په افغانستان كې د مطبوعاتو بېخرته آزادي مسلكي ژورناليزم ته ګواښ دى. زموږ زياتره ژورناليسټان د مطبوعاتو د آزادۍ چغې وهي، دوى داسې فكر كوي چې په ولسواكۍ كې ژورناليسټان څه چې يې زړه وغواړي او په چا پسې يې چې وغواړي، ليكلى شي، خو له اكاډميك پلوه دغه ډول آزادي د نړۍ په هيڅ هېواد كې شتون نه لري او سل په سلو كې د مطبوعاتو آزادي يو خيال دى چې هيڅكله هم د عمل جامه اغوستلى نه شي.
په علمي لحاظ د مطبوعاتو آزادي پرتليزه ده، دولتي كنټرول په هر ځاى كې شته، چېرته لږ او چېرته ډېر. د مطبوعاتو د آزادۍ په هكله څلور لويې تيورۍ موجودې دي چې په هر هېواد کې په دغو تيوريو كې پر يوې او يا بلې تيورۍ عمل كېږي. دغه تيورۍ د مطبوعاتو له بشپړ دولتي كنټرول نه پيل او د مطبوعاتو په بشپړې آزادۍ تمامېږي چې د دواړو تر منځ د توپير دوې نورې تيورۍ موجودې دي. لومړۍ تيوري د مطبوعاتو كمونيسټي تيوري ده، دغه تيوري په هغو هېوادونو كې واكمنه وه، په كومو كې چې كمونيسټ ګوندونه واكمن وو. دولت په دغو هېوادونو كې رسنيو ته لارښوونه كوله، رسنۍ د دولت ملكيت ګڼل كېده چې د دوى په وينا بايد په هېواد كې دننه او له هېواده د باندې د مترقي خوځښتونو ملا وروتړي. معلومات په دغو هېوادونو كې له دولتي فلتر نه تر راوتلو وروسته سنيو ته وركول كېدل. كه رالنډه يې كړو هغه شى چې خبر ورته ويل کېږي او د خلکو ستونزې او مشکلات منعکس کوي، پکې له سره موجود نه ؤ، خبر بلل كېږي. ژورنالېست په دغو هېوادونو كې د پټو پوليسو او كمونيسټ واكمن ګوند تر څنګ د خلكو د كنټرولولو لپاره كار كاوه، په دغه ډول هېوادونو كې د مطبوعاتو آزادي له نشت سره برابره وه. د پخواني شوروي اتحاد په له منځه تللو سره دغه تيوري مخ پر ځور روانه ده، خو بيا هم په ځينو هېوادونو لكه كيوبا، ايران او چين كې دغه تيوري اوس هم واكمنه ده.
دويمه تيوري مطبوعاتو ته د مطبوعاتو د كمونيسټي تيورۍ په پرتله ډېره آزادي وركوي، دلته رسنۍ شخصي ملكيت دى او هر څه چې وغواړي، ليكلى يې شي، خو په دې شرط چې پر دولت او حكومت به نيوكه نه كوي او كه دغه كار يې وكړ، د دولت له غبرګون سره مخ كېږي. دغه تيوري د مطبوعاتو استبدادي تيوري بلله كېږي او د درېيمې نړۍ په زياترو هېوادونو او په تېره بيا په پرمختلونكيو هېوادونو كې زياته رواج ده.
په كومو هېوادونو كې چې دغه تيوري واكمنه وي، هلته خبريالان نه پوهېږي چې كله به د دولت له غوسې سره مخ كېږي او له همدې امله پر رسنيو تل د ځان سانسورولو Self Censorship چاړه ځوړنده وي. هغه هېوادونه چې دغه تيوري په كې واكمنه ده، زياتره ولسواك نظامونه لري، سياسي ګوندونه په كې د كار اجازه لري، ټاكلي ولسمشران او ځينې يې د خپل سيسټم له مخې لومړي وزيران او پارلمانونه هم لري. كينيا، پاكستان، تركمنستان، زمبابوى او يو شمېر نورو هېوادونو كې د مطبوعاتو دغه تيوري واكمنه ده. ولسواك دولتونه د نورو هېوادونو سره د جګړې او د كور دننه ستونزو د خوټېدو پر مهال له رسنيو سره دغه ډول چلند كوي چې يوه بېلګه يې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د برېتانيې د رسنيو سره د دغه هېواد د حكومت دغه چلند ؤ.
د رسنيو له استبدادي تيورۍ نه چې ورتېر شو، بيا د رسنيو لويديزه تيوري يا د رسنيو د ټولنيز مسؤليت تيوري ده. دغه تيوري د استبدادي تيورۍ په پرتله د رسنيو زياتې آزادې ته قايله ده چې په اروپا او شمالي امريكا كې د ولسواكو نظامونو په منځته راتللو سره رامنځته شوه. د دغې تيورۍ له مخې رسنۍ شخصي ملكيت دى چې دولت او حكومت يې په چارو كې ګوتوهنه كولى نه شي او رسنيو ته د سياست څېړلو حق يانې د حكومت د كارونو په اړه د راپور ليكلو، د حكومت په چارو د تبصرې كولو او پرته له دې چې د حكومت له غبرګون سره مخ شي، پر حكومت د نيوكې كولو حق لري. د رسنيو دغه تيوري په هغو هېوادونو كې واكمنه ده چې ولسونه يې د ملكيت، سياسي او ټولنيز حقونه لري، بله دا چې ولسونه يې ټول لوړ كلنى سړي سرعايد GDP لري، د نالوستيو خلكو فيصدي په كې ډېره كمه ده، شخصي ملكيت په كې جواز لري، د امريکا له متحدو ايالتونو پرته چې رياستي نظام لري، نور يې پارلماني ډيموكراسي او يا لږ تر لږه حكومتي اپوزيسيون لري.
دغه تيوري د امريكا په متحده ايالتونو، برېتانيې، نيوزيلينډ، كاناډا، آيرلينډ، ايټاليا او يو څو نورو لويديزو هېوادونو كې واكمنه ده. كه څه هم په ځينو اروپايي هېوادونو كې ځينې دولتونه دولتي راډيوګانې او ټلويزيوني كانالونه لري، خو بيا هم د دغې تيورۍ له مخې رسنۍ په حكومت د څار دنده سر ته رسوي او د خلكو ستونزې حكومت ته او د حكومت كړه وړه خلكو ته وررسوي. په دغو هېوادونو كې رسنۍ په نارسمي توګه د مقننه، اجرائيه او قضائيه قوې تر څنګ د دولت څلورمه پايه ګڼله كېږي. په ځينو هېوادونو كې چې دا تيوري واكمنه ده، هلته بيا حكومت د رسنيو د آزادۍ په لار كې خنډونه نه راولاړوي. لويې خبري رسنۍ د يو څو شخصي شركتونو ملكيت دى چې له دغه شخصي اجاره داري ملكيت بيا تر يو څه كچې د رسنيو د بشپړې آزادۍ او د هغوى د سل په سلو كې د ډيموكراتيكه كېدو مخه ډب كړې ده، که ژورنالېست د دوى د ګټو پر خلاف خبر خپور کړي له دندې ګوښه کېږي. دغه شخصي شركتونه د هغو خبرونو خپرېدا ته اجازه نه وركوي چې د دوى له ګټو سره په ټكر كې وي. له بلې خوا په دغو هېوادونو كې رسنۍ د اعلانونو له لارې هر كال په ميليونونو ډالر لاسته راوړي، دوى د اعلانونو تر څنګ مجبور دي چې د داسې خبرونو مخه ونيسي چې د دغو تجارتي شركتونو ګټو ته زيان رسوي، ځكه كه رسنۍ دغه ډول خبرونه خپاره كړي، دغه تجارتي شركتونه ترې خپل اعلانونه بېرته اخلي چې له امله يې كېداى شي دغه ځانګړې رسنۍ له سقوط سره مخ شي.
زما له دغې خبرې نه موخه دا وه چې دغه تيوري خو د آزادۍ خبرې كوي، خو بيا هم دلته آزادي محدوده ده. حكومت د مطبوعاتو د آزادۍ مخه نه نيسي، تجارتي شركتونه او پخپله د رسنيو مالكان د دغې آزادۍ لاره ډب كوي چې ژورناليسټانو ته دواړه توپير نه لري او دواړه د دوى د وينا حق تر پښو لاندې كوي.
د مطبوعاتو د آزادۍ څلورمه تيوري د كمونيسټي تيورۍ پر خلاف د آزادۍ انتها ده چې د مطبوعاتي د آزادۍ د تيورۍ په نامه يادېږي. د دغې تيورۍ له مخې مطبوعات په بشپړ ډول آزاد دي، پر حكومت په آزادانه ډول نيوكه كولى شي او رسنۍ شخصي ملكيت ګڼل كېږي. دا تيوري د نړۍ په هيڅ هېواد كې تر اوسه پياده شوې نه ده يانې دغه تيوري لا تر اوسه هم تيوري ده، دا چې كله به پياده شي او يا د پياده كېدو امكان لري او كه نه؟ دغه پوښتنه پراخه بحث ته اړتيا لري. كه مطبوعات دومره آزاد شي چې حكومت پرې اغېزه ونه لري، تجارتي شركتونه او د رسنيو مالكان يې هم كنټرول نه كړي، پوښتنه دا راولاړېږي چې د دغو رسنيو د كاركوونكيو معاشونه او نور لګښت به له كومه راځي.
زه فكر كوم چې په افغانستان كې زموږ د يو شمېر ژورناليسټان غوږونو ته همدا تيوري چې لا تر اوسه په هيڅ ځاى كې پياده شوې نه ده او نه يې د پياده كېدو چانس شته، رسېدلې ده او دوى هم دغه نغاره ډنګوي. همدا لامل دى چې په يو شمېر سايټونو او ځينو رسنيو كې د بېلابېلو توكمونو او بېلابېلو اشخاصو په هلكه داسې ليكنې كېږي چې قلم ترې شرمېږي او په ځينې يې د كوڅو له تا ويلي، ما ويلي او بابو لالو نه ډكې وي. سړى هيڅ نه پوهېږي چې ښاغلي ليكوال دغه شيان له كومه كړي دي او دغه ليكوالان د دې لپاره چې د ولسونو تر منځ كركه او نفرت پيدا كړي، د خپلو ذهنونو ډول، ډول وهمونه او خيالونه د ژورناليزم په نوم په سايټونو او خپرونو كې پر ولس خرڅوي، د دوى دليل دا دى چې په ډيموکراسۍ کې د مطبوعاتو آزادي ده او چې څه يې زړه غواړي، هغه به ليکي. د خواشينۍ خبره دا ده چې دغه ښاغلي ځانونو ته ژورناليسټان او خپلو بابولالو ته ژورناليسټيكې ليكنې وايي او كه كله له كومې ستونزې سره مخ شي، بيا يې نوم ټولې نړۍ ته رسېږي.
په وروسته پاتې او قبيلوي ټولنو كې كولتور ډېر پياوړى رول لري او په ژوند كې پر هر چا كولتوري اغېزې شتون لري. زموږ په ټولنه كې لا تر اوسه هم د كولتور رول غښتلى دى، نو ځكه ژورناليسټان بايد خپل كولتور ته پام وكړي چې د ژورناليزم مسلک هم پر همدغه ټکي ټينګار کوي، خو متاسفانه زموږ خبريالان پر خپل كولتور ملنډې وهي. مسلكي ژورناليسټان د هغې ټولنې كولتور ته چې دوى په كې فعاليت كوي، بايد درناوى وكړي، ځكه كه دغه كار ونه كړي، له ستونزو سره مخ كېږي.
موږ بايد دا حقيقت ومنو چې زموږ ټولنه دا وخت دومره آزادي هضمولى نه شي. د ټولنې سياسي، اقتصادي او ټولنيز حالات د مطلقې آزادۍ اجازه نه وركوي او نه زموږ ژورناليسټان د دومره آزادۍ د پروسس كولو توان لري، د دغې ډول آزادۍ لپاره افغانستان بايد اوږده لاره طى كړي. زه دا نه وايم چې زموږ په هېواد كې مسلكي ژورناليسټان نشته، موږ په افغانستان كې ډېر تكړه او مسلكي ژورناليسټان لرو، په تېره بيا په وروستيو كلونو كې افغان ژورناليسټانو وښودله چې دوى له هيچا كم نه دي، خو د دوى تر څنګ داسې ژورناليسټان هم شته چې پرته له دې چې ځان په ژورناليزم خبر كړي، ژورناليسټان دي.
زه د رسنيو د آزادۍ پر خلاف نه يم، خو زما نظر دا دى چې دا ځينې چې د مطبوعاتو د نورې پراخې آزادۍ خبرې كوي، بايد پوه شي چې له اكاډميك لحاظه دغه ځينې ډېرې خبرې كتابي دي او تيوري ده چې د پياده كېدو امكان يې نشته او بله دا چې د هېواد كولتوري، سياسي، اقتصادي او تعليمي وضع او سيسټمونه هم د ژورناليزم له آزادۍ سره تړاو لري او زموږ ټولنه له هغو ټولنو سره چې مطبوعات په كې په تيوريكي لحاظ ډېر آزاد دي، په دغو ساحو كې توپير لري. عامو ژورناليسټانو ته بايد دغه ذهنيت وركړل شي چې د مطبوعاتو د آزادۍ مانا دا نه ده چې دوى چې څه وغواړي او په چا پسې يې وغواړي او په كوم توكم پسې يې چې وغواړي، وليكي. يو حد موجود دى. له بلې خوا په ولسواكو ټولنو كې مدني قوانين هم موجود دي چې د زياترو هېوادونو مدني قوانين او په تېره بيا د افغانستان د مدني قوانينو له مخې كه څوك چا ته سپكاوى وكړي، ليكوال محكمې ته راښكل كېږي. په ډيموكراټيكه ټولنه كې هر شخص حقونه هم لري او مسؤليتونه هم، كه يو شخص د وينا د آزادۍ حق لري، ورسره دغه مسؤليت هم لري چې چا ته به سپكاوى نه كوي.
دا اوس چې په افغانستان كې د رسنيو پرتليزه آزادي موجوده ده، زموږ د ژورناليسټانو دغه حالت دى چې مسلك ته يې شا كړې ده او كه بشپړه آزادي وركړل شي، نو چې بيا به څه كوي، كولى شي، نو ځكه زه وايم چې د آزادۍ له چغو سره، سره بايد د ژورناليسټانو پوهاوي ته هم پام وشي او كه له پوهاوي پرته په لويه كچه آزادي رامنځته شي چې زه يې امكان نه وينم، دغه آزادي به د ژورناليزم مسلك ته يو ګواښ وي.