نجيب نايل
زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.
ورځني يادښتونه
دوتنه پورته کول
راځئ، چې دوتنې يانې فايلونه وېبلاگ ته پورته کړو درنو وروڼو! لومړى د Documents تڼۍ کېکاږئ او وروسته په Title کې د دوتنې نوم وليکئ او تر هغې وروسته د Browse تڼۍ کېکاږئ او د خپلې خوښې وړ پي ډي اېف دوتنه پورته کړئ. د لاندې به يو Title درکړي او يو تړاو يانې لېنک به درکړي، همدغه تړاو کاپي کړئ او د ليکنې تڼۍ کېکاږئ او هلته بيا د ((نوې ليکنه)) تڼۍ کېکاږئ. دلته لومړى څه ليکل وکړئ چې ((دغه دوتنه له دغه ځايه ښکته کولى شئ!)) نو د Insert/ edit link تڼۍ کېکاږئ او هغه راکاپي شوى
د بيان د آزادۍ مخه مه نيسئ!
په دې وروستيو كې د دولت د رياست دفتر لخوا، يو مكتوب ځينو دولتي ادارو ته ليږل شوى، چې په كې له دولتي چارواكو څخه غوښتنه شوې، له ژورنالستانو سره د دولت پر ضد له مركو څخه ډه ډه وكړي، چې دا خبره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د قانون پر خلاف يو ګام ګڼل كيږي او دا امر د دې لامل شوى، چې دولتي چارواكي رسنيو ته په بيلابيلو برخو كې له مالوماتو وركولو څخه ډه ډه وكړي.د دې ډول مكتوب په ليږلو سره، دولت يو ځل بيا دا وښوده، چې د افغانستان حكومت د يو ډموكراتيك ن
ښځې ژورنالېستانې خپلې ستونزې په خپله ښې حلولاى شي
په هېواد كې له څه د پاسه ديرش كلن ناتار، جنګ، جګړو او ناخوالو وروسته او د انتقالي دولت په منځ ته راتګ سره، سربيره پر نورو ټولنيزو برخو، په رسنيو كې هم د ښځو ونډه څه ناڅه پراخه شوې او ښځو د پخوا په پرتله وكولاى شول، چې د ژورناليزم ډګر ته ور ودانګي او په ټولنه كې د خپل فعاليت او كار وړتيا په ډاګه كړي. كه څه هم په تيرو دوو كلونو كې، چې په هيواد كې نا امنۍ ډيرې شوې، زموږ هغه خويندې، چې په رسنيو كې دندې تر سر كوي، له يو شمېر ستونزو او ګواښونو سره مخامخې دي.په تيرو دوو ك
په افغانستان کې د مطبوعاتو بېخرته آزادي د ژورنالېزم مسلک ته يو ګواښ دى
په افغانستان كې د مطبوعاتو بېخرته آزادي مسلكي ژورناليزم ته ګواښ دى. زموږ زياتره ژورناليسټان د مطبوعاتو د آزادۍ چغې وهي، دوى داسې فكر كوي چې په ولسواكۍ كې ژورناليسټان څه چې يې زړه وغواړي او په چا پسې يې چې وغواړي، ليكلى شي، خو له اكاډميك پلوه دغه ډول آزادي د نړۍ په هيڅ هېواد كې شتون نه لري او سل په سلو كې د مطبوعاتو آزادي يو خيال دى چې هيڅكله هم د عمل جامه اغوستلى نه شي.په علمي لحاظ د مطبوعاتو آزادي پرتليزه ده، دولتي كنټرول په هر ځاى كې شته، چېرته لږ او چېرته ډېر. د مطبوعاتو د آز
یوه بښنه او سپيناوى
په سهوې سره د ليكوال او ژورنالېست ښاغلي احمد الله ارچيوال ليكنه د (ادب او ژورنالېزم) تر سرليك لاندې د ښاغلي عبدالغفور لېوال په نامه چاپه شوې وه، چې بښنه يې غواړو.
آيا رسنۍ له مافيا سره اړيکې لري!؟
په دې وروستيو کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په افغانستان کې پر رسنيو تور لګولاى دى چې له مافيايي کړيو سره اړيکې لري.دولت او رسنۍ سره هغه تړلي نومونه دي چې هره ورځ له يوه او بل سره سر و کار لري يانې دولت دې ته اړ دى چې دوى د رسنيو له لارې ولس له خپلو پاليسيو او نورو چارو څخه خبر کړي او ورسره د رسنيو هم دا کار دى چې وګړي د دولت له ټولو چارو او هغه څه چې د دروازو تر شا پېښېږي؛ د تبصرو، شننو، څېړنيزو راپورونو او ګرديو مېزونو له لارې تل خبر وساتي. ځينې وختونه داسې هم پېښ شوي د
د رواغجنې رسنۍ
د افغانستان رسنۍ هم د نورو ډېرو شتو په څېر له نورې نړۍ سره توپېر لري، په نوره نړۍ كۍ رسنۍ دا وس نه لري چې د يوې اداكارې تصوير د هغې له هوكړې پرته خپور كړي او يا دې يوه رسنۍ د يوې ادارې يا يو شخص په اړه داسې خبر خپور كړي چې د شخص او يا هم د ادارې د بدنامولو په موخه وي، دغسې كړنې كه ترسره شوي هم وي، نو همداسې پټې نه دي پاتې شوي، بلكې سر يې تر محكمو رسېدلى.همدې ګواښ په بهرنۍ نړۍ كې رسنۍ د لوړ ارزښت او معيار تر پولې رسولي، كه خبره رالنډه كړو، نو نړيوال له افغانستانه خپرېدونكيو
په اوسنيو حالاتو کې د رسنيو رول
رسنۍ پر هر پړاو او ټولنه ژور اغېز لري، کله چې رسنۍ په مسلکي توګه او دخلکو ارادو ته پام عمل کوي، خپل ولس او ټولنه سمې لارې ته رهبري کوي، خو کله چې د دې پر عکس کار کوي، نو پايله يې هم سرچپه وي.د طالبانو د امارت تر نسکورېدو وروسته په هېواد (په ځانګړې توګه په کابل کې) رسنيو ته د خدمت لوى چانس ور په برخه شو، په دغه موده کې که څه هم د کميت له مې رسنيو وده وکړه، خو د مسلکي کسانو د نشتوالي او د رسنيو رسالت ته د نه پاملرنې له امله يې کيفيت خوندور نه ؤ.که څه هم رسنۍ د روان بهير تر اغې
مطبوعات د دولت په چوپړ کې...
په کونړ کې مطبوعات د چارواکو تر اغېز لاندې دي، د ولسواکۍ بنسټيزو آرونو ته پاملرنه نه کېږي، د بيان آزادي پخپله د ژورناليستانو لخوا تروړل کېږي، د ازادو خبري رسنيو مسوولين بايد له خپلو ګمارل شويو ژورناليستانو څخه تضمين واخلي تر څو په دولتي ادارو کې دندې ترسره نکړي او که د ژورناليستانو ژوند له دواړو لوريو خړوبېږي، نو بيا خو به د بيان ازادي خامخا د چارواکو په زنځيرونو تړلې وي. دا داسې يو ځوان د خولې راوتلې نيوکې او ګيلې وې چې په ازادو خبري رسنيو يې کولې او وحيدالله ((حميد)
لكه خوبونه چې اوبه يوسي...
(لكه خوبونه چې اوبه يوسي...) نو د دې روان دور څپو چې كوم خوبونه په مخه كړي، هغه رښتيا هم هېڅ رښتيا نه شو او همداسې بې تعبيره خړو لاندې کړل او او د همغو اوبو وړو خوبونو سره دا ولس داسې بې لاسو، بې پښو شو چې اوس ورته هرڅه پردي او بې باوره ښکاري.پورته خبرې ته په پام د دې هېواد هېڅ خواخوږي هم پر خپل تندي د باور کرښې پرېنښودې چې دا مات و ګوډ اولس ورته سترګې واړوي او چې و، نو هغه همدا ژورناليست او اديب و، د اديب په اړه خو مو ولوستل چې څنګه له خپل دريځه واوښت او څنګه د دربا
له اسلام سره دلوېدیزو رسنېوچلند؛ رسنیزتهذیب تر پوښتنې لاندې راولي
دا مهال اروپا او لويدیځ په نړيواله کچه د تهذىب بېلګې ګڼل کيږي، په تېره بېاهغه هېوادونه چې د دریېمې نړۍ د هېوادونو په نامه ياديږي . دغه هېوادونه که څه هم د اروپا او لويدیځ تهذيب تر نورو ډېر ښه پېژني او په اړه يې معلومات لري، خو له دې امله چې څه يې په لاس کې نشته او واکمنان يې هم د همدغې نړۍ لاسپوڅي دي، په دې اړه څه نه شي ويلاى. اروپا دامهال له خپلو ټولو بې تهذيبېو سره سره په نړۍ کې داسې ځاى خپل کړى، چې هر څوک يې د متمدنه ژوند د تر لاسه کولو لپاره په دوستۍ وياړي او ترڅنګ يې هغ
د ژورناليزم او ادب په بڼ کې يوه ماته څانګه
شکيبا څانګه آماج د شمشاد ټلويزيون تکړه ويانده او خبرياله د 1386 د غبرګولي پر لسمه د 21 کلونو په عمر په خپل کور کې په بېرحمۍ سره د ناڅرګندو کسانو لخوا په شهادت ورسېده. هغه د 1365 د سلواغې پر دولسمه په کابل کې زېږېدلې او وروسته ابتدايي او ثانوي زدکړې يې د مهاجرت په دوران کې د کوټې په ښار کې ترسره کړې او له مهاجرت وروسته هغې د 12 ټولګي د فراغت سند په کابل کې د ناهيد شهيد د لېسې څخه تر لاسه کړ. هغې غوښتل چې خپلې لوړې زدکړې د حقوقو او سياسي علومو په برخه
ټلويزيوني شبكې بايد مهار كړاى شي!
د بن تر پرېكړو وروسته د لنډمهالي حكومت له جوړېدو سره سم په هېواد كې سياسي بهير پيل او ولس د پخوا په پرتله د بيان آزادي تر لاسه كړه، آزادې رسنۍ منځته راغلې او د نړيوالې ټولنې په مرسته يې خپرونې پيل كړې چې مسؤلينو يې د ولس د راويښولو پر ځاى د خپلو جيبونو ډكولو ته ډېر كار وكړ او د بدنامو تنظيمونو او ډلو په انحصار كې راګير شول، خپل ملي رسالت يې د پيسو او ټوپك د شپېلۍ له وېرې هېر كړ، خو اوس د ټلويزيوني شبكو په ګرم بازار كې د دوى ناوړه او ناولې كړنې ټول ولس ته سردرد او د ان
ځينې انځوريزې رسنۍ د بېلاريو لامل ګرځي
محترمو مسلمانانو وروڼو له نن نه څوارلس سوه او اتيا كاله وړاندې په دنيا كې يوه تياره وه، وحشت ؤ، انسانان د حيواناتو په شان وو، د علم، فرهنګ او تهذيب نه ډېر لېرې او وروسته پاتې وو، د انسانانو حقوق پايمال وو او د جهل او د ناپوهۍ په وجه قتل او قتال لوړو پوړيو ته رسېدلى ؤ. آن تر دې چې د يو بل په كوپړۍ كې يې شراب څښل فخر ګاڼه او د جاهلي غيرت په وجه يې لورګانې ژوندې ښخولې. الله (ج) احسان وكړ او يو داسې ځلانده لمر يې جهان ته مبعوث كړ چې د ټول جهان نه يې تيارې، جهالت، ظلم او ا
اول زده کړه، بيا کوژده کړه
دا دى د افغاني فرهنګ د بډاينې په ډګر کې يوه بله زياتونه هم وشوه، دا زياتونه په ننګرهار کې د ((سالو)) په نوم مجله ده چې د 1386 لمريز کال د غويي د مياشتې په 17 مه يې د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د فرهنګ او ځوانانو د رياست د غونډو په تالار کې د پټۍ په پرېکولو سره د چاپ کار پيل شو. څرنګه چې هر لومړنى کار له نيمګړتياوو خالي نه وي، دا مجله هم ډېرې تېروتنې لري چې موږ يې په لاندې ډول شمارو. عمومي ځانګړنې:د دې مجلې مس