كله چې ژورنالېزم د انساني ژوند يو اړين ضرورت او په ټولنه كې مهم او كارنده رول لري نو ذهن ته دا پوښتنه راپيدا شي چې څنګه كېدلى شي اسلام په دې اړه اصول او لارښوونې ونه لري.
كله چې يو ژورنالست غواړي په دې ډګر كې كار وكړي نو بايد پوه شي چې خپله دنده لـه كومو اصولو سره سمه پرمخ بوځي؟
څه شى خپاره كړي او د څه شي لـه خپرولو ډډه وكړي؟ عظيم الشان قران او نبوي سنت په دې اړه څه لارښوونې لري؟ د پورتنيو سوالونو د ځواب موندلو لپاره كه د قران عظيم الشان او نبوي ارشاداتو پاڼې راواړول شي نو د ژورنالېزم په اړه به يوه بشپړه اخلاقي ضابطه ووينو، چې پرې د عمل په صورت كې به په يقين سره ژورنالېزم د انسايت د سلامتۍ، خوشالۍ، پرمختګ او سوكالۍ لامل وګرځي.
د ژورنالېزم غرض:
د اسلام لـه نظره د ژورنالېزم بنسټيز غرض دا دى چې د خبري پېښو په خپرولو او څېړلو سره انساني ژوند داسگي رهبري شي چې د هغې په واسطه د ښېګنې او رښتينولۍ بنسټونه ټينګ او باطل كمزورى شي. د قران كريم او نبوي احاديثو لـه مخې د ژورنالېزم او تبليغاتي رسنيو مسووليت دا دى چې:
• د خداى ج رضا تر لاسه شي.
• انسانان په ښه توګه ورورګلوۍ او مينې ته وبلل شي.
• د چارواكو د ظلمونو او تېريو په وړاندې حقه او لـه او لـه انصافه ډكه وينا وشي او په هېڅ ډول د هغوى دروغ او غلطيو ته رښتيا او سمه ونه ويل شي. كه په دې لاره كې ووژل شي نو د شهادت درجه وړي.
د ابو داود په يو حديث كې راغلي \"د ظالم چارواكي په وړاندې حق ويل ډېر غوره جهاد دى\".
د ژورنالېزم موخه د مخلوق اصلاح، لارښوونه او په خلكو كې ښېګنې او رښتينولي د ودول دى.
الله ج د ال عمران سورت په 120 ايت كې فرمايي:
\"تاسو په نړۍ كې غوره ډله ياست چې د انسانانو د اصلاح او لارښوونې لپاره ډګر ته راوتلي ياست. تاسو د نېكۍ په كولو امر كوئ او د بدۍ لـه كولو خلك ژغوري او په الله جل ايمان او باور لرئ.\"
د ژورنالېزم ټول اخلاقي موارد لـه قران او حديثو څخه ثابت شوي دي، كه دې مواردو ته وكتل شي نو رښتونى ژورنالېزم جوتېږي هغه موارد دا دي:
د شهرت لـه غوښتلو بايد ډډه وشي.
لـه خپرونو څخه غرض بايد د خداى رضا او د رښتينولي دودول وي نه شهرت غوښتل، كه څوك د شهرت غوښتونكي وي نو لـه ثواب څخه بې برخې كېږي. د ابو داود په كتاب الادب كې راغلي دي چې رسول الله صل فرمايلي دي. \"څوك چې د خبرو طرز په دې خاطر بدلوي چې خلك پرې راټول شي نو د قيامت په ورځ به يې توبه او فديه قبوله نه شي\" په خبر كې انصاف، د نېكۍ غوښتنه دا ده چې انصاف بايد په هر حالت كې مراعات شي. او داسگي نه شي چې لـه چا سره دښمنۍ د انصاف او عدالت مخه ونيسي.
الله ج د مايدې سورت په 82 ايت كې فرمايي: \"لـه كومې ډلې سره دښمنۍ بايد تاسې دومره وارخطا نكړي چې لـه انصاف نه لاس په سر شئ\".
همدا راز د الانعام سورت په 152 ايت كې فرمايي: \"كله چې خبرې كوئ نو انصاف مراعاتوئ كه څه هم مسئله د خپلولئ وي\".
بايد حقايق او شهادت پټ نه شي.
د شهادت مفهوم دا دى چې كله لـه يوې خبرې خبر اوسئ هغه مه پټوئ او نور هم پرې پوه كړئ.
د بقرې سورت په 283ايت كې لوى خداى جل فرمايي: \"شهادت او حقيقتونه هېڅكله هم مه پټوئ چې شهادت پټ كړ نو زړه يې په ګناه اخته شو او الله ج ستاسو لـه اعمالو نا خبره نه دى\".
د ضمير خرڅول روا نه دي.
انسان چې لـه چا سره كومه وعده كړي وي بايد په هماغې ولاړ وي او د څه شي په بدل كې بايد د حق خلاف څه ونه وايي. كه څوك دا ډول سودا كوي دا په حقيقت كې د ضمير خرڅول دي. الله ج د نحل سورت په 95 ايت كې فرمايي \"د الله ج په وعده كمې پيسې مه اخلئ. په حقيقت كې هغه ثواب چې لـه الله ج سره يې لرئ تاسو ته غوره دى كه تاسو پوهېږئ\".
خبرې بايد په حكمت وشي.
يو د خبرو حكمت دا دى چې د مخاطب ذهنيت استعداد او څرنګوالى په پام كې ونيول شي د بېلابېلو خلكو سويې ته بايد وكتل شي او هماغسې بايد ورسره خبرې وشي. لـه خلكو سره بايد د همدردۍ په لهجه خبرې وشي تر څو مو مخاطب د همدردۍ احساس وكړي. د خبرو موخه بايد نورو ته د خپل علميت او د نورو د كمزورۍ ښودل نه وي، د النحل سورت په 125 ايت كې راغلي دي: \"اى پيغمبره د خداى لارې \"دين\" ته په حكمت او نېك پند او نصيحت بلنه كوه\".
لـه پلټنې پرته د خبرې منل:
ژورنالست چې كومه خبره اوري بايد د هغې په اړه فكر او پلټنه وكړي او بيا يې په اړه اقدام وكړي. د السجده سورت په 36 ايت كې راغلي دي \"او كه چېرې تا ته د شيطان لـه خوا كومه وسوسه در ورسېده نو الله ج ته پناه وېسه بېشكه چې الله ښه اورېدونكى او ښه خبر دى\".
لـه جاسوسۍ، بدګومانۍ او غيبت څخه ځان ژغورل
اسلام دا اجازه نه وركوي چې څوك د بل عيبونه ښكاره كړي. الله جل د حجرات سورت په 12 ايت كې فرمايي \"اى هغه كسانو چې په الله ج مو ايمان راوړى په خلكو لـه تهمت او بدګومانۍ څخه ځان وساتئ لـه شك پرته غيبت او بدګوماني ګناه ده، د مسلمانانو عيبونه مه لټوئ، د نورو غيبت مه كوئ، ايا يو لـه تاسو هم دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري نو دا ناوړه وګڼئ\".
د بل لـه سپكولو او بل ته لـه پيغور وركولو څخه مخنيوى:
اسلام موږ لـه پېغور وركولو، سپكولو او په ناوړه نومونو لـه يادولو څخه منعه كړي يو، د الحجرات سورت په 11 ايت كې فرمايي: \"اى مومنانو يو قوم بل قوم مه ريشخندوئ، امكان لري چې هغوى د الله جل په نزد لـه مسخره كوونكو څخه غوره وي او ښځې به هم دا كار نه كوي، امكان لري چې ريشخند شوې ښځې د الله ج په نزد لـه مسخره كوونكو ښځو څخه غوره وي. او ځينې ستاسې د ځينو نورو عيبونه مه پلټئ ځكه هغوى هم بيا ستاسو عيبونه پلټې چې په حقيقت دا خپله د عيبونو پلټل دي. يو بل په بدو نومونو او القابو مه يادوئ، لـه ايمان وروسته دا نومونه فسق دى او چا چې توبه ونه ويسته نو دا ظالمان دي\".
عكس \"انځور\"
هغه عكسونه چې د عكسونو د دستګاه او دوربين په واسطه اخيستل كېږي په دې اړه تر ټولو روښانه نظرد مصر د مفتي شېخ محمد دى چې وايي: \"د ځانګړو وسايلو او د عكاسۍ د دوربين او كامرې په واسطه اخيستل شوي عكسونه چې د شيانو د ساتل او ضبطول دي هېڅكله هم د هغو عكسونو په ډله كې نه راځي چې اسلام منع كړي دي. ځكه چې په اسلام كې ناروا انځور هغه دى چې انځورګر داسې شى جوړ كړى چې د مخه وجود ونه لري او لـه الله ج سره د مقابلې او جګړې نيت هم ولري. ښكاره خبره ده چې په كامره اخيستل شوى انځور دا حالت نه لري ځكه چې انځور ګر يې لـه عدم \"نشت\" څخه وجود ته نه راولي. بلكې د شيانو سيورى ضبطوي او بيا يې ښكاروي. او لـه الله ج د مقابلي نيت هم نشته دى\" ځينې چې د انځور لـه ټولو ډولونو سره كه هغه لاسي او كه ماشيني حساسيت نيسي. د عكس ټول ډولونه مكروه بولي.
هغه عكسونه چې د اړتيا لـه مخې اخيستل كېږي هېڅ ستونزه نه لري د بېلګې په ډول د پېژندنې لپاره، د هغهو عكسونو حكم چې په كامره او دوربين اخيستل كېږي مباح دي څو چې د تحريم لپاره كوم بل لامل ونه لري لـكه د لوڅو ښځو، نڅېدونكو او منحرفو خلكو انځورونه.
هر ډول حرامه مجسمه او يا عكس چې توهين يې وشي او سپكه شي د حراموالي لـه حالت څخه ووځي او حلالېږي. د بېلګې په ډول هغه عكسونه او مجسمه چې تر پښو لاندې شي يا لـه بوټانو سره پرې تېرېږي.
بې ساه مخلوق پورې اړوندې تابلوګانې لكه غرونه، ځنګلونه، طبعي مناطق، انځور ګر ګناهګار نه دى مګر دا چې خلك د الله ج لـه عبادت څخه وباسي په دې صورت كې مكروه ده.
په ژورنالېزم كې په دا لاندې ځايونو كې عكس اخيستل كېږي:
1. د ورك شوي كوچني عكس
2. د مجرم د اسانه نيولو لپاره د هغه عكس.
3. د نړيوالو د پاملرنې د راجلبولو لپاره د مظلومانو عكس.
4. د پېښې د خطر د اندازې د ښودلو او د دې لپاره چې جوته شي چې په يوه ترافيكي پېښه كې د كوم موټر چلوونكى پړ وي.
5. د مرستې د جلبولو لپاره د قحطۍ ځپلو، سېلاب وړو انځورونه يا د مظاهر كوونكو انځورونه.
6. د دولت د دفاعي ځواك د ښودلو لپاره د انځور چاپول.
7. د بې نظمۍ د مخنيوي لپاره د مسوولينو د پام راوړلو په خاطر.
8. د هغه عكس خپرول چې لـه هغې پرته د خبرخپرول نا ممكن وي.
راډيويي ژورنالېزم
قران كريم او احاديثو چې د چاپي خپرونو په اړه كومې لارښوونې كړي دي هغه يې د راديويي ژورنالېزم په اړه هم كړي دي \"چې د راديو ټلوېزيون ډېر كار لـه خبرو كولو سره دى. نو الله جل د طه سورت په 12 ايت كې فرمايي \"لـه هغوى سره په نرمه لهجه وغږېږه\" دا اړينه ده چې نه يوازې دا چې په نرمه لهجه وغږېږو بلكې ښه وينا هم بايد وشي. د بقرې سورت په 83 ايت كې الهي ارشاد دى. لـه خكو سره په نېكۍ خبرې كوه.
حضرت ابو داود يو حديث روايت كړى دى چې \"يو ځل حضرت ابو هريره رض د حضرت عايشې رض د كور تر څنګ احاديث بيانول چې حضرت عايشې پرې نيوكه وكړه او ورته يې وويل چې د خداى رسول به دومره ژر ژر په بېړه خبرې نه كولې بلكې دومره ورو، ورور به غږېده چې كه چا غوښتي واى د هغه \"صل الله عليه وسلم\" خبرې وشمېري هره خبره يې بېله، بېله شمېرلى شوه.
رسول ص فرمايلي دي چې لـه اوږدو خبرو ډډه وكړئ ځكه اورېدونكي ستړي كوي او همدا راز فرمايي \"ما ته امر شو ى دى چې خبرې لنډې كړم ځكه په خبرو كې لنډوالى ښه دى.\"
ټلوېزيون
هغه څوك چې په ټلوېزيون كې لـه مخاطب سره مخ دى بايد دې حديث ته پام وكړي.
\"كله چې د څو نفرو په وړاندې غږېږي نو يوې خواته توجه مه كوئ، ورو، ورو نورو خواو ته هم توجه كوئ په دې خاطر چې نور د توجه او د د نشتوالي شكايت ونه كړي.
عام خلك په دې اند دي چې په ټلوېزيون كې چې كوم انځوورنه ښودل كېږي شرعي جواز نه لري خو دا خبره سمه نه ده. د ټلوېزيون او د سينما په پرده چې كوم عكس ښودل كېږي هغه عكس نه دى بلكې د هماغه جسم سيورى دى. مثالً زموږ عكسونه په اوبو او هندارو كې ليدل كېږي لكه هېنداره، ټلوېزيون هم يوه همداسې اختراع ده.
كه څوك په كوم كور كې هنداره په دې ډول عياره كړي چې ښځې نا محرمه نارينه و ته د تفريح لپاره وښودل شي دا په حقيقت كې د شخص ګناه ده، نه د هندارې. همدا ډول ټلوېزيون او سينما هم ده. كه لـه ټلوېزيون څخه سالمه ګټه واخيستله شي ډېر ګټور دى.
لـه هندارې څخه د ناروا ګټې اخيستنې په صورت كې هنداره حرامه نه بلكې ګټه اخيستونكي ګناهګار دى په همدې ډول كه لـه ټلوېزيون څخه ناوړه ګټه واخيستل شي همدا حكم لري.
كه ټلوېزيون لـه اسلامي احكامو سره سم د تبليغ، اصلاح او د شر او فساد مخنيوي لپاره وكارول شي ښه كار دى خو كه د دې بر عكس وي خداى به يې ونه بښي.
هغه ټلوېزيون چې د اسلامي ټولنو وياند وي بايد د ټولنې د اخلاقي او كولتوري ارزښتونو تابع وي د بېلګې په ډول اسلام چې د ښځو لپاره كوم حدود ټاكلي دي او ښځو ته يې لـه كور څخه د وتلو كومې پولې ښودلي دي بايد د ټلوېزيون پر پرده هم هماغسې ځان وښيي.
كارتون
كارتون هم لـه تبليغاتي وسيلو څخه دى. د اسلام لـه نظره كه د كارتون په خپرولو كې لـه دوو شيانو څخه ډډه وشي نو ډېر به ګټور وي. يو دا چې وګړي يا ټولنه ذليله ونه ښودل شي ځكه چې رسول الله ص فرمايي او ابوداود يې رانقلوي \"ډېر بې ځايه او ناحقه حمله د يو مسلمان پر عزت حمله ده\".
دويم دا چې كه د ذى روح \"ساه لرونكو\" شيانو د كارتون اړتيا پېښه شي نو كارتون دې په دې ډول وويستل شي چې د عكس اطلاق پرې ونه شي. د بېلګې په ډول شريعت چې د كوچنيانو د لوبو د سامان \"نانځكو...\" د جوړولو اجازه وركړېده هغه په دې شرط چې د انسان بشپړ غړي ونه ښودل شي، يوازې همدومره كافي \"بسيا\" ده چې خلك پوه شي چې غرض فلانكى شخص دى.