لپاره له ځانه سره يوه رسونه لري. په يوه ټلويزيوني مرکه کې يوه خندا او کله هم په شونډو او ټول بدن کې يو ډول حالت راوړل، شونې ده چې د مرکې ټول جريان او د مرکه کېدونکي خبرې په ټوکو وګڼل شي. په ټلويزيوني مرکه کې لاسونو ته ټکان ورکول، لاس په سينه کېناستل، پر لاسونو تکيه کول، لاس تر زنې کېدل، د لاسونو ګوتې په يو او بل کې ورکول، په اريانتيا سره کتل، خندل، پر چوکۍ يا مېز تکيه وهل، مخې خوا ته د بدن ټيټول، د مرکه کېدونکي سترګو ته کتل، کېمرې ته کتل او.... د مسلکي مرکې کولو لپاره پر ځاى او په خپل وخت اړين دي.
په راډيويي مرکه کې غږ مهم نخچ لوبوي، نو د غږ له ښې کچې څخه ګټه واخلئ. کله چې اريانتيا څرګندوئ، د ((اريانتيا)) د ويي پر کارولو سره کولى شئ، تر يوې اندازې پورې دغه کمبوتيا جبران کړئ او ښايي د غږ لهجه يا کچه مهمه ده. له هغه غږ څخه ګټه پورته کول چې يونواخته نه وي، جګوالي او ټيټوالى ولري او پر زړه اغېز وکړي، له دغو ځانګړنو څخه يوه برخه ده، يوه ذاتي او کسبي مسئله او د يادولو او تمرين کولو وړ ده.
ژورنالېست دغه ټول نخچونه يا رولونه ترسره کوي، ولې؟ لوبه کوي چې وکړاى شي له مرکه کېدونکي ښه لوبه وکړي؛ نو په ياد ولرئ چې لومړى نخچ يا رول هغه ته ورکړئ. هېره نکړئ چې مرکه لوستل کېږي، ليدل کېږي او اورېدل کېږي چې د مرکه کېدونکي له الواکونو (نظرونو) ګټه واخيستل شي، نو بيا هغه پورته وګڼئ. په يوې بلې وينا سره، د انځورګرانو يا انځوراخيستونکيو غوندې ځان خاورې او عاجز وګڼئ، سوژه لوړه او پورته کوي، په داسې حال کې په خپل د کېمرې تر شا يې مورچل نيولى وي؛ په انځور کې دننه شتون لري، خو ليدل کېدلى نشي.

ټېلېفوني مرکه:
که چېرته مخامخ مرکه له بشپړ خوراک سره تشبېه کړو، ټېلېفوني مرکه لکه د سانډوېچ يا چمتو خوراک غوندې ده، ځکه چې موخه په ډېره کمه موده کې څرګندوي. په ټېلېفوني مرکه کې تاسې بايد داسې چاره ترسره کړئ چې مرکه کېدونکى د مرکې په ټول جريان کې پر دې پوه شي چې تاسې د هغه خبرو ته پام کوئ؛ نو د هو، هن، همداسې ده، سمه ده، بلې او.... وييونو په پر کارولو سره هڅه وکړئ چې هغه ډېرو خبرو کولو ته وهڅوئ. خپلې پوښتنې پر دوو برخو (آر يا اصلي او څنګزنو يا فرعي) ووېشئ. څېړونکي د ټېلېفوني مرکې منځنى وخت ٢٠ دقيقې ښيي، نو پر آر پوښتنو پيل وکړئ او که وخت مو درلود، نو زېرمه شوې پوښتنې هم وکړئ. د مخامخ مرکې په پرتله په ټېلېفوني مرکه کې پر معلوماتو پوهېدل سخت دي، نو د هغه څه په بيا پوښتلو کې چې ښه مو درک کړي نه وي، ځان مه شکمن کوئ. په ټېلېفوني مرکه کې د پوښتنو ترتيب د سرچپه هرم په سبک سره وي، په تېره که چېرې د فني ستونزو له مخې د اړيکو د شلېدلو شونتيا وي، نو مهمې پوښتنې لومړى وپوښتئ.

ليکنۍ مرکه:
ليکنۍ مرکه هغه مرکه ده چې د هغې په وسيله د پوښتنو ځواب د مرکه کېدونکي له لوري د مکتوب په بڼه ژورنالېست ته لېږل کېږي. دغه ډول مرکې- د واټن د لېرېوالي او د ژورنالېست له لوري د يوې دقيقې مرکې د سر ته رسولو په موخه چې د هغې علمي خواوې وکولى شي پر ژورنالېستيکو خواوو برلاسى ولري- ترسره کېږي؛ په ځينو حالتونو کې د مرکه کېدونکي د ځانساتنې د دليل له مخې او له مخامخ مرکې څخه د تېښتې له امله چې ښايي له نااټکل شويو ستونزو سره مخ نشي، ترسره کېږي. ليکنې مرکه ښايي ژوندۍ خبرې اترې او د ژورنالېست له لوري خوځښت يې رامنځته شي. په ليکنۍ مرکه کې موضوع او مرکه کېدونکى کس ننګونې ته راوړاندې کول ناشوني برېښي او په سختو او حساسو مرکو کې ښايي مرکه کېدونکى ستاسو سختې پوښتنې يا پوښتنو ته ځواب ورنکړي. په ليکنۍ مرکه کې هڅه وکړئ چې له تړلو پوښتنو څخه ګټه پورته نکړئ او که چېرته د چاپ لپاره يې مهالنى يا زماني حساسيت شتون ونلري، له مرکه کېدونکى هيله وکړئ چې په ځوابونو کې د ابهام د شتوالي پر مهال د هغه د رفع او حل شونتيا يا کېدون (امکان) په کتبي او شفاهي په ډول ومني.

د برېښناليک له لارې مرکه:
د برېښناليک له لارې مرکه له ليکنۍ مرکې سره ورته بڼه لري. هممهال په لېرو واټنونو کې د وخت او مهال ستونزه د ژورنالېست لپاره حلوي. تاسې کولى شئ چې په لږه موده کې ښايي د نړۍ په يوې لېرې نکتې کې انټرنېټي اړيکه ټينګه کړئ او د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه کړئ. د برېښناليک له لارې د مرکې پر بنسټ هڅه وکړئ چې پوښتنې لنډې او څرګندې بيان کړئ او البته هر څومره چې د پوښتنو شمېره کمه وي، ښه ده. په پيل او د پوښتنو تر جوړولو وړاندې هغه (مرکه کېدونکي) ته په بشپړه توګه د مرکې د موخې په اړه څرګندونه ورکړئ او آن د خپراوي پاينېټه (ضرب الاجل) يې هم تر غوږ ورتېر کړئ. د ليکنۍ مرکې غوندې د تړليو پوښتنو له جوړولو څخه ډډه وکړئ، خو که دا چې غواړئ حقايق يا اسناد مو تاييد يا تکذيب کړئ. کله مو چې ځوابونه تر لاسه کړل، سند پرانېزئ او ځوابونه او د هغوى بشپړوالى تر کتنې لاندې ونيسئ او که چېرته يې کمى او کمبوتتيا نه درلودل، له مرکه کېدونکي څخه مننه هېره نکړئ.

له کومه ځايه بايد پيل شي؟
اوس چې د مرکې له بنسټونو او آرونو څخه څه ناڅه اشنا شوئ، ښه به وي چې د يوې مسلکي مرکې آر يا اصولي تګلارې زده کړئ. له کومه ځايه بايد پيل شي؟
تر هر څه وړاندې بايد يوه سکالو (موضوع) ولرئ چې ژورنالېستان يې په ګړنيز ډول يا اصطلاحاً د سوژې په توګه راپېژني. د يوې ښې سوژې ځانګړنې کومې دي؟
- ګرمه وي.
- نوې او تازه وي.
- معلوماتي، خبري او يا تفرېحي وي.
- يوه ټوليز (عمومي) ابهام ته ځواب ورکړي.
- د يوې پېښې شوې پېښې يا پېښېدونکې پېښې په اړه معلومات ولري.
- تر پايه د لوستونکي، اورېدونکي او يا ليدونکي لپاره د خوښې وړ واوسي.
اوس بايد يو کس پيدا کړئ چې سوژه مو بشپړه شي. ښه مرکه کېدونکى څوک دى؟ هغه څوک چې:
١- دې ته چمتو وي چې له ژورنالېست سره مرکه وکړي.
٢- خبر واوسي او د دې غوښتونکى وي چې خپل معلومات ژورنالېستانو ته ورکړي.
٣- د اړوندې سکالو او پوښتنو د ځوابولو لپاره يوه ښه زېرمه او خزانه واوسي.
٤- که څه هم پېژندل شوې يا مشهورې څېرې تل د يوې مرکې د سر ته رسولو لپاره ښې څېرې نه وي، مګر هېره نکړئ چې شهرت له مهمو خبري ارزښتونو څخه ګڼل کېږي.
٥- د مرکه کوونکي يا مرکيال د غولونې يا فرېب هوډ او قصد ونلري.
بل پړاو د پوښتنو د جوړولو دى. د مرکې پوښتنې بايد د کومو ځانګړنو درلودونکي وي؟
پوښتنو د مرکې مهم اوزار يا وسيلې دي، نو بايد په هوښيارۍ سره دې جوړې شي. د ښې پوښتنې له ځانګړنو څخه دا دي چې لنډه، ساده او څرګنده يا روښانه وي. د پوښتنې د جوړېدلو جريان د دوو بنسټيزو چورليځونو (محورونو) پر بنسټ رامنځته کېږي: منځپانګه (محتوا) او شکل؛ د پوښتنو منځپانګه د مرکې پر سکالو ستاسې واک او ستاسې هغه لټه چې د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره يې د مرکې تر پيل وړاندې سر ته رسوئ، ټاکي، نو ډيل (ځنډ) مه کوئ او د مرکه کېدونکي پر لوري له تللو څخه وړاندې د پلټنې او څېړنې کار پيل کړئ.
د شکل له مخې، پوښتنې په ټوليز ډول پر دوو ډولونو وېشل کېږي، يو هغه پوښتنې دي چې د بحث او خبرو اترو پرمخبېوونکي او هڅوونکي دي او دويم هغه پوښتنې دي چې بحث او خبرې اترې ځاى پر ځاى ودروي. په بل عبارت سره:
- پرانېستې پوښتنې Open- Ended Questions
- تړلې پوښتنې Closed- Ended Questions
پرانېستې پوښتنې د خبرو اترو يا يوه بحث زرغون يا شين څراغ Green Light دى او په دوديز ډول (معمولاً) له شپږو خبرو توکو څخه يې درې په جوړولو کې نخچ لري؛ څه؟ يا What، ولې؟ Why او څنګه يا څه ډول؟ How.
- څه لامل ؤ چې هوډ مو ونيو، د جمهوري رياست په ټاکنو کې ګډون وکړئ؟
- وروسته څه وشول؟
- ولې؟
- کله چې له تاسې څخه وغوښتل شول چې په دې فلم کې ولوبېږئ، ولې مو هغوى ته د رد يا منفي ځواب ورکړ؟
- څه ډول مو له هغه سره د واده هوډ وکړ؟
- څنګه يا څه ډول دغه پېښه رامنځته شوه؟
په پرانېستو پوښتنو کې مرکه کېدونکى په يوه ټاکلې دايره کې بند نه ساتل کېږي او يا په بل عبارت سره، مرکه کېدونکي ته د دې اجازه ورکول کېږي چې هر څه چې يې زړه غواړي، ووايي. دغه ډول پوښتنې مرکه کېدونکي هڅوي چې ښې څرګندونې او تشرېحات وړاندې کړي. پرانېستي پوښتنې، روښانوونکى يا توضېحي او مفصل ځواب غواړي.
د دې اپوټه (برعکس)، تړلې پوښتنې د خبرو اترو يا يوه بحث سور څراغ Red Light دى. مرکه کېدونکى کولى شي چې په ځواب کې ووايي: هو يا نه او يا لنډ ځواب ورکړي.
- آيا د يوه کانديد په توګه د جمهوري رياست په ټاکنو کې ګډون کوئ؟
- که په يوه فلم کې د رول لوبولو نوى وړانديز تاسې وشي، وبه يې منئ؟
- تاسې له دې طرحې سره همغږي وئ، همداسې ده؟
- ستاسې په ډله کې يې څو تنه غړي دي؟
- آيا تاسې پر عراق د بريد د مخنيوي لپاره هم طرحه وړاندې کړې وه؟
- تاسې متاهل ياست يا مجرد؟
تړلې پوښتنې زيات وخت د هغو حقايقو او پېښو پر چورليځ راڅرخي چې لنډ ځوابونه غواړي. پوښتنې داسې جوړېږي چې عملاً د پاى پر وروستني ټکي پاى ته رسېږي او مرکه کېدونکى غوڅ او ځانګړي ځواب ته اړ کوي. د شکل له مخې، د پوښتنې درېيم ډول هم شتون لري چې په ګړنيز ډول هغوى ته دوه مخيزې يا دوه اړخيزې پوښتنې Double- Barreled Questions وايي:
- آيا تاسې د جمهوري رياست په ټاکنو کې ګډون کوئ، دې ته نه ګورئ چې واک يا صلاحيت سلب شي؟
- څه لامل شو چې هوډ مو وکړ، په دغه فلم کې نخچ ولوبوئ، آيا ستاسې لوړې وړانديز شوې پيسې يا رقم مو په سوسه کې واچولئ؟
- وايي چې تاسې پر عراق تر بريد وړاندې پوهېدئ چې د صدام دټولوژنې وسلې يوه پرو پاګندي يا تبليغاتي شخړه ده. آيا کولى مو نشول چې د جګړې د پېښېدلو مخنيوى وکړئ؟
- داسې نه انګېرئ چې تاسې په پرېکړه کې تېروتي ياست، آيا د ګناه احساس نه کوئ؟
- آيا دغه يون (سفر) ستاسې لپاره زړه راکښونکى ؤ، پر دې وتوانېدئ چې له هغه څخه اړينه ګټه تر لاسه کړئ؟
هغه ستونزې چې دغه ډول پوښتنې يې راولاړوي، دا دي چې د هغو په جريان کې د مرکه کېدونکي لاس يواځې د پوښتنې يوې برخې ته پرانيستى وي او مسلکي مرکه کېدونکي بيا په داسې وخت کې هڅه کوي چې د ژورنالېستانو له چنګ و ولکې څخه تېښته کوي، (د پوښتنې هغه برخه نه ځوابوي چې ورته سخته وي.) دوه مخيزې يا دوه اړخيزې پوښتنې په ځينو وختونو کې د نامسلکي مرکه کېدونکيو د پرېشانۍ لامل هم ګرځي.
که چېرته د مسلکي مرکو پوښتنې تجزيه او تحليل کړئ، حتماً به دغه درېګونۍ ډلبندي په کې ووينئ. نو يوه ښه مرکه له تړليو، پرانېستو او دوه اړخيزو پوښتنو څخه جوړه وي چې بايد هر يو يې په هوښيارۍ او په وړ ځاى کې وکارول شي. البته د پوښتنو پوښتل پر دوو ټوليزو چورليځونو راڅرخي چې هغه کېداى شي ډلبندي يا د مرکې سبک هم ونومول شي. دغه دوه سبکونه چې تر نظر لاندې رسېږي، د خبر له کلاسيکو سبکونو څخه يې الهام اخيستى دى چې د مرکې قيف ډوله سبک Funnel Interview او د مرکې سرچپه قيف ډوله سبک Inverted- Funnel Interview يې مشهور دي.


د قيف ډوله سبک مرکه:
قيفي ډوله سبک د مرکې تر ټولو مشهور ډول دى چې هم د مرکه کوونکي او هم د مرکه کېدونکي لپاره تر ټولو ساده دى، ځکه چې مرکه پر ساده پوښتنو پيل او په پاى کې پر سختو پوښتنو سره پاى ته رسېږي. دغه سبک د سختو او هغو مرکو لپاره چې په هغوى کې ننګونې زياتې وي او يا د آر (اصولو) له مخې چې له تندخويه مرکه کېدونکيو سره مخ يئ، ښه ځواب درکوي، لکه د مرکې دواړه خواوې د هغه فوټبالېست غوندې چې تر لوبېدلو وړاندې د ځان د ګرمولو يا تودولو په اړه فکر کوي او ژورنالېست د تودېدو د اړتيا د لېرې کولو لپاره د مرکې په پيل کې ساده پوښتنې کوي.

د سرچپه قيف ډوله سبک مرکه:
په ډول مرکه کې د سرچپه قيف غوندې سختې او کليدي پوښتنې د مرکې په پيل کې پوښتل کېږي. دغه کړنلاره زياتره په ټلويزيوني مرکو کې کارول کېږي او له قاضيانو، وکيلانو، د پوليسي ځواکونو، له دولتي چارواکيو او هغو کسانو څخه چې د تړليو پوښتنو په ځوابولو کې مهارت لري، کارول کېږي. دغه ډول پيل له همغه ځايه چې د سختې پوښتنې پوښتل د مرکې په پيل کې له همغه پيله په مرکه کې پر جدي بحث او شخړې سره سر ته رسېږي او د ليدونکي لپاره زړه راکښونکى پيل لري، کولى شي چې وسوسه پنځوونکې هم واوسي.

وروستنۍ خبرې:
ښه پيل ولرئ. ښه پيل يانې د يوې راکښونکې پوښتنې جوړول او هممهال ارامه وي چې هم د ليدونکي، اورېدونکي يا لوستونکي د راکښونتيا لامل شي او هم مرکه کېدونکى په ځواب ورکولو کې په وېره کې وانه چوي. نو، مرکه مو پر سختو پوښتنو پيل نکړئ. سخته پوښتنه هغه ده چې د مرکه کېدونکي د وېرې لامل شي او کېداى شي چې په هماغه پيل کې د مرکې د غوڅېدو يا ودرېدو لامل شي؛ دا دا مانا لري چې تاسې پر خپل شتي (غشي) خپل ځان په نښه کړى دى.
مرکه مو پر سولېدليو يا کليشه يي پوښتنو پيل نکړئ، ((د مهربانۍ خپل ځان مو راوپېژنئ.)) د دغه ډول پوښتنو ځوابول د ليدونکي يا لوستونکي لپاره ستړى کوونکي وي او زړه پرې اوبه نه څښي يانې دا په خپل لاس پر ليدونکي يا لوستونکي د شتي وار کوئ.
ښه پاى ولرئ. د مرکې پاى لپاره يوه داسې پوښتنه چې تاسې په کې اټکل کوئ او د يوه پاموړ او زړه راکښونکي ځواب لامل شي، بايد په لاس کې ولرئ.
له مرکه کېدونکي سره- که هغه هر څوک وي- ښه په درناوي سره چال چلند کوئ.
ښه وينا کوئ.
د پوښتنو په ځواب کې- په تېره له سياستوالو سره په مرکه کې- لږ- لږ شکمن کېدل بد نه دي.
خپل سختې پوښتنې مو چې د مرکه کېدونکي د وېرې او ځور لامل کېږي او ښايي هغه سرسام (عصبي) کړي او يا د مرکې پر پرغزجن (له قهر او غوسې نه ډک) پاى تمام شي، د مرکه د پاى لپاره يې پرېږدئ.
بايد مرکه ثبت کړئ، په يو زر و يو دليلونو سره، يو دليل يې دا چې وينا او ليکنه مو مستنده وي او نياوتون (محکمې) ته مو د تګ لاره چمتو نه وي.
د مرکه کوونکي په توګه له خپل کار سره مو مينه وکړئ، تاسې يو هنرمند ياست.