محترمو مسلمانانو وروڼو له نن نه څوارلس سوه او اتيا كاله وړاندې په دنيا كې يوه تياره وه، وحشت ؤ، انسانان د حيواناتو په شان وو، د علم، فرهنګ او تهذيب نه ډېر لېرې او وروسته پاتې وو، د انسانانو حقوق پايمال وو او د جهل او د ناپوهۍ په وجه قتل او قتال لوړو پوړيو ته رسېدلى ؤ. آن تر دې چې د يو بل په كوپړۍ كې يې شراب څښل فخر ګاڼه او د جاهلي غيرت په وجه يې لورګانې ژوندې ښخولې. الله (ج) احسان وكړ او يو داسې ځلانده لمر يې جهان ته مبعوث كړ چې د ټول جهان نه يې تيارې، جهالت، ظلم او استبداد ختم كړل او د ايمان رڼا يې ټول عالم ته ورسوله.
لكه څنګه چې زموږ پيغمبر د اسلامي سياست بنسټګر او بنيادګذار دى او انسانيت ته يې د بادشاهۍ او رعيت سره د ژوند تېرولو طريقه په عمل سره ښودلې ده او له هغه نه وروسته د هغه شپږو شاګردانو او اصحابو خلافت كړى، حضرت ابوبكر صديق، عمر فاروق ، عثمان ذوالنورين، علي المرتضى، حضرت حسن المجتبى او حضرت معاويه رضى الله عنهم اجمعين چې رسول الله ورته په خيرالقرون سره اشاره كړې چې انسانيت ته يې عدل او اسلامي ژوند وښوده.
ګرانو هېوادوالو او مسلمانانو وروڼو! نن د غرب تهذيب او فرهنګ او په قدرت او اقتدار پسې ړندو انسانانو چې مقصد يې د غربي سياست حصول د قيادت دى، انسانانو نه يې د خپل عظيم پيغمبر تهذيب او اخلاق هېر كړي او هغه سياست چې انسانيت يې د درندګۍ او وحشت نه ويستلى ؤ او عدل او انسانيت ته يې راوړى ؤ، په دې وينا لېرې كړي چې ملا ته يې په سياست څه كار، د ده وظيفه خو صرف امامت، اسقاط او نكاح ده. حال دا چې قرآن كريم موږ ته دا تعليم راكړى چې د ملا انتظام جوړول تدبير منزل او مدني سياست دا د يو عالم چې په قرآن او د نبي (ص) پر احاديثو باندې پوه وي، وظيفه ده. يوازې ۱۹ احكام د ملا د انتظام او مدني سياست او تهذيب او اخلاقو جوړولو په هكله په سورت مائده كې راغلي، مشت نمونه خروار. الله (ج) دې موږ په خپل كتاب باندې پوه كړي.
محترمو وروڼو! نن سبا اسلامي نړۍ ته د اسلام دښمنانو په ډېرو ډولونو دامونه اچولي دي چې په مختلفو طريقو او پروګرامونو خلك د الله (ج) له كتابه اړوي او منع كوي. له ټولو نه لوى ګمراه كوونكې شبكې د ټلويزيون په شكل كې دي چې ټول پروګرامونه يې د قرآن او احاديثو نه خلاف دي، بلكې په مقابلې د قرآن، حديثو او اصحابو كې واقع دي. حال دا چې دا زموږ وظيفه ده چې د حق بيان وكړو، د بيان آزادي زموږ حق دى او يو څو خبرو ته خپل مسلمان ملت متوجې كول غواړم.

د لمر او طلوع ټلويزيون:
لغوي تحقيق: طلوع عربي لفظ دى چې ښكاره كېدل او ظاهره كېدل د يوه شي ته وايي او دا لفظ په اسلامي شريعت او نبوي احايثو كې د پيغمبر (ص) لپاره استعمال شوى يا هغه شخصيت چې له هغه نه ټول انسانيت ته مانوي ګټه رسي، استعمال شوى او طلوع راختل د لمر او سپوږمۍ دي. زموږ د اسلام ستر پيغمبر (ص) چې كله مدينې منورې ته هجرت وكړ، نو صحابه كرامو، مهاجرينو او انصارو په ډېرې خوشالۍ سره دا ويل: ((طلع البدر علينا من تنيات الوداع = وجب الشكر علينا من داعاالله داع.))
ژباړه: ((د مدينې منورې له غونډيو نه په موږ باندې سپوږمۍ راښكاره يا طلوع شوه = په موږ باندې د داعي د دعوت شكر كول واجب دي.))
يا عامو حالاتو كې چې كله به صحابه په خپل منځ كې ناست وو او نبي صلى الله عليه وسلم به راغى، نو احاديثو كې لفظ د طلوع ته اشاره شوې يا حضرت جبرائيل امين چې د سړي يا انسان په شكل كله راغى چې ډېرې د فايدې خبرې يې انسانيت ته رهنمايي كړې، نو حضرت عمر رضى الله عنه وفرمايل: ((اذا طلع علينا)) يو ناڅاپه يو انسان راغى او طلوع يې وكړه چې په دې سره عرب فصيح او بليغ خلك وو او د طلوع په مانا پوهېدل، ځكه يې د طلوع لفظ استعمال كړ.
لنډه دا چې د لمر او طلوع نومونه په اسلامي شريعت كې د پيغمبر (ص) لپاره استعمال شوي. شمس او قمر په سورت انعام كې راغلي چې الله (ج) تيارې وشلولې او رڼا يې په كې راوويستله، دغه مانا مراد ده چې د كفر، ظلم او جهل تيارې وشلېدلې او محمد رسول الله د لمر په شان په منځ كې راپيدا شو او طلوع يې وكړه.

ستاره افغان:
په ټلويزيون كې ستوري په اسمان كې ښكاره كول او بيا يې د يو څو بېكاره سازندګانو او ډمانو ته نوم اېښودل دا د رسول الله (ص) له حديثو څخه مخالفت دى، رسول الله (ص) فرمايي: ((اصحاب كاالنجوم بايهم اقتديتم اهتديتم.)) الحديث
ژباړه: ((زما صحابه د اسمان د ستوريو په شان دي، په هر يو پسې چې تاسې اقتداء وكړه، هدايت به بيامومئ.))

ټاپ چېل:
رسول الله (ص) فرمايي: ((چا چې زما په امت كې كې څلوېښت احاديث زده كړل، د قيامت په ورځ به فقيه او عالم راپاڅي او زه به د قيامت په ورځ د دوى شفاعت كوونكى او شاهد يم.)) عن ابي الدرداء (رض) قال سئل رسول الله (ص) ما حدالعلم؟ الذى اذا بلغه الرجال كان فقيهاً، فقال الرسول الله (ص) من حفظ من امتى اربعين حديثا فى امر دينما بعثه الله فقيهاً و كنت له يوم القيامه شافعاً و شهيداً.))
د جمعې مباركه ورځ چې د مسلمانانو د عبادت ورځ ده، دوى په كې څلوېښت ټاپ سندرې خپروي، له راډيو نه چې د بيان او تبليغ وخت دى او ورته غذايي روح وايي چې حرامو ته حلال ويل يانې عذر بدتر ګناه لازمېږي چې رسول الله (ص) ورته منافقت پيدا كېدل ويلي چې ټنګ ټكور منافقت په زړه كې پيدا كوي. دا خلك له عقل نه ړانده دي او فكر نه كوي، ځكه شيطان د دوى حواس ختم كړي، د حق او باطل تميز په كې نشته او حرام ورته حلال ښكاري.
راځئ، مسلمانانو وروڼو! چې د دې لوى طاغوت په مقابله كې تبليغ وكړو او خلك د اصلاح او د وطن د جوړولو او آبادولو طرف ته دعوت كړو، تر څو په دې رنګ نورو دامونو كې بند نه شو.