راځئ، چې دوتنې يانې فايلونه وېبلاگ ته پورته کړو

درنو وروڼو! لومړى د Documents تڼۍ کېکاږئ او وروسته په Title کې د دوتنې نوم وليکئ او تر هغې وروسته د Browse تڼۍ کېکاږئ او د خپلې خوښې وړ پي ډي اېف دوتنه پورته کړئ. د لاندې به يو Title درکړي او يو تړاو يانې لېنک به درکړي، همدغه تړاو کاپي کړئ او د ليکنې تڼۍ کېکاږئ او هلته بيا د ((نوې ليکنه)) تڼۍ کېکاږئ. دلته لومړى څه ليکل وکړئ چې ((دغه دوتنه له دغه ځايه ښکته کولى شئ!)) نو د Insert/ edit link تڼۍ کېکاږئ او هغه راکاپي شوى تړاو په Link URL تشيال يانې خاليگاه کې Paste کړئ، Anchors پر خپل حال پرېږدئ، په Target تشيال کې بېلابېلې لارې چارې دي چې په دې کې زما په اند (Open in New Window/ Blank) که وټاکل شي، نو غوره به وي؛ په Title کې سرليک ورکړئ او Class هم پر خپل حال پرېږدئ. په پاى کې د Insert تڼۍ کېکاږئ.

کله چې مو دغه چاره ترسره کړه، نو خپل وېبلاگ ته ولاړ شئ او دلته بيا تړاو ورکړل شوى متن کېکاږئ، نو يوه نوې کړکۍ به پرانيستل شي او دلته به ستاسې پي ډي اېف دوتنه وښودل شي. په پاى کې د يادونې وړ ده چې د ورډ دوتنه دلته پورته کېدلاى نشي؛ نو چې متن پورته کېږي، نو د ورډ دوتنې پورته کومه مانا نلري، ځکه د همدغه ورډ متن دې نېغ په نېغه پرليکه شي.

 

پي ډي اېف دوتنه له دغه ځايه ښکته کړئ!

يا هم دغه لاندېنى تړاو يانې لېنک راکاپي کړئ او د يوې نوې انټرنېټي کړکۍ په Address Bar کې يې Paste کړئ، نو د پي ډي اېف دوتنه به وليدلى شئ:

http://bloguna.tolafghan.com/assets/documents/37/5/Document1.pdf

 

بريالي اوسئ!

نجيب الله نايل