انساني ژوند په يوې ورکې پسې د لټون په پاز د اندېښنو په ساحل کې په منډو تېرېږي، دغه پلټنه د پنځ يوه ځانګړنه ده، د څښتن تعالى په دې ويړه نړۍ کې انسان د نويو خبرو او ناڅرګندو خزانو د ترلاسه کولو لپاره د څرک موندنې په موخه د ساينس، پوهې، لوړتابه پوړۍ وهلې او لار وهي چې يو شمېر حيرانوونکې لاسته راوړنې هم لري.
اړتيا وه چې ورځنۍ موندنې، لاسته راوړنې او پېښې چې په هيوادونو، ښارونو او کليو بانډو کې رامنځته کېږي، هغو خلکو ته ورسول شي چې ترې ناخبره وي او دغه غوښتنه په هر انسان کې وي چې له هر څه خبر اوسي، اوسمهال دغو غوښتنو ته د ځواب لپاره ځينې وسيلې شته چې يوه يې هم اخبار دى، چې خبريال يا ژورناليسټ پکې خبرونه، مرکې، راپورتاژونه، ليکنې او فيچرونه د لوستونکو د تندې خړوبولو لپاره خپروي.
ژورناليزم يا صحافت د انګليسي له (Journal) څخه اخيستل شوى چې معنا يې ورځنی کتاب يا ورځنى يادښت دى چې د (Journal) له لفظ څخه دلته موخه ورځنۍ يا زياتې او کمې مودې لپاره خپروونکې خپرونې اخيستل کېداى شي، خو باوري تعريف يې د لوېديځو پوهانو او ليکوالو هغه دی چې، کړی يې دی.
ويبسټرز ويبسټر انټرنېشنل ډکشنري ( Webster Webster’s national) له مخې د اوسمهال په زړه پورې پېښو په اړه د توکو خپرولو، وړاندې کولو په موخه يو ځاى کولو، رالنډولو او لوستلو لپاره برابرولو ته ژورناليزم وايي.
خو د چيمرز ټوينټيت سنچري (chamber’s twentieth century) ډکشنري ژورناليزم داسې راپېژني: هغه چا چې دنده يې ولسي وګړو ته د خبر رسولو اسانتياوې برابرول، ليکل او خپرول وي هغه که په الفاظو وي يا ږغونو او انځورونو، ژورناليزم بلل کېږي او ژورناليسټ هغه څوک دى چې د يو اخبار، مجلې … لپاره ليکل، اوډون او سمبالښت کوي.
د اخبارليکنې اړيکه په اصل کې له خبرونو سره تړلې ده، خو هغه څه چې په خپرونو کې راځې،  اخبارليکنه بلل کېږي، لکه ليکنې او فيچرونه.
اخبار ليکونکى په يوه وخت دوه ځانګړي کارونه ترسره کوي چې يو يې خبر ورکول او بل په خبر د خلکو غبرګونونه اخيستل چې لوستونکو ته دواړه په زړه پورې وي.
دا چې اخبار ليکونکى څوک دى په پخواني وخت کې به يوازې هغه چا ته ويل کېده چې په يوه اخبار کې کار وکړي يا ورته ليکنې او خبرونه چمتو کړي، اوس چې نړۍ پرمختګ کړى نو په ورځپاڼو، اوونيزو، خبري اژانسونو، راډيو ټلوېزيون کې چې څوک په کار بوخت وي، اخبار ليکونکى ورته ويل کېږي.
هغه خپروندويه ټولنه چې اخبار ليکونکي ورته کار کوي، ((پريس)) بلل کېږي، زياتره وخت د اخبارونو ليکونکى ((پريس)) يوازې خپلو اخبارونو پورې تړلی بولي، چې دا سمه نه ده، ځکه د ((پريس)) لفظ راډيو، ټلوېزيون، شننه، څېړنه، مستند فلم ټول په ځان کې رانغاړي.
د ژورنالسټيکي ليکنې ژوند خو يو ورځنى وي، مګر د دې مطلب دا نه دى چې هر څه دې په بې پروايۍ سره وليکل شي، ژورناليسټ ته بويه په پوره پاملرنې او احتياط سره جملې او الفاظ راغونډ کړي او په فني ((څانګيز)) ډول وي، او بيا په دې کې هېڅ شک نشته چې ژورناليسټيکي ليکنې د ټولنيزو بدلونونو څرګندويي کوي خو اصلي موخه يې لوستونکو ته د هغوى په چاپېريال کې رامنځته شوې پېښې رسول وي، د ورځنيو نرخونو لوړوالى، مظاهرې او بدې پېښې په ولسي وګړو کې منفي ننګونې هم راڅرګندوي، له دې کبله په دولتي پاليسيو کې ستر بدلونونه راپيدا کولاى شي، اخبار ليکونکي ته ډېره په زړه پورې او خوښوونکې ده چې له پېښو سره نږدې وي او هڅه هاند يې نه يوازې د خپل هيواد بلکې د نړۍ د ګاندې په جوړېدو کې مرستندويه ثابت شي، دا ټول هر څه د دې پوروړي دي چې په اخبارليکنه کې ((سملاسي)) ځواکمنه او واکمنه ده.
خبر ځنډونه د ژورناليسټ پر کاري بهير وژونکى ګوزار ګڼل کېږي، ژورناليسټ ته بويه هغو خبرونو ته ځانګړې د خپرولو تلوسه ولري چې نېغ په نېغه د لوستونکو په ژوند ژواک اغېز پرېدي، په ورځپاڼو او مهالنيو کې خپرې شوې ليکنې د اړوند هيواد تاريخي پانګه ده، په دې کې شک نشته چې اخباري ليکنې او خبرونه د نويو پېښو په منځته راتلو زړېږي خو هېڅکله هم تاريخي ارزښت له لاسه نه ورکوي او همداسې پاتې کېږي.
خبرونه د ټلوېزيون او راډيو ژورناليسټ هم تر خپلو کتونکو او ليدونکو په بېړه رسوي خو لاس لا ندې وسايل يې د قلم او کاغذ پر ځاى برېښنايي ماشينونه وي دا هم په ثبات رسېدلي چې د ليکل شوو الفاظو په انډول ږغيز او رنځوريز الفاظ ډېر اغېزمن وي، په ځانګړي ډول د زلزلې، ټرافيکي پېښې، سيلابونه، سياسي مظاهرې، ورانۍ، لاريونونه، لوبې او مېلې تر چاپي رسنيو په برېښنايي رسنيو کې ((راډيو، ټلوېزيون)) کې وړاندې کول اغېزمنې وي.
په وروستيو څو کلونو کې اخبارليکنه د عامه ابلاغ يوه پاروونکې او په زړه پورې څانګه ګرځېدلې چې د نړۍ ډېرې سترې هستۍ او شخصيتونه له دې لارې د لوړتابه تر پوړيو رسېدلي او هغوى په دې اند وو چې د ولسونو د ويښتيا ستره وسيله اخبارليکنه ده.
اوسمهالي ژورناليزم لوى ارزښت او پراختيا موندلې او د مسوليت پېټى يې هم دروند شوى دی، د وخت له اوښتون سره ژورناليزم هم بدلون او پرمختګونه مومي ځينې وختونه د نويو پرمختګونو زېرى راوړي، اوسمهال د اخبار ليکونکو کارونه ناپايه ډولونه لري چې په خپل ځواک سره کولاى شي له کلکو ډبرو وچو چينو بهاند خبرونه ترلاسه کړي.
اوس ژورناليزم د واکمنۍ څلورمه ستن بلل کېږي، ژورناليزم وګړي له تېريو، ناانصافيو او ناروا واکمنيو څخه خوندې کوي، د خلکو د روا غوښتنو اوحقونو څخه د تنګسې او ملاتړ رپى هسک ساتي، زموږ د ګران هيواد د اساسي قانون له مخې ټول اوسېدونکي د بيان له ازادۍ څخه برخمن دي.