د ژورناليزم بنسټيزه موخه له پېښو او واقعيتونو څخه د خلكو خبرول، د هغوى لارښوونه كوي او ځينې وخت د هغوى خوشالول دي.
يو عام لوستونكى چې كوم خبر ولولي هغه بايد وپوهېږي چې څه شوي، چېرې شوي، څنګه شوي، څه وخت شوي او ولې شوي دي. په هر خبر كې هم اړينه نه ده چې دا ټول معلومات دې وركړل شي، كېدى شي په ځينو خبرونو كې د دغو پوښتنو له ډلې درې يا څلورو ته ځواب وركړل شوى وي او د نورو ځوابولو ته له سره اړتيا نه وي. لوستونكى خبر لولي، خو ټول لوستونكي د دې وړتيا نه لري چې د خبر پر مختلفو اړخونو فكر وكړي يا يې شننه وكړي، د موضوع په پسمنظر پوه شي او ژوروالى يې ورته معلوم شي.
نو له همدې لامله ضروري ده چې لوستونكي له لاسه ونيول شي او د خبر په ټولو اړخونو، ژوروالي او شاليد پوه شي. په سرمقاله كې د يوې ځانګړې موضوع ټول اړخونه واضح شوي وي، پسمنظر پكې وي او موضوع پكې له بېلابېلو خواوو تشرېح شوې وي.
د موضوعګانو له مخې د ورځپاڼو مخونه په دوو برخو وېشل كېږي، د خبرونو برخه او د سرمقالې يا سرليكنې برخه. د خبرونو په مخونو كې خبرونه ليكل كېږي او د سرمقالې په مخونو كې د خلكو نظريات، رالېږل شوي ليكونه، د ورځپاڼې خپل نظر او نور چاپېږي.
د ورځپاڼې نظر چې د سرمقالې په مخونو كې د ورځپاڼې تر لوى نوى (Mast Head) لاندې ليكل كېږي، د سرمقالې په نوم يادېږي.
سرمقاله د يوې مهمې موضوع يا خبر په اړه د ورځپاڼې نظر څرګندوي چې پكې ليكوال هڅه كوي له خپلې خوښې سره سم عامه ذهنيتونو ته د موضوع په اړه شكل يا تغير وركړي. په سرمقاله كې عموماً نيوكې، تبصرې او له پسمنظر سره يو ځاى د پېښو شننه شامل وي. سرمقاله ډېر وخت د ورځپاڼې تر ټولو بېخونده برخه وي، ځكه چې ژبه يې ډېره سړه وي. د سرليكنې ژبه له عامو خبرو سره توپير لري، ځكه سرمقاله په جدي ژبه ليكل كېږي او همدارنګه د ادبي ليكنو پر خلاف له ادبي رنګ او جوړښت نه خالي وي. همدا لامل دى چې د سرليكنې لوستونكي كم وي او يوازې هغه خلك يې لولي چې په ټولنه كې د عامه ذهنيتونو جوړوونكي دي. سرمقاله د ورځپاڼې د تګلارې څرګندويه ده، نو ځكه ورته ځينې خلك د ورځپاڼې شخصيت وايي. همدا سرمقاله ده چې لوستونكي ورځينې د ورځپاڼې د پاليسۍ استنباط كولى شي چې آيا هغه حكومت پلوې ده كه مخالفه يا لېبراله ده كه محافظه كاره.
لويې ورځپاڼې دوه يا درې سرمقالې ليكي او هغې ته چې د ورځپاڼې تر نامه لاندې ليكل كېږي، Lead يا اصلي سرمقاله ورته وايي او هغو نورو ته Lead Notes يا سرليكنيز ياداښتونه وايي. خو په افغاني ورځپاڼو كې اوس هم هغه يوه سرمقاله ليكل كېږي چې دا ښيي ورځپاڼو دلته لا پوره پرمختګ كړى نه دى. سرليكنه ډېرى وخت مسؤل مدير ليكي او يا ځانګړى بورډ (هيئت) لري چې په ګډه د سرمقالې په موضوع او موادو فكر كوي. سرمقاله عموماً د ورځې پر تودو خبرو ليكل كېږي او ځينې وخت د سروې د راپورونو پر بنسټ هم ليكل كېږي.
اوسمهال سرمقاله ليكنه يو بېل علم ګڼل كېږي او تخصص پكې كېږي. پخوا به له سرليكنې سره د ليكوال نوم هم ليكل كېده، خو اوس بېنومه چاپېږي. د يوې ورځپاڼې د مقبوليت او مينه والو كچه د هغې د سرمقالې د لوستونكيو له شمېرې څخه اندازه كېدى شي. څومره چې د ورځپاڼې د سرليكنې لوستونكي زيات وي، په دې مانا ده چې همدومره دا ورځپاڼه په خلكو كې منلې ده. د ورځپاڼې د سرمقالې د ليكنې پر مهال ليكوال ته پكار ده چې شخصي تعصب ته مخه ښه ووايي او هر څه چې ليكي، بايد په بې پرې ډول يې وليكي او خبرې يې پر حقايقو ولاړې وي.
لكه څنګه چې په سر كې ورته اشاره وشوه، د ژورناليزم موخه د خلكو لارښوونه كول، دوى ته معلومات وركول او هغوى ته د تفرېح يوه وسيله برابرول دي، نو ځكه سرمقاله ليكونكى هڅه كوي چې د ټولنې د ټولو خلكو د ذهني سطحې سره سم د هغوى لارښوونه وكړي. له بلې خوا، سرمقاله د يوې موضوع په داسې ډول شننه ده چې د عامو خلكو ورته پام نه وي. له همدې لامله بايد سرليكنه داسې تجربه كاره څوك وليكي چې د موضوع له حال او تېر څخه خبر او د راتلونكي په اړه زيرك وي.
سربېره پر دې چې سرمقاله ډېر وخت د روانو چارو په اړه د عامه ذهنيت د جوړونې لپاره ليكل كېږي، خو كله وخت د خلكو شكايتونه هم رانغاړي. كله چې چارواكيو ته د خلكو غږ رسېداى نه شي يا هغوى ورته غوږ نه ږدي، بيا نو د رسنيو كار دى چې همدا غږ په جديت سره حكومت ته ورسوي. سرمقاله هم ځينې وخت د همدې دندې د پوره كولو په موخه ليكل كېږي.
سرليكنه عموماً د دلايلو او براهينو پر بنسټ ليكل كېږي چې موضوع روښانه شي، كه شكايتونه هم وي، په دې ډول كولى شي لوستونكيو ته سم استدلالونه وړاندې كړي او د هغوى د ذهن او منطق په وده كې مرسته وكړي. كه سرليكنه د ټولنيزو ستونزو يا اخلاقي فسادونو په اړه ليكل شوې وي، دلته بايد هڅه دا وي چې د ستونزو لاملونه ولټول شي او بيا يې د له منځه وړلو لپاره سمې لارښوونې وشي.
په ټوليزه توګه ويلى شو چې د سرمقالې موضوع بايد د ورځې يوه جدي خبره وي او ليكل يې بايد په ډېر پياوړي انداز او مستنده توګه وړاندې شي.

د سرليكنې جوړښت:
كه څه هم نږدې هره ورځپاڼه د سرمقالې ليكلو لپاره خپل طرز لري، خو بيا هم ځينې ځانګړې تګلارې او چوكاټونه شته چې سرمقاله ليكونكى يې بايد په پام كې ونيسي.
لومړى يې د ترتيب خبره ده چې درې عمده برخې يې څه ډول يو پر بل پسې بايد راشي. دا برخې د سرمقالې پيل، بدنه يا اصلي متن او پاى يا Conclusion دى. پيل بايد په خپل وار سره د سرليكنې له سرليك (عنوان) او ليډ څخه جوړ شي. سرليك په دوه ډوله ليكلى شئ، يو دا چې پكې د سرمقالې موضوع ته باريكه اشاره شوې وي چې دې ته Label عنوان ويل كېږي او بل ډول يې هغه دى چې د سرمقالې موضوع پكې په لنډ ډول رااخيستل شوې وي چې دې ته Summary يا د سرليك لنډيز وايي. د سرليكنې عنوان بايد تر دوو ليكو وانه وړي او څومره چې ممكنه وي، بايد لنډ وي. همدارنګه سرليك بايد واضح، مانالرونكى او زړه راښكونكى وي چې وكولى شي خلك د سرليكنې لوستلو ته رامات كړي.
له سرليكه وروسته په پيل كې ليډ يا مقدمه ليكل كېږي چې د سرليكنې له لومړي پاراګراف نه جوړ وي. د سرمقالې ليډ د خبر له ليډ سره توپير لري. د خبر په ليډ كې خبرليكونكى هڅه كوي د پېښې په اړه د څه، چېرته، څه وخت، څوك (چا)، څنګه او ولې پوښتنې ځواب كړي، خو د سرليكنې په ليډ كې هغه خبري توكي رااخيستل كېږي چې سرمقاله يې په اړه وي او هغه د شاليد (بكګراونډ) په توګه واضح كېږي.
ورپسې د سرليكنې اصلي متن Body (بدنه) راځي چې له دوو برخو (پرتلنې او اهميت) څخه جوړه وي يانې دلته روانه ستونزه چې په اړه يې سرمقاله ليكو له پخوانۍ يا بلې سره پرتله كېږي، ورته والى او توپير يې روښانه كېږي چې دا له لوستونكي سره مرسته كوي د موضوع په اړه يو عمومي تصوير ولري. د اهميت په برخه كې د ستونزې يا خبرې په ارزښت باندې څو ټكي ليكل كېږي يانې په ټوليزه توګه د سرليكنې په بدنه كې ليكوال پسمنظر، ګڼ اړخيز معلومات، نيوكې او څېړنې رااخلي.
په درېيم پړاو كې چې د نتيجه ګيرۍ برخه ده، ليكوال د ستونزې د حل لپاره وړانديزونه مخكې كوي او اړوندو خلكو ته په دليل ولاړې سپارښتنې په ګوته كوي.
پر دې سربېره د طرز له اړخه سرمقاله په درې ډوله پايته رسولى شئ. ځينې وخت د ټولې سرليكنې خلاصه د پاى په ټكو كې رااخلو چې دې ته په انګرېزۍ كې Summary Ending وايي، خو هغه وخت كې زموږ سرليك Summary Heading (سرليكيز لنډيز) وي، بيا سرمقالې ته دا ډول پاى وركولى نه شئ. بل ډول يې دا دى چې په پاى كې ليكوال اړوندو سرچينو ته حل لارې وړاندې كړي او د ستونزې حلول ځنې وغواړي، دې ته Appeal for Action Ending وايي. كله، كله چې د موضوع په اړه كوم په زړه پورې نقل قول ولرئ، كولى شئ په سم منطقي ډول سرليكنه په هغه نقل قول پاى ته ورسوئ چې دې ته Quotable Ending وايي.
كه چېرې سرمقاله په يوې هراړخيزې موضوع ليكئ، نو په كار ده چې په پاى كې د ټولې سرليكنې نچوړ (خلاصه) وړاندې كړئ. خو كه سرمقاله د يوې مهمې موضوع په لنډيز يا ځانګړې برخې پيل كړئ، بيا بايد په پاى كې د موضوع عمومي انځور لوستونكيو ته وركړئ.