په کونړ کې مطبوعات د چارواکو تر اغېز لاندې دي، د ولسواکۍ بنسټيزو آرونو ته پاملرنه نه کېږي، د بيان آزادي پخپله د ژورناليستانو لخوا تروړل کېږي، د ازادو خبري رسنيو مسوولين بايد له خپلو ګمارل شويو ژورناليستانو څخه تضمين واخلي تر څو په دولتي ادارو کې دندې ترسره نکړي او که د ژورناليستانو ژوند له دواړو لوريو خړوبېږي،  نو بيا خو به د بيان ازادي خامخا د چارواکو په زنځيرونو تړلې وي.
 دا داسې يو ځوان د خولې راوتلې نيوکې او ګيلې وې چې په ازادو خبري رسنيو يې کولې او وحيدالله ((حميد)) نوميده، يواځې ((حميد)) ندى چې د ازادو خبري رسنيو په استازو او خبريالانو نيوکې کوي، بلكې نور خلك هم اوسني مطبوعات ازاد نه ګڼي.
دکونړ اونيزې مسوول مدير جنت ګل ((فدا)) چې مخ ته ايښې کمپيوټر کې د اونيزې مواد کمپوزول، لږ وړاندې ځي او وايي په کونړ کې د هرې ازادې خبري رسنۍ خبريالان د والي په خوښه او سپارښتنه ټاکل شوي، نو مجبور دي چې په سلو کې پينځه او يا د دولت او دولتي چارواکو په خوښه او مشوره راپورونه برابر کړي او پينځه ويشت په سلو کې د ژورناليزم اصول د بيان ازادي او د ولس له غولولو لپاره هسې په نوم له خپلې خبري رسنۍ بې طرفي په نظر کې ونيسي او که دغه کار ونکړي، نو بيا له ګواښونو او تهديدونو سره مخ کېږي.
په پورته نيوكو سربېره به د ولس هيلې، غوښتنې او ستونزې هم  په خپل ځاى پرېږدو، دمګړۍ په کونړ کې د ګوتو په شمېر ازادې خبري رسنۍ، خبريالان او راپورټران لري، ازادۍ او بي بي سي هغه راډيوګانې دي چې په کونړ کې د نورو خبري رسنيو په پرتله ګڼ شمېر اورېدونکي لري، په ازادو خبري رسنيو د خلکو د ډېرى نيوکو له اورېدو وروسته اړ شوم چې د ازادو خبري رسنيو استازي او خبريالان وپوښتم، خو ايله د يوې ازادې خبري رسنۍ له خبريال روح الله ((انوري)) سره په خبرو وتوانېدم، انوري چې د ګڼ شمېر فرهنګيانو او ژورناليستانو په ملتيا د کونړ والي سره د ليدو په موخه له دروازې بهر په انتظار ولاړ و او زما هره پوښتنه يې په لنډو ځوابوله نننى افغانستان ته داسې وويل:((د خلکو نيوکې بېځايه دي هيڅ وخت داسې ندي شوي چې موږ دې خپل خبر د چارواکو په خوښه برابر کړى وي او نه کومه دولتي دنده لرم هره خبري رسنۍ خپله پاليسي او هر ژورناليست خپل مسؤليت لري،  ټولو ته په يو نظر کتل او په يوه تله کې تلل به د خلکو سم کار نه وي، زه خپله جګړه ييزو پېښو ته دومره پاملرنه نه کوم، ما نن هم د کډوالو په ستونزو يو رپورټ لاره چې د والي سره مې پرې خبرې کړي، نظر او غبرګون مې ترې اخيستى، زه خپله هره هغه ستونزه رپوټ کوم چې خلکو ته ورپېښه وي.))
خو عبدالجبار همت د انوري خبرې ناسمې بولي او وايي هر هغه څوک چې د مطبوعاتو او خبري رسنيو سره کار کوي له خپل ميک يې د ځان په ګټه تېره چاړه جوړه کړې او غواړي چې پدې کار سره خپلې ځانګړې موخې ترلاسه کړي، د بېلګې په توګه کله نا کله يو نيم ژورناليست د ولس خلکو د هيلو او غوښتنو خلاف د چارواکو لمن نيسي او دغسې په څو واره شوي ((خو ښه به وي چې زه يې له يادولو تېر شم.))
د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رئيس عبدالقيوم حکيمزى د خلکو نيوکې هسې اوازې او پروپاګندې ګڼي او وايي: ((زه دا نه منم چې ژورناليستان د دولت او دولتي چارواکو لخوا د سانسور په رسيو تړل شوي، په کونړ غږ مجلې کې د کونړ د پخواني والي شاه ليزي ديدار پسې څه ونه ليکل شول؟ د بيان ازادي نوره څنګه وي، ماپسې په کونړ غږ او پښتونخوا په نوم د ننګرهاره خپرېدونکې مجله کې څه ونه ليکل شول، د بيان آزادۍ ته د افغانستان په اساسي قانون کې ځاى ورکړل شوى، موږ د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره قانون لرو او هر چا ته پکار ده چې د قانون سره سم چلند وکړي، دا درسره منم چې د کونړ غږ مجلې چلوونکي ديدار ښه ډېر وځغلول او له دولتي دندو يې ګوښه کړل، هغه چې لاړ دغه دى بېرته خپلو وظيفو ته راغلي ځکه هغوى په حقه وو،  ما ورسره څومره همکاري کړې، څو ځل يې د هغوى په سر تهديد کړم، خو د خپل مسؤليت له مخې هر څه ته مې غاړه ايښې وه او که بيا داسې وشي، نو بيا هم ورته غاړه ږدم او زه دلته د ژورناليستانو او فرهنګيانو د خدمت لپاره په دنده ګمارل شوى يم، فرهنګيان او ژورناليستان چې هره ستونزه لري او حل يې زما په وس کې وي رادې شي او زما سره دې خپلې ستونزې شريكې كړي، زه نر غوندې ورسره ولاړ يم، ها ځينې ژورناليستان شته چې خپلې ځانګړې ګټې لري او د ژورناليزم د اصولو او قوانينو نه ناخبره دي، خپل ځانونه په لوى لاس د دولتي چارواكو د لاس اله ګرځوي، نو د پړې ګوته دې  دغه بې تجربې ژورناليستانو ته ونيول شي چې خپل ځاى او مسؤليت نه پېژني او خپل ځان د بل په واك كې وركوي.
د اطلاعات و كولتور د رئيس د ځينو خبرو په تايد دوه تنه ځوان ليکوالان او ژورناليستان شېرالرحمان  ((خاطر)) او حشمت الله ((ژمن)) په خورا تونده لهجه په ازادو او په دولت پورې تړليو خبري رسنيو نيوکې کوي خاطر وايي: ((د ژورناليزم له سپېڅلي مسلک سره مې له ډېر پخوا مينه وه، خو اوسنيو ژورناليستانو مې له دې هر څه زړه تور که کله کله خو مې د خپلو کتابونو او اسنادونو سېځلو ته زړه وشي، خو خپله ژورناليستيکه حوصله مې ورته پرې نږدي.))
 ژمن چې په کونړ کې ورته د علامه سيد جمال الدين افغان کتابتون د مديريت ترڅنګ دولتي دنده ورته غاړه ده له خاطره يې په تېز او غړمبېدلي غږ وويل: نه پوهېږم دى ژورناليستانو په دربارونو او د چارواکو په چوپړ کې څه ليدلي، ځانونه او مسلک يې دواړه د هغوى د خوښې مهار ګرځولي، خداى (ج) دې دوى ته انصاف ورکړي، دوى خپل ځاى او مقام نه پېژني او که يې سم وپېژندل بيا به داسې نکوي.
ادريس غروال چې د ځوانۍ نږدې لس سپرلي يې په کونړ کې د مطبوعاتو سره په کار کې تېر کړي، دولتي چارواکو او ژورناليستانو ته يو لړ سپارښتنې لري او پر وينا يې که په نظر کې ونيول شي ستونزه به نه وي، غروال وايي که خبره رښتيا وي چې مطبوعات د يوه هېواد څلورمه قوه ده، نو په کار ده چې دولتي چارواکي او خبري رسنۍ دواړه پکې د خپلو ځاني ګټو پر ځاى لوړو ملي او انساني ګټو ته لومړيتوب ورکړي، چارواکي دې د خبري رسنيو پر سر له نيول شوي تبر سره ګوزاره وکړي او ژورناليستان دې له خپلو ميکونو، ټيپونو او کمرو د ټوپک شپېلۍ نه جوړوي او خپل ځان دې د هېواد له قانون څخه لوړ نه بولي، نو نه به بيا خلک ګيله من وي او نه به چارواکي دې ته اړوځي چې ژورناليستان د سانسور په رسيو وتړي.