نجيب نايل
زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.
چاپي ژورنالېزم
اخبار ليکنه څه شي ده؟
انساني ژوند په يوې ورکې پسې د لټون په پاز د اندېښنو په ساحل کې په منډو تېرېږي، دغه پلټنه د پنځ يوه ځانګړنه ده، د څښتن تعالى په دې ويړه نړۍ کې انسان د نويو خبرو او ناڅرګندو خزانو د ترلاسه کولو لپاره د څرک موندنې په موخه د ساينس، پوهې، لوړتابه پوړۍ وهلې او لار وهي چې يو شمېر حيرانوونکې لاسته راوړنې هم لري.اړتيا وه چې ورځنۍ موندنې، لاسته راوړنې او پېښې چې په هيوادونو، ښارونو او کليو بانډو کې رامنځته کېږي، هغو خلکو ته ورسول شي چې ترې ناخبره وي او دغه غوښتنه په هر انسان کې وي چې له ه
د چاپي رسنيو نيمګړي اړخونه
که څه هم زموږ په هېواد کې ژورنالېزم ډېر اوږده پړاوونه تر شا پريښي، خو تل له يو لړ ستونزو لکه د تجربې د نشتوالي او تقليد ښکار ګرځېدلي. که چېرې څوک تېرې ژورنالېستيکي هڅې تر غور لاندې ونيسي، ډېر کم به د نوښت څرک ولګوي. دا مهال په لسګونو چاپي رسنۍ (ورځپاڼې، اوونيزې، جريدې، مجلې او مهالنۍ) خپرېږي، خو دا ټولې خپرونې د ورته والي ښکار دي. که له بازاره دوې يا درې مجلې راونيسئ، نو د سينما، سپورټ، اقتصاد، سياست، ادب، مرکې او نورې برخې به هره مجله ورته ولري، هغه د چا خبره که له ځينو مجلو پښتۍ (
سرليكنه څنګه وليكو؟
د ژورناليزم بنسټيزه موخه له پېښو او واقعيتونو څخه د خلكو خبرول، د هغوى لارښوونه كوي او ځينې وخت د هغوى خوشالول دي.يو عام لوستونكى چې كوم خبر ولولي هغه بايد وپوهېږي چې څه شوي، چېرې شوي، څنګه شوي، څه وخت شوي او ولې شوي دي. په هر خبر كې هم اړينه نه ده چې دا ټول معلومات دې وركړل شي، كېدى شي په ځينو خبرونو كې د دغو پوښتنو له ډلې درې يا څلورو ته ځواب وركړل شوى وي او د نورو ځوابولو ته له سره اړتيا نه وي. لوستونكى خبر لولي، خو ټول لوستونكي د دې وړتيا نه لري چې د خبر پر مختلفو اړخونو
مسلکي يا د دوو غاړو درلودونکى سرليک
د نيوزويک او ټايم مجلو د سرليک ليکنې مېتود ته يوه کتنهد ژورناليزم د تاريخ په لومړينو او ابتدايي خپرونو کې د سرليک په نوم هيڅ څيز وجود نه درلود. د مجلو او ورځپاڼو لومړنى مخ به يوازې تبليغاتو او اقتصادي خبرتياوو ته ځانګړى ؤ او د خبرونو يا راپورونو کالمونه به له دويم مخ څخه پيلېدل. د انځور په وسيله د ورځپاڼې د ښايسته کولو او د لومړني يا غټ سرليک پديده په شلمه پېړۍ کې رامنځته شوه. تر دې چې تر ١٩٥٠ کال پورې داسې خپرونې موجودې وې چې مخونه به يې په
مطبوعاتي بيانيه Press Release
يو له مهمو درسونو څخه، د هغو لپاره چې نوى يې پر كار پيل كړى وي د يوه خبري ګزارش د متن يا چوكاټ غوندې د مطبوعاتي اطلاعاتو ليكل دي چې په ټوليزه توګه پرمختګ وركول او د افهام او تفهيم يې هڅول دي. ايډيټران غواړي چې مطبوعاتي بيانيې بېله كوم دليله زر تر زره په پچۍ (باطله داني) كې وغورځوي، ښايي ځينې پردۍ ډلې ورته پراختيا او انكشاف وركړي. ((تل بهترين))، ((هر يو ګټونكى)) او يا ((يو له مهربانو څخه)) د بشر ډول او نوع بدلوي. تاسې سوژه لاسته راوړې ده، د مطبوعاتي بيانيې د ليكوال پر ځاى لكه د يو