په دې وروستيو کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په افغانستان کې پر رسنيو تور لګولاى دى چې له مافيايي کړيو سره اړيکې لري.
دولت او رسنۍ سره هغه تړلي نومونه دي چې هره ورځ له يوه او بل سره سر و کار لري يانې دولت دې ته اړ دى چې دوى د رسنيو له لارې ولس له خپلو پاليسيو او نورو چارو څخه خبر کړي او ورسره د رسنيو هم دا کار دى چې وګړي د دولت له ټولو چارو او هغه څه چې د دروازو تر شا پېښېږي؛ د تبصرو، شننو، څېړنيزو راپورونو او ګرديو مېزونو له لارې تل خبر وساتي. ځينې وختونه داسې هم پېښ شوي دي چې دولتي چارواکي پر دې بريالي شي، چې رسنۍ د خپل ځان په ګټه د يوې رسنيزې تبليغاتي وسيلې په توګه وکاروي؛ هغه که د زور په وسيله او که هغه د پيسو په وسيله او يا نورې لارې چارې وي.
دا يو ټولمنلى حقيقت دى چې د دولت تر درې ګونو ځواکونو (مقننه، قضائيه او اجرائيه) وروسته رسنۍ په ټولنه کې د څلورم ځواک په توګه منل کېږي يانې د دولت درې ګوني ځواکونه پر خپل- خپل ځاى کار کوي او کولاى نشي چې د يو او بل په چارو کې لاسوهنې او مداخله وکړي، خو رسنۍ بيا تر درېواړو پورته ځواک ګڼل کېږي او کولاى شي چې د ټولنې پر ټولو پېښو ځغلنده نظر واچوي، آن تر دې چې پورتني ياد شوي د دولت درې ګوني ځواکونه هم تر څارنې لاندې وساتي او د دا د رسنيو دنده هم ده.
د همدغه ځواک په درلودلو سره دولتي چارواکي داسې انګېري چې رسنۍ ګواکې د دوى د سترګو اغزي دي او يو ډول د فشار جغ پر ځان ويني، نو هڅه کوي چې په څه نا څه ډول ورسره جوړجاړى وکړي او دغه د فشار جغ له خپلو اوږو پورته کړي؛ نو دولتي چارواکي ځينې ژورنالېستان له بېلابېلو لارو د خپلو ګټو او د نورو چارو له لارې له ځانه سره ملګري کوي، بېلابېلې شونتياوې ورته برابروي او د يوې تبليغاتي وسيلې په توګه يې څرخوي؛ بالاخره يې دغه سپېڅلى زور اوبه کوي. خو د دې برعکس بيا ځينې ژورنالېستان لکه د شوکمارو ډلو او اشخاصو غوندې خپل خبري وسايل کاروي او ناوړه ګټه ترې پورته کوي او دولتي چارواکي ګواښي چې که دوى د ژورنالېستانو په خوښه ګام پورته نکړي، نو کولاى شي چې پر ضد يې راپورونه چمتو او خپاره کړي، دا هغه څه دي چې د ژورنالېست او ژورنالېزم له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کول دي، خو درېيم ډول هغه ژورنالېستان هم شته چې د دغو دواړو ډولونو پر ضد د ژورنالېزم آرونو ته ژمن دي او پرته له کومې تمې او حيلې خپل راپورونه خپروي.
د خبرې د اوږدېدو د مخنيوي لپاره خپلې آرې موضوع ته راځم چې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پکې د افغانستان پر رسنيو تور لګولاى چې له مافيايي کړيو سره لاس لري. دغه راپور د بېنوا وېبپاڼې له لوري خپور شوى او دا د يوه داسې بېنومه چارواکي له خولې دى چې د کونړ ولايت په اونيزه اداري ناسته کې هم ګډون کولاى شي. همدغه چارواکى د کونړ د والي له خولې دا خبره داسې وړاندې کوي: ((د افغانستان مطبوعات يوه مافيا کړۍ ده، زه د ټولو په اړه معلومات لرم چې د چا لپاره کار کوي.)) که چېرته وليدل شي وحيدي صاحب دلته پر ټولو افغاني رسنيو تور لګولاى دى، خو داسې نه ده، ځکه چې موږ د ژورناليزم آرونو ته ژمنې رسنۍ او ژورنالېستان هم لرو. خو د همدغه بېنومه چارواکي د راپور له مخې، د کونړ والي د پېچ درې د يوه پول په پرانسته کې پر طلوع، شمشاد او آريانا خصوصي ټلويزيوني شبکو تور لګولای ؤ چې له چارواکيو څخه د خبرونو د خپرولو په بدل کې پيسې اخلي او تبليغ ورته کوي.
د معلوماتو له مخې داسې ويل کېږي چې په ختيزه سيمه کې د پورتنيو يادو شوو ټلويزيوني شبکو خبريالانو د کونړ له والي سره ډوډۍ خوړلې وه او ورڅخه يې غوښتي وو چې په موټر کې ورته تېل واچوي او يا هم هسې نورې پيسې ورکړي، نو ځکه يې داسې خبره کړې ده.
مګر بل لوري ته بيا په ختيزه سيمه کې د شمشاد ټلويزيون خبريال محصل خان غمشريک وايي چې دا مطبوعات يواځې د خرڅولو او يا له چا نه د پيسو په بدل کې د خپرونو يا خبر نشرولو وسيله نه ده، بلکې مطبوعات يو سپېڅلى رسالت دى چې هر يو خبريال يا رسنۍ د هېواد مادي او مانوي ارزښت ته وفاداره وي او د ولسونو تر منځ ټولنيز اصول دي چې خلک ورته په ارزښت قايل دي.
غمشريک زياتوي: ((يو چا ته د پښتني مينې او احساس له مخې مېلمستيا ورکول زموږ په پښتني ټولنه کې له ډېر پخوا نه لرغونى دود او رواج دى، دا په دې مانا نه وي چې څوک چا ته مېلمستيا ورکړي او بيا به سبا مېلمنو پسې خبرې کوي چې ښه خلک وو، خو ډېره ډوډۍ يې خوړه؛ د پښتو او پښتنوالې لاره نه ده.))
د پژواک خبري آژانس د يوه راپور له مخې، د غزني پخواني والي فيضان الله فيضان هم پر يو شمېر رسنيو نيوکه کړې وه چې د ده پر ضد يې ناوړه تبليغات کړي وو او زياته کړې يې وه چې د دې تر شا د مافيايي ډلو لاس و. پخواني والي دغه څرګندونې د ١٣٨٦ لمريز کال کب په ١٣مه په غزني ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې وې. هغه ويلي وو چې په کابل کې يو شمېر رسنيو خبرونه خپاره کړي وو چې ګوندې دى (فيضان) نامعلوم لوري ته تښتېدلى دى. ده زياته کړې وه چې د دغو تبليغاتو تر شا د زمکو نيوونکيو او د قيمتي ډبرو د قاچاق د هغو مافيايي ډلو لاس ؤ چې ده يې په غزني ولايت کې مخه نيولې وه. د پخوانى والي په وينا چې ده د خپلې واکمنۍ پر مهال شاوخوا ٤٠ تنه د قيمتي ډبرو قاچاقبران له قيمتي ډبرو سره يو ځاى نيولي او د قانون منګولو ته يې ورسپارلي وو.
دلته بايد د دې خبرې وضاحت وشي چې آيا کېدلاى شي رسنۍ مافيايي شي؟ هو، ځکه چې که چېرته تېر وخت ته کتنه وشي، نو مافيايي ډلې ټپلې پر دې توانېدلي دي چې روغ و جوړ حکومتونه ړنګ او پر ځاى يې نور حکومتونه رامنځته کړي؛ نو چې غټ دولتونه له منځه وړلاى شي، واړه- واړه ژورنالېستان يا رسنۍ هم تر خپلې اغېزې لاندې راوستلاى شي.
له رسنيو مې دا اورېدلي وو چې پلانکۍ رسنۍ يا ژورنالېست پر پلانکي چارواکي يا شخص دا تور لګولاى دى، خو دا ډېر کم پېښېږي چې يو چارواکى دې راجيګ شي او پر رسنۍ دې تور ولګوي. کېداى شي والي صاحب دا فکر له ځانه سره کړى وي چې ګواکې په دې سره د ژورنالېستانو د فشار جغ به يې له اوږو څخه لېرې شي او يا يې په يو ډول تر خپلې اغېزې لاندې راولي.
همدارنګه که سړى فکر وکړي دغه ډول ويناوې د دولت هغه دريځ چې ګواکې ډيموکراټيک دى، هم تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه چې د وينا آزادي د ډيموکراسۍ يو آر دى او د دغه آر مخه نيول په خپله د ډيموکراسۍ د يوه اصل له منځه وړل دي. د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، پخوا تر دې پر ځينو رسنيو دا تورونه موجود وو چې ګواکې ملي عمل نه کوي، د بيان له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د ژورنالېستانو مسلکي نشتوالى دى يانې د ژورنالېزم آرونه په نظر کې نه نيول کېږي او دا تورونه د دې لپاره لګول شوي وو چې د وينا آزادي يې رامحدوده کړي، خو دا د والي صاحب پخپله يو ډول ډيپلوماټيک تاکتيک دى چې څنګه يې په نوې بڼه رسنۍ له مافيايي کړيو سره د تړاو په تور تورنې کړي.
د دولت په ګډون ټول بنسټونه دا حق لري، چې پر رسنيو نيوكه وكړي، خو دغه نيوكې بايد د اساسي قانون او د رسنيو له قانون سره برابرې او موافقې وي. دغه نيوکې ځينې پوښتنې هم راولاړولاى شي او هغه دا چې آيا ټولې رسنۍ په دغه قالب كې راځي ؟ آيا د دغه ډول نيوکو راپورته کول پخپله پر مسلکي رسنيو يو ډول تېرى نه دى؟ ځكه مسلكي رسنۍ هغه رسنۍ دي چې خپلې ټولې چارې د واقعيتونو پر بنسټ پر مخ بيايي او څه چې پېښېږي، پخپله آره بڼه يې خپروي.
مګر پر يوې خبرې سترګې پټول په کار نه دي چې د رسنيو خپرونې او د وينا آزادي هم بريدونه لري، د دغو بريدونو ټاکنه د ژورنالېزم آرونه، د يوه هېواد او د نړۍ په کچه قوانين کوي. هغه رسنۍ چې دغه ټکي په پام کې ونيسي، مسلکي چلند به يې کړى وي او هغه رسنۍ چې دغه ټکي په پام کې ونه نيسي، نو تېروتې به وي. يو بل مهم ټکى دا دى دغه خبره چې د کونړ والي يې کوي، بايده وو چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او ملي شورا کړې واى، ځکه چې همدوى دي چې د رسنيو لپاره قانون ترتيبوي او څاري يې او هغه تېروتنې چې له رسنيو څخه کېږي، تر پوښتنې لاندې راولي.